تاند- د رایو د تفتیش په بهیر کې د څارونکو له نه لېږلو او د انتخاباتي جنجال له بیا راپورته کولو وروسته د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم نن ادعا وکړه چې د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ننګه کړې ده.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یو صوتي پیغام خپور کړ او ادعا یې وکړه چې دا د اشرف غني احمدزي په پلویتوب د کریم خلیلي د درغلۍ ثبوت دی.
د عبدالله ټیم همداراز ادعا کړې چې خلیلي په دغه اډیو کې ډاډ ورکوي چې د افغانستان متحدان د اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم پخوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخېل په نوم صوتي پیغام خپور کړی و خو امرخېل د عبدالله عبدالله د ټیم له لوري پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او پیغام یې جعلي وباله.
Let’s assume this is true. It would be a criminal act committed by Khalili , but it does not make the election process illegitimate. It looks like Mr. Double Abdullah and his followers are putting an END to their, so called, political careers.
ښاغلی خلیلی به یو پیغام لیږلی وی خو ښاغلی غیرقانونی خو په جهر سره ناری وهی او په ټول قوت سره هم پارلمان او هم دولت ته اخطارونه ورکوی چی ښاغلی ګلمرجان د جمهور رییس شی . وایی د وزی هره ورځ کونه معلومیده خو هیچا غږ ونه کړ او کومه ورځ چی پسه له ویالی هغی خواته ټوپ کړ او لم یی پورته ولوید نو وزی نار ی کړی چی د پسه کونه می ولیده. ګلمرجان خیل هره ورځ رسما د افغانستان د اساسی قانون خلاف عمل کوی د برحاله ولسمشر تصویر راغورځوی او تر پښو لاندی کوی خو هلته هیڅ نشته اما که کوم جعلی غږ د بل چا په نوم جوړ شو نو طلوع مخلوع شپه ورځ خپله له ځګو ډکه خوله پری اړوی او را اړوی. که هغه دا مبارکی ویلی وی نو ښه کار یی کړی او هیڅ د قانون خلاف عمل یی نه دی کړی بلکه د افغانستان د ولس غږ یی خپور کړی دی.
ګرانو ورونو په پښتو کې یو متل دی چې وایي د میږي چې ورکیدل راشي نو وزرونه کوي نو د شمالي ټلوالې هم ورکیدل راغلي دي نو ځکه یي وزرونه کړي دي داسي نشي چې ټول افغان ولس ورپسي راپاڅیږي او د خپلو لرو او برو بادارانو په کورونو یي وسپاري.
په درنښت
نور