تاند- د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې دوو غړیو په افغانستان کې د امریکا د سفیر پر ټویټري پیغام توندې نیوکې وکړې.
د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شېرین مزاري وروسته له دې په افغانستان کې د امریکا سفیر بې ارزښته خنزیر وباله چې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د پاکستان د صدراعظم عمران خان د دوشنبې د ورځې پر څرګندونو غبرګون وښود.
عمران خان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.
عمران خان د افغانستان حکومت د سولې د لارې خنډ وباله، ویې ویل«د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوې، خنډونه پېښوي.»
د عمران خان د څرګندونو په اعتراض کې افغانستان په کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر د باندنیو چارو وزارت ته احضار کړ او له اسلام اباده یې خپل سفیر شکرالله مشعل د مشورو لپاره کابل ته راوغوښت.
د امریکا سفیر د عمران خان د څرګندونو په اړه لیکلي و چې د کرکټ ځینې اصول په سیاست کې کار کوي او ځینې یې نه کوي.
ده همداراز ویلي له عمران خان څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په بهیر او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
د پاکستان د مالیې وزیر اسد منیر هم د امریکا د سفیر د ټویټ ځواب ویلی او د کرکټ لوبې په اړه یې د جان بس پوهه چلینج کړې ده.
ده لیکلي«ستا له ټویټه ښکاري چې نه په کرکټ پوهېږې او نه په سیاست. په اوسني حساس پړاو کې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره هیله ده چې امریکا دیپلوماتیک مهارت ښه کړي څو دا نازکه مسله پر مخ بوځي.»
د پاکستان د بشري حقونو وزیرې مېرمن مزاري د سفیر ښاغلي بس څرګندونې د خلیلزاد په سبک د ټرمپ یوه بله نیمګړتیا بلله ده. دې جان بس یو کوچنی (بې ارزښته) خنزیر بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد یو وار بیا سیمې ته راروان دی او غواړي چې د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترڅنګ په قطر کې له طالبانو سره د سولې بل پړاو خبرو ته کښېني.
نوازشریف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.
لطفآ متن اصلاح کړی د نواز شریف په عوض عمران ولیکی
فکر کوم چې دا سوله په داسې کړنو نه راځی نو دولت ته پکارده چې یو څه زیاته بودیجه ورته ځانګړې کړی او له خپلو شتو امکاناتو ته په کتو یو د طالب پرضد عمومی په ټول افغانستان کې عمومی عملیات پیل کړی تر هرځای کې وی ووژل شی.
ښاغلی فاروق فردا نن د تاند په ویب پاڼه کی څه ښه ویلی دی
ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده
کاشکی هغه طالیب چه زما او ستا ولسونه وژنی د هغوی دپیسو او قوماندی سرچینه وچه او ړنده شی، دهغوی ستراتیژیک اهداف، پلانونه او بشر وژنه ختمه شی.