تاند- د افغانستان د المپیک د کمېټې ځینو غړیو او یو شمېر ورزشکارانو شکایت وکړ چې پرون په کابل لوبغالي کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین په لړ کې د ده پلویانو دا ستدیوم سخت زیانمن او چټل کړی دی.

خو له عبدالله عبدالله سره د نژدې اړیکو د لرلو له کبله د المپیک کمېټې مشران نه غواړي چې رسماً اعتراض وکړي یا تاوان وغواړي.

د ورزشکارانو په وینا د لوبغالي ډېرې چوکۍ، پنجرې او نور وسایل مات شوي دي.

په همدې حال کې ورزشکاران وايي چې د ښاغلي عبدالله د کمپاین په خاطر لږترلږه دوې ورځې له لوبو او تمرینه پاتې شوي دي.

ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې نور دې هیڅ کاندید ته اجازه نه ورکول کېږي چې په لوبغالو کې انتخاباتي کمپاین وکړي.

د المپیک د ملي کمېټې یوه غړي تاند ته وویل چې د عبدالله پلویانو د کابل غازي لوبغالي ته د یو ملیون ډالرو په ارزښت زیات اړولی دی.

د کابل غازي لوبغالی دوه کاله پخوا د ناټو پوځیانو له لوري په یو ملیون ډالره ترمیم شو. وروسته پنځه لکه ډالره د دې لوبغالي پر چوکیو، کړکیو او فلزي پنجرو ولګول شوې خو د پنجشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله پلویانو، چې د کابل له بېلابېلو سیمو او دغه راز پروان او پنجشېر څخه راغلي ول، هم چوکۍ او هم نور وسایل ویجاړ کړل.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپیان غړیو منلې چې د دوی کسانو لوبغالي ته زیان اړولی دی خو ویلي یې دي چې دوی کرایه ورکړې ده.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي عبدالرحمن اوریا وویل چې دوی په لوبغالي کې د غونډې د کولو په خاطر پیسې (کرایه) ورکړي دي.

18 thoughts on “د عبدالله پلویانو د کابل لوبغالي ته د یو ملیون ډالرو په ارزښت زیان اړولی”
  1. Wranawal kho de ghbarg Abdullah kar aw maslak da. Khuday ma kra ka intikhabat wagati le Afghanistan ba ghazi stadium sa cha da sher khano maydan ba dar ta warna jor kri

  2. تاندوال ممکنه ده له دې نه وي چې تر دې غونډې مخکې عبدالله د
    عیدګاه جومات له مسولینو غوښتي ،وو چې هلته به غونډه ورکړو خو دعیدګا مسولینو ورته ااجازه نه وه ورکړې کیداي شي ورته ویلي ېې وي چې جومات د ګوزنده وو ځآي نه دی

  3. تاند ویپانه دیرو تعصب اچونکی دی زما ځینی تبصری نه خپروی عبدالله خو د کندهار بچیی دی زوندی دی وی داکتر صاحب

  4. دا دشمال لنډه غر دي، ورانول خو ددوي پخواني وظيفه ده، كه دا مردار دشمال لنډه غر زمونږ په وطن كي نه واي، نو زمونږ وطن به روغ جوړ او د سيالانو سيال واي
    ددي لنډه غرو سابقه ټولو افغانانو ته مالومه ده، ددوي نه خو دهيڅ خير تمه نه شي كيداي
    او تاسو ددي كندهاري ځوان په نوم باندي تبصره كونكي تبصري ته لږ ځير شي، ماته خو يي ډيره خندا راوسته، دا ښاغلي چي په اصل كي پنجشيري دي او په ځان يي دكندهاري ځوان نوم ايښي، له بچي سقاو ((غبرګ عبدالله)) نه يي راته د كندهار بچي جوړ كړ، خداي دي خوار كه په دي تبصري

  5. ددوي كار ورانول دي
    بيا به وايي چي بل دي جور كي او يا دي كوم بل هيواد مرسته وكري چي جور يي كرو
    دوي به هم پكي پيسي ووهي

  6. Da tawan de la hagho 10m.dollers che la cia sakha ae akhest vy aw ya d mohamedy la fesaad (Davutkhan hospital ki 30 m.) aw ya de malim ata sakha 1,5 m. berta lobghaly termim krry.
    Aw kandhary zwana & ddang peyly!! paam che 90 % kolaby panjshery ta d Qandahar spetzly noom ma mardarwy!!

    Zhwandy d vi Afghanistan,
    Mordabaad da panjab,kolab,fars,changez,bokhara,dobai etc… la darajato ra wty watan froshan…

  7. د تاند لوستونکو سلامونه ،
    زه په ټینګه دا وایم چې باید له غبرګ عبدالله څخه د غازي لوبغالي تاوان واخیستل شي . داسې کسان چې د ملت په سترګو کې خاورې اچوي او غټې غټې دعوې کوي چې موږ به وطن ګل او ګلزار کړو خو په حقیقت کې يې د وطن ورانولو ته مټې رانغښتې دي.
    په دې غوړو وعدو سره غواړي چې څوک ته رایه ورکړي خو ځان ته يې پام نه دی چې یواځې په یوه غونډه کې يې له ځان وروسته څومره خرابي پرېښې ده؟
    که څوک داسې پوچ ذهنه او اوباشو ته رایه ورکړي نو څه فکر کوئ چې ټول وطن به څه راشي؟
    له داسې کسانو څخه څه نه جوړېږي چې ټول عمر يې په نړولو کې تېرکړی وي او بیا ورته خلک د جوړولو په تمه رایه ور کړي. افغانان باید په رښتیا سره داسې چا ته رایه ورکړي چې په پوهه سمبال او له وطن سره مینه ولري. نور داسې کسانو ته وخت ورنه کړي چې د دوی په سرنوشت لوبې وکړي.
    نور بس دی.

  8. موژپه د اووایو چه خد ای د ا وطن فروش ا ودرغ گوی مه کا میا بوی د ا چه کله وزیر خا رجه وه دافغانستان په تولو سفا رتوکی دخپلی دلی او قوم کسان مقرر کری ٬او عبدالله په خپله مصا حبه کی دعطا محمد نور دبلخ والی ملا تر کوی هغه یاغ کس دی دکرزی امر نه منی دری ملیا رده دالره یی دبیت المال نه غلاکری ٬
    همدا رنگه عطا محمد نور عپدالله ته دکمپا ین د تولو مصارفووعده ورکری ٫دا مفسد ین د خدای نه کا میا بوی ٫

  9. ورونو داکتر عبدالله د مور او پلار له خوا پنجشیری دی . کله چی پنجشیری پلار یی مړ شو نو د مور پلار یی چی د مور له خوا یی نیکه کیږی خپله لور په یوه کندهاری وپلورله او هغه سړی هم خپله ښځه له ماشومانو سره کندهار ته بوتله نو د مورسره د اوسیدو په حساب او داچی پلندر یی کندهاری دی ښاغلی عبدالله له کندهار سره یوه ضمنی اړیکه لری، خو د ده په خټه کی د پنجشیر وینه بهیږی. مونږ د هغه له قومی شخصیت سره کار نه لرو . مونږ ته د هغه سیاسی فعالیت چی د چا په ګټه کار او مبارزه کوی مهمه ده. د خپل وزارت په وخت کی یی که کوم کندهاری د ديپلومات په حیث مقرر کړی وی مهربانی دی وکړی خپل ځان د معرفی کړی. حال داچی ټول وزارت او له هیواده بهر ټولی سیاسی او قونسلی نمایندګی ګانی له پنجشیریانو ډکی دی. بیاهم که چاته داموضوع حل نه وی نو مهربانی د وکړی د باندینیو چارو وزارت ته دی مراجعه وکړی د دوی ټول سوالونه به حل شی.
    اما پدی لاندی سایت کی د داکتر عبدالله سوانح بل ډول راغلی ده:
    http://nf89.mihanblog.com/post/282

    د بیت المال چور او یا تاوان ورسول د مسلمان او مجاهد خاصیت او صفت نه دی . داړه ماران ، غله وطن فروشان او بی احساسه خلک به خپل هیواد ورانوی پلونه به الوځوی او د سالنګ لویه لار به بندوی .

  10. له با را نه ښا دی ارامه دی په افغا نی ټو لنه کښی پلار نسب دی دی په پنجشیریی پسی تللی ده
    د نمو نی په شکل دی هغه کار چی ده او یا دده مربو ط ډلګی د افغا نستان د ابادی لپاره کړی وی ملت ته وښیی د خدای ج لعنت په هغه چا چی د وطن ورا نوو نکو ته را یه ورکوی

  11. Salam tolo da watan minawalo!

    Yaw sok che da watan spakaway kawi aw la watan sara khyanat kawai hagha kho ham de shi ta wayi . Da ham da pradyo watano komak wo che yaw zwan nasl ta ye tafrihi jay jor kr. taso wagoray che shamaliwalo kom jay jorkaray che mog gwata warta waniso,

    pa Allah me di qasam wi che har sok dasi watan qasabano ta raya achawi da yaw der zelm da ham la zan sara aw ham da watan sara…..// tel di wi da watan doshmanan nakama

  12. ستونزه خو دا ده چې هیڅوک نه وایي چې احمقه تا خو کرایه د ځای د کارولو لپاره ورکړي ده، نو د ورانولو حق خو یې نه لری او اوس یې باید توان ورکړی. ډیر د افسوس ځای ده، موږ د کرزي صیب د شرکت نه چې د حکومت نوم یې پری ایښۍ د توان د غوښتلو تمه لرو. ولی ډبل اودولا په خپله د همدې شرکت سهمداره نه دی؟

ځواب ورکول افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *