محمد اصف مومند

تاند- د بلخ د ولایتي شورا یو غړی، چې عطا محمد نور یې په فساد کې په لاس لرلو او د ځان د ترور په هڅه تورن کړی و، د عطا نور د کسانو له لوري د مزارشریف په هوايي ډګر کې د پولیسو له لوري محاصره شوی دی.

راپورونه وايي، عطا محمد نور هوايي ډګر ته پولیس استولي ول چې هغه الوتکه پرېنږدي چې د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند یې له کابل څخه مزارشریف ښار ته راووست.

ښاغلي مومند مخکې ویلي و چې عطا محمد نور د ده د وژلو اراده لري ځکه چې ده یې د فساد کارنامې افشا کړي دي.

مومند کابل ته د دې لپاره تللی و چې لویې څارنوالۍ ته د عطا محمد نور د غلاوو اسناد وړاندې کړي.

ویل کېږي چې دې مسلې عطا محمد نور سخت غوسه کړی دی او اوس غواړي چې مومند ونیسي او یا ووژني.

ښاغلي مومند لویې څارنوالۍ ته ویلي چې نور نه یوازې دا چې ډېرې غلاوې کړي بلکې خپلوانو ته یې زیات غیرقانوني امتیازونه هم ورکړي دي.

اصف مومند د مزارشریف په هوايي ډګر کې، چې د نور د پلویانو په کنټرول کې دی، د پولیسو له لوري محاصره دی او ورڅخه غوښتنه شوې چې یا تسلیم شي او یا ویشتل کېږي.

پولیس د نوموړي د نیولو لپاره هیڅ دلیل نه وړاندې کوي او دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شوراګانو غړي هم قانونمي مصونیت لري.

په بلخ کې مخکښ ژورنالیست ذبیح الله احساس د دې قضیې په اړه د اصف مومند او د بلخ د والي د ویندوی منیر فرهاد څرګندونې په خپله فېسبوکپاڼه کې خپرې کړي.

مومند ویليمحمد اصف مومند: ((نه غل يم، نه قاتل يم. د بلخ والي عطامحمد نور سره سياسي اختلاف لرم، پر وړاندې مې ورته مظاهرې کړي، پريس کانفرنس مې ورکړی نو اوس مې نه پرېږدي، چې خپل ښار ته دننه شم.))

خو د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد وتايي ((حکومت له ګل الرحمان همدرد او د ولايتي شورا له وکيل محمد ابراهيم خيراندېش سره هېڅ مشکل نه لري. د ملي امنيت څارنوالۍ او اداري فساد سره د مبارزې ادارې لخوا د اصف مومند د نيولو حکم شوی دی، نو بايد امنيتي مسوولین يې ونيسي او عدلي او قضايي ارګانونه ته يې وسپاري.))

ګل الرحمان همدرد: ((له موږ سره په هوايي ډګر کې قانونی چلند ونه شوو، مومند له څارنوالۍ سره هېڅ مشکل نه لري، دی له کوم بل ځايه نه دی راغلی، له کابله مزار ته راغلی، که مجرم وای نو په کابل کې ولې نه نيول کېده.))

ښاغلي احساس همداراز لیکلي«درې واړه د هوايي ډګر دروازې ته څېرمه په مرمۍ ضد موټر کې ناست دي او شاوخوا يې پوليسو کړۍ جوړه کړې ده.»

د وروستي راپور له مخې، اصف مومند له یوې نښتې وروسته نیول شوی دی. د عطا محمد نور د کسانو په حمله کې د مومند ۲ ساتونکي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

3 thoughts on “د عطا محمد نور پلوي پولیس د ولایتي شورا یو غړی د شکایت په خاطر نیسي”
  1. که چیرته د بلخ ولايتي شورا غړي اصف مومند نظربند او یا دعطآ دزورواکو له لخوا نیول شوی وی، نو بیا اشرف غنی ته پکار ده چه دخپلی ولسمشری څخه استعفآ ورکړی

    ځکه دافغانستان ټول خلک په دیی قانع شول چه د یوه وکیل ژوند خوندی نه دی نو دنورو خلکو ژوند خو په هیڅ دی،

    دخدای په آمان

  2. WE ASKING FROM GOVERNMENT?
    ATTAMOHAMMED NOOR IS KING LIKE ELIZABETH/OR GOVERNER OF ONE PROVINCE/HOW MANY YEARS IS A PERIOD OF GOVERNER FOR WORK IN ONE LOCATION/
    PRESIDENT MUST REPLACE THIS GOVERNER FROM DUTY.
    /IF ATTORNEY GENERAL WANT ARREST MR MOHMED/MUST INTERIOR
    MINISTERY ARREST HIM NOT ATTA PRIVATE FORCE/
    INTERIOR MINISTER MUST DO ACT SOON /IF NOT MAYBE LATER BECOME MORE CASUALTY THANK YOU

ځواب ورکول Mansoor ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *