تاند- د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو په یوه خوله پرېکړه وکړه چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد د پوځ د عملیاتو ملاتړ کوي او که پوځ عملیات وکړل نو ترڅنګ به یې ودرېږي.
تر واک ته رسېدا مخکې تحریک انصاف د طالبانو پر ضد د هرراز عملیاتو او د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو سخت مخالف و.
پاکستاني رسنۍ وايي، تحریک انصاف په عین حال کې له طالبانو غوښتي چې بې قید و شرطه اوربند وکړي.
تحریک انصاف د پاکستان پوځ او استخباراتو ته نژدې ګڼل کېږي او باور کېږي چې د پوځ او استخباراتو د ملاتړ په نتیجه کې د پاکستان په پارلمان کې د دوهم ستر ګوند په توګه راڅرګند شو.
له بلې خوا د جماعت اسلامي ګوند صوبايي مشر مولانا منور حسن د پاکستان د تجزیه کېدو خبرداری ورکړ چې که پوځ پر شمالي وزیرستان عملیات وکړل یو بل بنګله دېش به جوړ شي.
مولانا یوسف شاه هم وویل چې جګړه د ستونزې د غوڅولو لار نه ده بلکې ستونزې لا زیاتوي.
ده وویل چې له طالبانو او د هغوی له مرکزي شورا سره تماسونه نیول شوي او د وروستیو انکشافاتو راپور د مولانا سمیع الحق په لاس طالبانو ته رسول شوی دی. ده وویل چې د طالبانو د مشرتابه شورا به ژر په دې موضوع غونډه جوړه کړي.
Mog kho de speeno panjabyano ( koz pashtana) ta dere nare sore wawahale che Imran khan de ISI jasos da kho doy zmog po chigho ( naaro) hech ghwagh ham wana garawalo
Balke de speeno panjabyano sandargharo imran khan imran khan sandare wayale …. no os de imran khan ta teeng shi……………..