ليکوال: ص. م

 ولې په عربي هېوادونو کې پاڅونونه؟

 عرب پسرلى يا په عربي هېوادونو کې پاڅونونه نن سبا د اکثرو نړيوالو او کورنيو رسنيو يوه له عمده موضوعاتو ګڼل کېږي. نن دلته پاڅون، هلته څو تنه مړه، په پلاني ځاى کې د اعتراضونو څوومه، په دې هېواد کې د لوړپوړي چارواکي استعفى….  چا او چا ته دغه پاڅونونه د عظيم بدلون لپاره د الهام سرچينه ښکاري او چا ته بيا د بربادۍ توره بلا.

عرب پسرلى پيل له تونس څخه شو، په څو ورځو کې يې لمن مصر ته وغزېده، بيا بحرين  او وروستو نورو هېوادونو ته. د ځينو هېوادونو په خير تمام شول، په ځينو کې يې واحده رهبري ختمه کړه او يا يې هم د کورنۍ جګړې اور په کې بل کړ، چې اغېزې به يې کلونه- کلونه په کې پاتې وي. (دا ترخه تجربه افغانستان هم کړې ده) ځينې  بې پرې لوېديځوال خو وايي په دغو پاڅونونو کې ځينې لوى قدرتونه پراخ لاس لري، په نړۍ کې اقتصادي بحران دى او  دوى سترګې د عربو هېوادونو طبيعي منابعو ته نيولي دي، که نه د دغو دولتونو ياغيانو ته سپکې او درنې وسلې، انګېزه او نور مواد څوک ورکوي؟

 تمه خو دا وه چې په عرب هېوادونو کې به اوږدمهالي ديکتاتور نظامونه ختم، ډيموکراسي به اعاده او عادل نظامونه به واکمن شي، خو په ټولو هغو کې دا پروژه  تطبيق نه شوه. د عرب پسرلي (Arab Spring) په مسئله کې امريکا او د ناټو غړي هېوادونه هم په يوه دريځ کې پاتې نه شول.  د ځينو په باور په څو عرب هېوادونو کې جګړه د پخوانيو دښمنيو له مخې پيل او تقويه شوه، په ځينو نورو کې يې علته کورني مسايل وو.

 دا سمه ده چې په اکثرو عرب هېوادونو کې اوږدمهالو ديکتاتوريو خلک، مدني ټولنې، د بشري حقونو ملاتړې ادارې او نور سازمانونه پوزې ته راوستي، خو پوښتنه دلته چې په تېرو دوو درېيو کلونو کې چې دلته د دوى په اصطلاح ديکتاتور نظامونه ختم شول، ايا واقعي ډيموکراسي پلې شوه؟ خلکو ته د دوى حقونه ورسېدل؟ د دوى ملي شتمني خوندي شوه؟ د القاعده د نفوذ مخنيوى وشو؟ که د مذهبي او فرقوي لانجو مسئله يادېږي، د هغو شيعه ګانو په اړه څه نه ويل کېږي، چې په سعودي عربستان کې تر فشار لاندې دي،  بس په دې چې سعودي عربستان په پوځي لحاظ د امريکا متحد هېواد دى؟

تونس:

د ٢٠١٠م کال په ډسمبر  پر اوولسمه نېټه د تونس يوه ځوان وروسته له هغه ځان ته اور واچاوه چې د ښاروالۍ يوې ښځينه پوليسې دى په چپلاخه وواهه، بيا يې بې لايسنسه رېړۍ (ګاډۍ) او نور وسايل ضبط کړل. محمد ابو عزيزي روغ پاتې شو، خو  د پوليسو دا حرکت  په بله ورځ په تونس کې د پاڅونونو او اعتراضونو سبب شو او بالاخره د ٢٠١١م کال په جنورۍ مياشت کې د دې هېواد ديکتاتور ولسمشر زين العابدين بن علي له واک څخه ليرې شو او سعودي عربستان ته لاړ.

دى د ١٩٨٧م کال  د نومبر له اوومې راهيسې د تونس ولسمشر و. د ختيځې افريقا د دې هېواد په معاصر تاريخ کې دا يوه حيرانوونکې پېښه وه، خو دا پېښه په نورو عرب هېوادونو کې د بدلون لپاره د اواز پورته کولو سبب او الهام شوه.  د دې پاڅونونو په رهبرۍ، تنظيم او پرمخ بېولو کې ټولنيزو شبکو لکه فېسبوک، ټويټر او ځينو ټلويزيوني چينلونو لکه الجزيرې مهم رول ولوباوه. ځوانانو د سياسي بدلون، ازادۍ او ډيموکراتيکو حرکتونو لپاره اواز پورته کړ.

 تونس د بحرين، مصر، يمن، ليبيا او په ځينو نورو عرب هېوادونو کې د خلکو وړو ډلو ته د الهام سرچينه شوه، چې نن سبا يې څپو په سوريه او مصر کې لا هم لمن ټوله کړې نه ده.

د اکتوبر پر ٢٧مه په تونس کې بيا مظاهرې وشوې، ځوانانو  له دولت نه خپله نارضايتي څرګنده کړه، د کړکيو ښيښې يې ماتې کړې او نورو ملکيتونو ته يې زيان واړاوه. که د تونس وضعيت له نورو عرب هېوادونو سره، چې پاڅونونه يې تجربه کړي، پرتله شي، اوس نسبتاً په کې کراري ده.

مصر:

د تونس اعتراضونو  په لنډه موده کې د مصر لارو کوڅو ته لمن وغزوله او تر ټولو پراخې مظاهرې او اعتراضونه د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې وشول.

 ځينو دا شعار ورکاوه: بن علي! مبارک ته ووايه چې تا ته هم يوه الوتکه انتظار کوي.  اعتراض کوونکو د مصر د ولسمشر حسني مبارک د ليرې کېدو غوښتنه کوله، چې په مصر کې څلور دورې ولسمشر و او  د واکمنۍ يې دېرش کاله کېدل.

 کله چې په مصر کې اعتراضونو، مظاهرو او لاريونو حسني مبارک له واک څخه ليرې کړ، تر ډېرې مودې پورې په دې عرب هېواد کې غيريقيني وضعيت حاکم و.  واک پوځ ته پاتې و، د ګرځندويانو يا سيلانيانو تګ هم ورته کم شو او په زياتو نورو برخو کې هم مصر سخت تاوانونه وليدل.

د مې پر ٢٧مه د مصر د پلازمېنې قاهرې په تحرير ميدان کې بيا اعتراض کوونکي راغونډ شول او د ولسمشر حسني مبارک تر ليرې کېدو وروسته يې د پوځي شورا له واکمنۍ سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د نومبر پر ٢٨مه په مصر کې د انتخاباتو لومړى پړاو پيل شو.  دغه انتخابات په درېيو مرحلو کې ترسره شول، چې د جمهور رئيس او مشرانو جرګې د غړو د ټاکلو لپاره وو.

په داسې حال کې چې په مصر کې لا هم تاوتريخوالى، اعتراضونه، مظاهرې او شخړې پايته نه وې رسېدلې، د پخواني ولسمشر حسني محاکمه د اګست پر درېيمه پيل شوه. دى چې د روغتون پر کټ پروت و، محکمې ته راوستل شو. پر ځان يې ټول لګېدلي تورونه رد کړل. پر ده تور پورې دى چې له قدرت څخه يې ناوړه استفاده کړې او د اعتراضونو پر مهال د اعتراض کوونکو په وژلو کې دخيل و.

تر اوږدمهالو اعتراضونو وروسته اخوان المسلمين ګوند واک ته ورسېد، چې ورسره په غربي رسنيو کې د مصر په نوي ولسمشر  محمد مرسي پسې د (اسلامپال) تورى هم  ورغوټه شو،  له امريکا سره د مرسي اړيکو او په تېر يوه کال کې د خلکو، په خاص ډول د خپلو مخالفانو توقعاتو ته نه رسېدګي سبب شوه، چې د ده په وړاندې هم اعتراضونه وپارېږي.

حسني مبارک چې د عمري بند سزا ورته ټاکل شوې، د بيا محاکمه کېدو له بهير سره مخامخ دى، خو د قاهرې تحرير ميدان لا هم د پراخو اعتراضونو او مظاهرو په صحنې بدل شوى و. مظاهره چيانو په اساسي قانون کې ځينې تعديلات، د سياسي بنديانو خوشې کېدل او د دوى په اصطلاح له انحصار څخه د قدرت ايستل غوښتل.

د همدغو اعتراضونو په نتيجه کې ٦١ کلن محمد مرسي د جون په پاى کې له واک څخه ليرې شو او قدرت پوځ ته په لاس ورغى. نړيوال لا نه پوهېږي په مصر کې وروستى تحول کودتا وبولي که انقلاب؟

د مصر په زياتو برخو کې د محمد مرسي د پلويانو او مخالفانو مظاهرې او اعتراضونه روان دي، چې د دې هېواد اقتصاد ته يې سخت زيان اړولى او وېره کېږي چې دغه هېواد ښايي په کورنۍ جګړه واوړي او ښايي د سوريې وضعيت خپل کړي. په دې هېواد کې موقت حکومت د تشکيل په حال کې دى او نه ده معلومه چې دغه حکومت به څومړه وکړاى شي د روان بحران په حل کې مرسته وکړي.

بحرين:

(عکس:  د ٢٠١١م کال د فبرورۍ ٢٢ مه- شا و خوا يولک کسانو په ډيموکراسۍ پلوه مظاهرو کې برخه واخيسته)

بحرين هم  له پاڅونونو يا عرب پسرلي څخه په امان کې پاتې نه شو. په بحرين کې د نورو عرب هېوادونو په پرتله پاڅون  په لومړيو کې سوله ييز و.

 د ٢٠١١م کال د فبرورۍ ١٤ مه وه، چې د بحرين په پلازمېنه  مانامې کې خلک راغونډ شول او د اداري فساد، بېکارۍ او نورو ستونزو په اعتراض يې لاريون وکړ. دوى په بحرين کې له شاهي نظام سره هم خپل مخالفت څرګند کړ.

 د فبرورۍ په ٢٢ مه په مانامې ستر لاريون وشو، دوى د هغو کسانو ياد تازه کړ، چې په تېرو ورځو کې وژل شوي وو. په راپورونو کې د لاريون کوونکو شمېر تر يولک زيات ښوول شوى، چې د دې هېواد ١٢ فيصده نفوس جوړوي.

په مارچ کې د خليج د همکارۍ شورا تر ماموريت لاندې ١٢زره سعودي پوځيان دغه هېواد ته ننوتل چې د عرب اماراتو ٥٠٠ پوليس افسران يې هم ملګري شول.

  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې د مارچ پر ٢٠مه پر بحرين انتقاد وکړ، چې د روانو اعتراضونو په وړاندې يې قدرت په ناوړه توګه کارولى دى.

 لومړني زيات اعتراضونه او مظاهرې په پلازمېنې مانامې پورې متمرکزې وې.  د بحرين د پاڅون په کنټرول کې سعودي عربستان زياته ونډه واخيستله.  په بحرين کې سنيانو د اکثريت شيعه ګانو حکومت نسکور کړى او واکمني ورباندې کوي. اعتراض کوونکي د واکمنانو ليرې کېدل او برابر حقونه غواړي.

د جون  په وروستيو کې  د بحرين پوليسو په پلازمېنه مانامه کې له سني مسلمانانو سره چې په مظاهره راټول شوي وو، شخړه وکړه. د جولاى پر ٢٩مه د بحرين پاچا حماد بن عيسى د پارلماني اصلاحاتو په تصويب سره په دې هېواد کې سياسي سيسټم نور هم ډيموکراتيک کړ.

په بحرين کې د سپټمبر پر ٢٨مه د استناف يوې محکمې د حکم په صادرولو سره ٢٠ کسان په عمري بند محکوم کړل، دوى د حکومت په نسکورولو تورن شول.

راپورونه وايي چې په زرګونو کسان اوس هم بنديان دي. داسې اټکل کېږي چې اپوزيسيون ښايي کمزورى شوى وي، خو لا هم حکومت ورڅخه وېره لري.  د بحرين د دوه کلن تاوتريخوالي په نتيجه کې تر ٥٥ زيات کسان ووژل شول، خو د لوېديځ په اصطلاح ځينې فعالان بيا د وژل شويو او ټپيانو شمېر زيات ګڼي.

 په بحرين کې دا مهال د امريکا سمندري ځواکونه  پوځي اډه لري او دغه هېواد لپاره هم يو ستراتيژيک اهميت لري.  امريکا اندېښنه درلوده چې مظاهره چيان او اعتراض کوونکي يې پر اډو بريد ونه کړي. امريکا د مذهبي اقليتونو د حقونو هغه نارې چې په نورو هېوادونو کې يې وهلې په بحرين کې يې ونه وهلې. د حکومت پر زياتو ځپونکو اقداماتو يې سترګې پټې کړي او مطبوعاتو يې هم د بحرين مسايل زيات نه څېړل.

  يمن:

 په يمن کې تر څو مياشتنو اعتراضونو وروسته، تاوتريخوالي سر اوچت کړ، د يمن امنيتي ځواکونو په پلازمېنه صنعا کې پر مظاهره چيانو ډزې وکړې، څه باندې څلوېښت کسان يې ووژل. په بدل کې ولسمشر  علي عبدالله صالح اضطراري حالت اعلان کړ.

 د ٢٠١١م کال د اپرېل پر ٢٣مه د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح د فشارونو په نتيجه کې يو سند لاسليک کړ، چې له مخې يې دى بايد په درېيو ورځو کې  تقاعد وکړي.

د مې پر٢٢مه د يمن ولسمشر اعلان وکړ، چې دى به له واک څخه ليرې نه شي. دې خبرې د يمن زيات خلک په غوسه کړل او د مظاهرو سبب شوه.

د مې مياشتې په ٣٠ مه ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې د يمن په  تعز ښار کې پوليسو پنځوس کسان ووژل.  په بله ورځ په دې هېواد کې هغه اوربند چې څو ورځې مخکې ټينګ شوى و، مات شو او جنګونو بيا سر پورته کړ.

د جون پر ٣مه د يمن په پلازمېنه صنعا کې د جمهوري رياست پر ماڼۍ د توغنديو او توپونو حمله وشوه. ولسمشر علي عبدالله صالح  سخت ټپي شو، د بدن زياته برخه يې وسوځېده. دى د درملنې لپاره سعودي عربستان ته لاړ. خلکو د صالح د تګ جشنونه ونيول، خو پوځ بيا هم پر اعتراض کوونکو او مظاهره چيانو فشار ته ادامه ورکړه. په دې منځ کې په دې هېواد کې د القاعده د نفوذ او فعاليت په اړه اندېښنې پورته شوې.

 د يمن په جنوبي ولايت ابيان کې يوه جګړه وشوه، چې دېرش کسان په کې ووژل شول، ٢١ تنه يې د القاعدې پوځيان وو. د يمن په جنوبي ښار موکاله کې پر يوه زندان بريد وشو او نژدې ٤٠ بنديان ورڅخه وتښتېدل. ګومان کېږي چې په دوى ګڼ شمېر يې د القاعده غړي وو. د يمن ولسمشر ايله د جولاى پر ٧مه تر ټپي کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره راڅرګند شو پر ملي ټلويزيون يې وينا وکړه.

د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح د سپټمبر پر ٣٠مه يوځل بيا وويل چې دى به له واک څخه ليرې نه شي، تر هغو چې سيالان يې په هر ډول انتخاباتو کې د مبارزې اجازه ولري.

د يمن ولسمشر صالح د نومبر پر٢٣مه په سعودي عربستان کې يو سند لاسليک کړ، چې واک يې خپل مرستيال ته ولېږداوه. په دې توګه علي عبدالله د يمن څلورم ولسمشر و، چې د اعتراضونو په نتيجه کې استعفى کوي.  د صالح تر استعفى وروسته هم د يمن په پلازمېنه صنعا کې پراخ اعتراضونه او تاوتريخوالى روان و.

ليبيا:

 د شمالي افريقا په دې هېواد،  ليبيا کې پاڅون د ٢٠١١م کال د فبرورۍ پر ١٧ مه پيل شو. خلک لارو او کوڅو ته راووتل او د دې هېواد د واکمن معمر القذافي او د ده د رژيم پر خلاف يې د اعتراض اواز پورته کړ.  د حکومت له خوا يې په وړاندې اقدامات شديد وو.  د نړيوالو راپورونو له مخې مزدوران او بنديان هم وسلوال شول او دېته وګمارل شول، چې لارې او کوڅې له مظاهره چيانو پاکې کړي. لنډه موده تېره شوې نه وه، چې په دې هېواد کې حکومت ضد اعتراضونه په وسلوال پاڅون بدل شو، ياغيانو بنغازي ښار ونيوه، په دې وخت کې د دې هېواد مشر معمر القذافي قسم وکړ چې يا به دوى ماتوي، يا به مري.

په بنغازي کې د ياغيانو د مشرتابه شورا د ګڼو لوېديځو او عرب هېوادونو له خوا په رسميت وپېژندل شوه.  په همدې حال کې د انتقادونو يو اړخ دا و،  چې د عرب هېوادونو ټولنه يا عرب ليګ د د دغو هېوادونو رښتينى استازيتوب نه کوي، بلکې د لوېديځ د دريځ او ګټو لپاره فعاليت کوي. عرب ليګ به په وار- وار په هغو غونډو کې برخه اخيسته چې په مرسته به يې د قذافي او د ده د رژيم پرضد اقدامات وضع کېدل.

 ليبيا يو صحرايي هېواد دى، چې بېلابېلو قبايلو په کې ژوند کاوه. د معمر القذافي د واکمنۍ په وخت کې په کې د پام وړ بيارغونه شوې او قبايل يې د خپل خاص استعداد له مخې مهار کړي وو، چې د ورورولۍ ژوند سره وکړي. دوى يې پر ګډو ګټو راغونډ کړي وو.

 قذافي د ٢٠١١م کال د فبرورۍ پر ٢٢مه د ليبيا پر ملي ټلويزيون وينا وکړه، په هغې کې يې امريکا، القاعده، د ده په اصطلاح نور شيطاني قوتونه او ټول لوېديځ تورن کړل چې د ليبيا په چارو کې لاسوهنه کوي. قذافي دوى ټول له سپيانو سره تشبېه کړل.

  دا هغه ورځې چې د ليبيا ياغيانو اعلان وکړ، چې دوى د دې هېواد پر ختيځ، چې له مصر سره پوله لري، بشپړ واکمن دي.  د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ليبيا کې د اعتراضونو او مظاهرو تر پيل يوه مياشت وروسته يوه غونډه راوبلله او د ١٩٧٣يم پرېکړه ليک په پلوي يې رايه ورکړه، چې له مخې يې پر ليبيا د الوتکو پروازونه منع شول.  په دې مسئله کې د برازيل، چين، جرمني، هند او روسيې دريځ بېل و.

د ٢٠١١م کال د اپرېل پر ٣٠مه د ليبيا د پلازمېنې طرابلس پر يوه ګڼ مېشته سيمه د ناټو په هوايي بريد کې ګڼ کسان ووژل شول، چې د قذافي درې لمسيان او زوى سيف عرب قذافي هم په کې شامل و.  قذافي او پلويانو يې په وار- وار د ناټو په بمبارۍ کې د ملکيانو د وژل کېدو خبرې کولې، خو لوېديځ دا خبرې ردولې.

 د مارچ پر لومړۍ نېټه په طرابلس کې د قذافي د پلوي ځواکونو له خوا پر ګڼو سفارتونو او د ملګرو ملتونو پر دفترونو بريدونه وشول، په دې وخت کې بريتانيا، امريکا او ايټاليا د قذافي حکومت وغانده، چې د بهرنيو ډيپلوماتانو د ساتنې په برخه کې يې په خپل مسووليت کې غفلت کړى دى.

سويس بانک څو ورځې وروسته اعلان کړه، چې د ليبيا د ولسمشر قذافي شتمني يې کنګل کړه، چې ٢٦٠ مليونه يورو کېدله. بې له شکه دا قذافي ته سختم مالي ګوزار و. زياته ګټه په دې منځ کې ياغيانو وکړه،  د مې پر پنځمه په روم کې د يوې غونډې پر مهال د ليبيا د ياغيانو مالي وضعيت وڅېړل شو.  نړيوالې ټولنې ژمنه وکړه چې دوى ته به مالي پور ورکوي او د قذافي کنګل شوې شتمني به کاروي.

د مې پر ١٣مه د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير فرانسو فراتيني ادعا وکړه، چې دى استخباراتي معلومات لري او څرګندوي چې قذافي ښايي ټپي شوى وي او هڅه به کوي چې له ليبيا څخه ووځي. په دې وخت کې د ليبيا په دولتي تلويزيون کې يو ږغ خپور شو، چې قذافي په کې دغه ادعا وغندله.  د مې د ١٩مې او ٢٠مې ترمنځ شپه وه، چې د ناټو جنګي الوتکو د ليبيا اته جنګي بېړۍ ويجاړې کړې، له دغو بېړيو د راپورونو له مخې د قذافي له خوا پر ساحلي ښارونو د بريدونو لپاره استفاده کېدله.

 د مې پر ٢٢مه فرانسې اعلان وکړ، چې دوى ليبيا ته څرخي الوتکې لېږي، چې په روانه مبارزه کې برخه واخلي. تر دې ورځې پورې په ليبيا کې د ناټو بمي بريدونه ٢٣٠٠ ته رسېدلي وو، چې په کې د قذافي د ٢٠٠٠ زغروالو موټرو له جمې ٩٨ له منځه يووړل شوي، د قوماندې ٤٠ مرکزونه هم ختم شوي وو.

د مې پر ٣٠مه د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن اعلان وکړ، چې د قذافي د ترور ساحه په ختمېدو ده، قذافي نور هم  په سيمه ييز او نړيوال ډګر کې منزوي کېږي.  دا څرګندونې د زليتن تر بمبارۍ وروسته وشوې. د جون پر لومړۍ نېټه ناټو اعلان کړه چې په ليبيا کې به پوځي عمليات د سپټمبر تر لومړۍ نېټې وغزول شي. ځينو سرچينو خبر ورکړ چې په دې عملياتو کې ٧٠٠ ملکيان وژل شوي او ٤٠٠ نور ټپيان شوي دي.

د ناټو چارواکو د جون پر ١٩مه ومنله چې پر طرابلس يې د بمبارۍ پرمهال هدف خطا کړ، دوى وويل چې د جون پر ١٦ مه يې هم په غلطۍ  ياغيان په نښه کړي وو. په هاګ کې د جرمونو نړيوالې محکمې د قذافي او د هغه د زوى سيف الاسلام د نيولو حکم صادر کړ.

ګڼو  نورو اروپايي هېوادونو  هم د ليبيا د اپوزيسيون ملي شورا د ليبيا د مشروع حکومت په توګه په رسميت وپېژندله او د بېلابېلو مرستو ژمنې يې ورسره وکړې، دا په داسې حال کې و چې د قذافي حکومت ختم شوى نه و. ځينو هېوادونو خو له ياغيانو سره د تېلو د استخراج تړونونه هم لاسليک کړل.

د ليبيا مشر معمر القذافي د اکتوبر پر ٢٠مه  په سرت ښار کې د جګړې پر مهال ووژل شو.  دى په لومړيو کې ټپي و، په ويډيو کې ښکاري چې وسلوال ياغيان يې لېږدوي او نارې ورباندې وهي، دا چې دى چا او څنګه وواژه څرګنده نه ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د ده د مرګ د څرنګوالي د رسمي څېړنو غوښتنه وکړه، خو د دغو څېړنو نتايج څرګند نه شول. د قذافي ٤٢ کلنه واکمني ختمه شوه، خو په دې هېواد کې نارضايتي او ناکراري ختمه نه شوه.

د اکتوبر پر٢٢مه ناټو اعلان کړه چې پر ليبيا د الوتکو د ممنوعيت مسئله به د اکتوبر تر پايه ليرې شي.

د قذافي زوى سيف الاسلام چې ډېره موده په تېښته کې و، د نومبر پر ١٩مه  د ليبيا په جنوب لوېديځ کې ونيول شو،  دى په ليبيا کې د جګړې پر مهال ډېر فعال کس و،  په هاګ کې د جرمونو نړيوالې محکمه يې محاکمه غواړي، خو د ليبيا اوسني چارواکي ټينګار کوي، چې سيف دې په ليبيا کې دننه محاکمه شي. د ډسمبر په لومړيو کې په ليبيا کې موقت حکومت تشکيل شو.

د ٢٠١٢م کال د سپټمبر ١١مه وه، چې يوه ډله وسلوالو د ليبيا په بنغازي کې د امريکا پر سفارت بريد وکړ،  چې د دې هېواد لپاره د امريکا سفير کرسټوفر سټيفن ووژل شو. دى په لومړيو کې ټپي و، وروسته په هغه ډول ووژل شو، چې قذافي وژل شوى و.

سوريه:

د سوريې امنيتي ځواکونو د ٢٠١١م کال د مارچ پر ١٦مه د پلازمېنې دمشق په مارجه څلورلاري کې يوه سوله ييزه غونډه خوره وره کړه، شا و خوا ١٥٠ کسانو د خپلو بندي خپلوانو او دوستانو عکسونه لېږدول او د هغوى د خوشې کېدو غوښتنه يې درلوده. دا د يوې کورنۍ جګړې پيلامه وه، داسې جګړه چې کلونه- کلونه وغزېده او شدت يې وموند.

  په سوريه کې اعتراض کوونکي له ولسمشر بشارالاسد څخه غواړي چې واک پرېږدي، خو اسد ټينګار لري، چې يوشمېر بهرنۍ کړۍ هڅه کوي په سوريه کې د خپلې خوښې حکومت ټينګ کړي او ناامنيو ته لمن وهي.

 په سوريه کې تر دې مهاله پورې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شا و خوا ٧٠زره  په کې کسان وژل شوي، چې اکثره يې ملکيان دي.

د جون پر ١٧مه اورپايي ټولنې د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد د بنديزونو د سختېدو مسئله وڅېړله. د اسد پر ځينو خپلوانو هم بنديزونه لګول شوي او شتمنۍ يې کنګل شوي دي.

 په ډسمبر مياشت کې په سوريه کې د ګازو او تېلو پر نلليکو او نورو تاسيساتو بريدونه پيل شول، حکومت ورته حملې په وار- وار د تروريستانو کار بللى دى. دا مهال سوريه په يو شديده کورنۍ جګړه کې ښکېله شوې ده، په لکونو کسان ګاونډيو هېوادونو لکه، ترکيې او نورو ته کډه شوي، د دې هېواد اکثره برخې په جګړو کې ويجاړې شوي او د سوريې دولت منزوي شوى دى.

مراکش:

د مې پر ٢٩مه په مراکش کې پوليسو شا خوا ١٥٠٠٠ تنه اعتراض کوونکي چې د کازابلانکا په کوڅو کې راغونډ شوي وو، خواره واره کړل. دوى د ژوند د ښه کېدو، ډيموکراتيکو اصلاحاتو او د بېکارۍ د کمېدو غوښتنه درلوده. د دغو اعتراضونو په تور په لسګونو کسان ونيول شول. د تلفاتو په اړه راپور نه و ورکړل شوى.  له هغې راوروسته مراکش ارام دى.

 په عرب هېوادونو کې پاڅون او ټولنيزې شبکې:

سعيد لودين په يوه ليکنه کې تشرېح ورکړې چې د فېسبوک په څېر معتادوونکو پېچکاريو څو کاله دمخه لوى او لوستي ولسونه لېوني کړل، کوڅو ته راووتل او خپل حکومت يې د بدلون په نامه چپه کړل، چې حالتونه يې تر تېر بدتر سول.

انټرنټي شبکو لکه: فېسبوک، ټويټر، يوټيوب او ځينو نورو هغو په عرب پسرلي کې ډېر مهمه ونډه ادا کړه، اعتراض کوونکو به د همدغو شبکو په مرسته خپلې مظاهرې، اعتراضونه او اعتصابونه تنظيمول، بيا به يې ويډيوګانې، عکسونه او ږغونه پر همدغو شبکو خپرول او نورو رسنيو به، چې دغه پسرلى ورته د مارکېټ ښه منبع وه، دغه مواد خپرول. خو اوس هم ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، اعتراض کوونکو او مظاهره چيانو څه ترلاسه کړل او د حکومتونو ړنګېدو په دغو هېوادونو کې څه بدلون راوست؟

 په سوريه کې دغو رسنيو ته چې همېشه پر بې پرې توب او دقيقوالي ټينګار کوي، د (فعالانو) په نامه د ځينو مجهول الهويته کسانو خبرې او نقل قولونه اهميت لري، حال دا چې دا مسئله د مطبوعاتو د ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې راځي. د سوريې وضعيت که سړى له افغانستان سره پرتله کوي، نو دقيقاً ويلاى شي چې ځينو مغرضو څېرو ته د تور بزنس زمينه برابره شوې ده.  نه ده معلومه چې نور به څه کېږي؟

له ګرداب ورځپاڼې په مننې

One thought on “د عربي هېوادونو پاڅونونه: په صحنه کې څوک دي او د پردې تر شا څوک؟”

ځواب ورکول عنايت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *