غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ کال کی د افغانستان خپلواکې واخیسته د امان الله خان لمړنۍ کار په هیواد کی اصلاحات راوستل وه چه اقتصادی اصلاحات او فعالیتونه په لاندی ډول دي
غازي امان الله خان په ۱۳۱۷ کال کی د ملې اقتصاد په نامه وزارت پرانیست چه بیا دغه یاد وزارت نوم د وخت په تیریدو سره د اقتصاد وزارت په نوم بدل شو. غازی امان الله خان په ۱۳۱۷ کال کی د هیواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره مختلفی اداری رامنځ ته کړي لکه د ترانسپورت ملې اداره، د لاسي صنایعو با صلاحیته اداره د زراعت او صنعت باصلاحیته اداري. غازي امان الله خان په ۱۹۲۲ کال کی د صنایعو د هڅولو قانون تصویب کړ چي د یاد قانون په تصویب کولو سره د هیواد صنعت ډیر پرمختګ وکړ په دغه وخت کی په هیواد دننه کی یو شمیر کارخونی رامنځ ته شوی لکه د اوسپني ویلی کولو کارخونه د ټوپک جوړولو کارخونه، صابون، غوړیو، د ډبرو سکرو کارخوني، د سیمنټو کارخونه، د ډبرو او نورو کانونو قراردادونه د داخلی او باندنیو شرکتونو سره ښار ته د اوبو رسولو سیستم پرانیسته د موټر جوړولو کارخونی او داسی نور. غازي امان الله خان د کندهار، کابل او جلال اباد د بریښنا د تولید ستري او کوچنې کار خونی پرانیستلی. غازي امان الله خان په ۱۳۰۷ کال کی لویي جرګی ته اعلان وکړ دولت په پام کی لری چه د طیارو او د بارودو کارخوني جوړي کړي په همدغه وخت کی افغانستان د اوسپني پټلي د غزولو قرارداد د دوو الماني او فرانسوي شرکتونو سره لاسلیک کړ چي د شمال څخه تر جنوب پوري به د اوسپني پټلي غزوي. ولایتونه او مرکزونه د تلګراف او تیلفوني لاینونو په واسطه ونښلول شول په پغمان، ننګرهار، او کندهار کی د بریښنا استیشنونه د کار لاندی ونیول شول. په کندهار، هرات، مزارشریف، او کابل کی د موټر جوړولو کارخونه د پرزه جاتو، صابون، عطر، ترکاڼي، یخ جوړولو، پنبي، او د غوړیو کارخوني جوړي شوي . د غازي او سراج غزني د اوبو بندونه جوړ شول د بدخشان لاجورد ډبرو سکرو کانونه د کار لاندي ونیول شول د دولتي مامورینو لباس کی د هیواد جوړي شوی دکمي لګول جبري شول. د غازي امان الله خان په وخت کی مرکزی بانک جوړ شو او تر څنګ یی لمړنۍ بانکنوټونه چاپ شول. د غازي امان الله خان په وخت کې د وریښمو تجارتی لاری ته پراختیا ورکړل شوه. غازي امان اله خان په خپل وخت کې د هیواد ترانسپورتي سیستم ته توجوع واړوله. په هغه وخت کې ترانسپورتي سیستم د حیواناتو په واسطه پرمخ وړل کیده. د ترانسپورت په سیستم کې د اوخ، فیل او قچری څخه ډیره ګټه پورته کیدله. د غازي امان اله خان په وخت کې د اور ګاډې لمړنی پټلي پرانیستل شوه چې دغه دری یاد اورګاډی د جرمنی هیواد کې د هیند د کمپنی څخه واخیستل شول چې د کابل د ښار د دهمزنګ د فابریکی او د پغمان د نوی ښارګوټي د اوه کیلومیترو واټن ترمنځ په فعالیت شروع وکړ. همدارنګه غازي امان الله خان په هیواد دننه د لویو ښارونو ترمنځ ملکي هوائي ډګرونه پرانیستل او همدارنګه د باندنیو هیوادونو سره د هوائي چلند اړیکي ټینګی کړی لکه ترکیه، روسیه، هند او ایران سره
په پای کی ټولو هیوادوالو ته د خپلواکۍ د ورځی مبارکي وایم
خدای دی اوس بیا افغانانوته قوت اویووالی په برخه کری تر هغه چی خپل وطن آباد اوسمسور کری دا هم دامیر امان الله خان ، احمدشاه بابا ، اومیرویس خان هوتک بچیان دی اوددوی په رگو کشی دیوه افغان وینی جریان لری