تاند- د پاکستان ډان ورځپاڼه د دغه هیواد د هویت د ثبت د ادارې د چارواکو له قوله وايي چې د نشنل جیوګرافیک له لارې نړیوالو ته پېژندل شوې افغان نجلۍ شربت بي بي ته پاکستاني پېژندپاڼه یا تذکره صادره شوې ده.

په ۱۹۸۴ میلادي کال د نشنل جیوګرافیک عکاس ستیف مککري د پېښور ښار په څنډه کې د ناصر باغ د افغان کډوالو په 1یوه کمپ کې د شربت بي بي عکس اخیستی و. دغه عکس، په ځانګړي ډول د شربت بي بي د تېزو او رڼو سترګو په خاطر د عکاسۍ په تاریخ کې دومره شهرت ترلاسه کړ لکه څومره چې په انځورګرۍ کې د مونالیزا انځور ترلاسه کړی دی.

د پېښور په حیات اباد کې د پاکستان د پېژندپاڼو او هویت دفتر ډان ورځپاڼې ته ویلي چې جګپوړو چارواکو په یوه ورځ ۴۶ کلنې شربت بي بي، چې د رحمت ګل ماندینه ده، او د هغوی دوو زامنو روف خان او ولي خان ته د اصولو او مقرراتو خلاف تذکرې (شناختي کارډونه) ورکړي دي.

د پاکستان له قوانینو سره سم افغانان د تابعیت د یوې خاصې پروسې له کچ کولو پرته پاکستانۍ پېژندپاڼه نه شي ترلاسه کولی.

خو عملاً په لسګونو زرو، او یا ښايي په لکونو افغانانو په غیر قانوني ډول، یعني بې له دې چې د تابعیت اخیستلو پروسه کچ کړي، پاکستاني شناختي کارتونه د پیسو (بډو) په بدل کې اخیستي څو په پاکستان کې د پولیسو له لوري ونه ځورول شي او یا د دغه هیواد په هر ځای کې کار وکړای شي. ځینو نورو بیا د دې لپاره پاکستاني شناختي کارتونه اخیستي چې د عربي هیوادونو د کار وېزه ترلاسه کړي.

شربت بي بي اوس
شربت بي بي اوس

شربت بي بي وروسته له دې نړیوالو وپېژندله چې په ۱۹۸۵ میلادي کال یې عکس د نشنل جیوګرافیک مجلې پر پښتۍ چاپ شو. هماغه وخت شربت بي بي ۱۲ کلنه وه او عکس یې د لیوناردو داوینچي (Leonardo Da Vinci) له مونالیزا (Mona Lisa) سره تشبه شو.

نشنل جیوګرافیک د شربت بي بي د ژوند په اړه «د افغان جنګ مونالیزا» په نوم یو مستند فلم هم جوړ کړ.

شربت بي بي ډېر کلونه بې درکه وه او چا یې په اړه معلومات نه لرل خو په ۲۰۰۲ میلادي کال د نشنل جیوګرافیک عکاس بیا وموندله او د هغې یو مخ متفاوت عکس یې پر خپله مجله چاپ کړ.

د شربت بي بي زامن
د شربت بي بي زامن

ډان ورځپاڼه وايي چې شربت بي بي اوس د پېښور ښار په زړه نوتیه (نوتهیه قدیم) سیمه کې اوسي.

ورځپاڼه وايي چې شربت بي بي ته په غیرقانوني ډول د پاکستاني تذکرې د ورکولو په اړه د څېړنې امر شوی دی.

3 thoughts on “د عکاسۍ د تاریخ تر ټولو مشهورې څېرې شربت بي بي ته پاکستاني تذکره ورکړای شوې”
  1. که ما دومره واک او یا اقتصادی توان درلودای نو ما به آغلی شربت بی بی ته د کابل ښار په یوه برخه کی یو ښکلی کور جوړ کړی و او دا به زمونږ د اتلو مبارزینو د جهاد سمبول په لقب نومولی وه او افتخاری معاش او د ژوندانه نور ضروریات به ورته برابر کړی و، تر څو راتلونکی نسلونه زمونږ د خلکو او ولس د تیرشوی تاریخ د تل پاته کیدو په باب له واقعی اتلانو سره آشنا شوی وای

  2. دا یو زوی خو یې دې ته ورته ښکاري خو د طالبانو په وخت کې که د کرزي په اوایلو کې چې د دې د بیا پیدا کېدلو په هکله خبرونه خپاره شول ویل کیدل چې دا یوازې دوه که درې لوڼه لري، ما یې تر اوسه د زامنو نه وو اورېدلي.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *