د تنقید د درې بنیادي ستون وروسته مې بهتره وبلله چې درې هغه بنیادي رویې به یې هم یادې کړم پر کوم چې د عملي تنقید د جواز او منطق د تیورۍ بنیاد ولاړ دی. هره تحریري پنځونه چې د یو نقاد د کوټلي تنقید تر مطالعې تیریږي نو دغه نقاد باید د تنقید د یو شمیر نورو تیوریکو خواوو تر څنګ د تنقید همدغه درې بینادي جوازونه هم ولري . که نه د تنقید حثیت او افادیت یې تر سوال لاندې راځي، دغه درې بینادي رویې چې د تنقید جواز جوړوي د تنقید د کوم ډول یا د نظري تنقید مشخص څه نه یې بلکې د هر ډول عملي تنقید په جریان کې بنیادي اهمیت او منطقي جوړښت رامنځته کوی ځکه د تنقید لومړی جریان عملي تنقید او دوهم یې نظري تنقید دی، چې دلته یې یوازې د علمي تنقید په جواز خبرې کوو نه د نظري تنقید چې بحث یې خورا اوږد دی.
یو، د یوې پنځونې هغه ټول لازم هیتي اجزا یې فني اصول بللی شي چې له جوړښته یې د پنځونې هیېت رامنځته کیږي چې دلته یې د فني اړخ په توګه یادو د عملي تنقید لومړی عمل د یوې پنځونې د فني اړخ جاج او ارزونه ده چې د ادبي تخلیق تر څنګ به د ژانر اړوند هیت ګوري چې د ژانر د هیېت قواعد او فني اړخونه او اصول یې په اړه څومره برابر دي یعنې که یو نقاد د یوه ازاد نظم جاج اخلي نو دی باید اول د نظم د هغو ټولو هیېتي ډولونو تر څنګ د ازاد نظم په بنیادي فني تیوري خبروي چې که ازاد نظم قافیه او ردیف نلري نو اهنګ ( وزن ) او موضوعي تسلسل یې داسې څه دي چې د ازاد نظم د هیېت بنیادي اړتیا پامیږي. یا که پریوه غزل نقد کیږي نو د دې کتل به په فني حواله دا وي چې د بیتونو د مصرو انډول تر څنګ د سیلابونو د اړخ سره سیره د قافیې او ردیف کارونه یې د غزل د هیېت سره څومره سمون لري او همدا رنګه په همدې فني اړخ کې په کیفې خواو یې کره کتنه هغه څه دي چې عملي تنقید یې باید په اوله مرحله کې ترسره کړي.
دوه، د عملي تنقید دویم اړخ دا دی چې یوه پنځونه له فني ارزونې ورسته په لساني اړخ وارزولی شي. که څه هم په پنځونه کې د ژبې د کارونې مسله دوه خواوې لري چې یو یې په تخلیقي حواله د لفظ له معنا سره خپل نقش تر سره کوي او بل یې د فني ضرورت لمخې په یوه پنځونه کې د ریاضت په تر سره کولو سره پنځونې ته ښکلا او ښایست بخښي خو د عملي تنقید په مورد کې مونږ د پنځونې د یو شمیر نورو لساني خواوو په ارزښت او اهمیت هم جاج اخستلی شو چې څرنګه یوه پنځونه د ژبې له رویه په وجود کې راغلې ده ؟ د دې پنځونې د ژبې د کارونې اصول څه دي؟ او یا هم د ژبې د عمومي ساخت لمخې یو پنځونکی په پنځونه کې د کوم ډول سبک تمایل سره مخ ده او حتی دا کتل هم پکار دي چې ( لږ و ډیر ) ګرامر یې د تخلیقي ژبې په تشکیل کې څومره نقش لري چې دا ډول ارزونه په کلي ډول په یوه پنځونه کې د ژبې د سمې کارونې تر څنګ په پنځونه کې د ژبې د لفظونو او معناوو هغه حسین امتزاج ارزوي، کوم چې د پنځونې بنیادي مقصد او مرام وي.
درې، دریم ګام د عملي تنقید د پنځونې موضوعي یا فکري مواد دي چې نقاد باید خامخه د فني او لساني ارزونې ورسته د پنځونې موضوعي اړخ وڅیړي فکر یا مضمون د پنځونې هغه څه دي چې سره د ذوقي تصوراتو او خیالاتو هم د پنځونې بنیادي مقصد بللی شي. څومره چې په یوه پنځونه کې فني اړخونه مهم دي همدومره یې فکري او موضوعي مواد هم د پام وړ ګنلی شي، یو نقاد د عملي تنقید په مورد کې باید د موادو د ښو او بدو د تعیین تر څنګ پر فکري او نظریاتي اړخونو هم خبرې او ارزونې ولري. دا چې د ښو او بدو په تعیین کې نقاد له کومو فکري او نظري تحلیلونو لمخې قضاوت کوي دا بیا جلا بحث دی خو د یوې پنځونې د نقد پرمهال فکري او موضوعي ارزونه خورا مهمه ده.
د عملي تنقید دا درې رویې چې دلته بلاترتیب وړاندې ورسته ذکر شوې هم د تنقید د کار او عمل جواز په ګوته کوي او هم د عملي تنقید د بنیادي منصب اهمیت او افادیت څرګندوي چې لمخې یې د ادب او تنقید تر منځ هغه مهمه رشته چې تنقید د ادب لپاره د ساه هرمره ارزښت لري. افاده کوي.
هغه تنقید چې دا درې جوازه ونلري تنقید خو به وي مګر کوټلی تنقید یې ځکه هم شاید ونه بولو چې هر څه باید د یو منطق په اساس خپل جواز ومومي کنه بې له جوازه هر او هیڅ عمل حتی د تامل وړ هم نه دی، د عملي تنقید لپاره دا درې جوازونه بنیادی حثیت لري چې باید هر نقاد یې د خپل عملي تنقیدپه رویه کې نظرانداز نه کړي.
ښه به داوه چې پخبلې پښتو ژبه کې یې یوه ادبي ټو ټه، نظم، لنډه کیسه یا بله لیګنه راوړړې وای . په هغې یې همدا درې شرطونه کام پر ګام عملې تطبیق کړي وای چې څه کوچ ترې ختل. که دا ترجمه وي نو د مقالې او لیکوال نومونه یاد کړي وای. په مو جوده شکل یې الفاظ ښکلي دي، خو د لو ستونکي سر نه خلا صوي.