تاند- د افغانستان د علومو اکاډیمي په پښتو او دري ژبو د اریانا په نوم قاموسونه او دغه راز اریانا دایرة المعارف چاپوي.

د افغانستان د علومو اکاډیمۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ نن /شنبه/ د یوې موافقې له لاسلیکېدو وروسته د علومو اکاډیمۍ رييسې ثریا پوپل وویل چې اکاډیمي د پښتو او دري د معیاري لیکدود او املا د دودولو لپاره پر بېلابېلو قاموسونو کار کوي او دا قاموسونه به ژر د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لوري خپاره شي.

دې همداراز وویل چې د اریانا قاموسونه به له بشپړېدو وروسته نه یوازې چاپ شي بلکې د انترنیټ له لارې به هم خپاره شي.

اغلې پوپل یادونه وکړه چې د پښتو او دري ژبو د واحد لیکدود او املا لپاره هم د علومو اکاډیمۍ مټې رانغښتي دي.

دې د اریانا دایرة المعارف په اړه وویل چې دوهم پړاو یې بشپړ شوی او هڅه کوي چې دا دایرة المعارف د انترنیټ له لارې خپور کړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وویل چې د افغانستان ژبې د بهرنیو ژبو له کلتوري یرغل سره مخامخ شوي خو وزارت به یې د علومو له اکاډیمۍ سره یوځای د دغه اغېز او یرغل د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي جهاني همداراز وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د علمي، کلتوري او سیاسي موضوعاتو د خپراوي دنده لري او اکاډیمي باید په دې برخه کې رول ولوبوي.

One thought on “د علومو اکاډیمي پښتو او دري قاموسونه او دایرة المعارف خپروي”
  1. سلامونه؛
    ډیر ښه او پر ځای او وخت اقدام دی.پر انټرنیټ به یی په انتظار کې یوو.
    د دې تر څنګه که د اغیارو پردۍپالې رسنۍ چې د ملي ترمینالوژۍ سره خیانتونه کوي، کوړکوړ افغانستان کې کوي او هګئ فارسستان، پنجابستان، ا.د.ن. کې اچوي په یوهء ملي افغاني چینل سره خنثی سي ، ډیره به شه سي.په درنښت .

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi (A. T. Be.) ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *