راټولونکی امیرشاه یاد
کله چې سقاو د انګریزي چپاولګرو په ملاتړ کابل ته راغی او د غازي امان الله خان پر وړاندې یې بغاوت پیل کړ نو غازي صیب دومره کمزوری او بې غیرته هم نه و چې هیواد دې سقاو ته وسپاري یوازې ددې له خاطره یې هیواد پرېښود چې د هیوادوالو د وینې مخنیوی وشي.
خو کوم خیانت چې سقاو د افغانستان او خلکو سره یې وکړ هغه به نه یادوم خو اوس یوازې د غازي صیب خاطرې وایم چې د هیواد سره یې څومره مینه وه.
 .د غازي صیب د کاکا زوی غازي صیب ته وویل، چې خپله یوه خاطره راته بیان کړه،  هغه ورته وویل زه خو ډېرې خاطرې لرم کومه یوه مې درته ووایم؟ بهرنۍ که په کور دننه
هغه ورته وویل له دواړو نه راته یوه یوه واوروه
غازي صیب وویل غوږ شه!
په کور دننه مې یوه خاطره دا ده، چې کله کندهار ته تللم له خپلې مېرمنې ثریا سره یو ځای روان وم پوځ ته مې وویل، چې ما ځانله پرېږدئ پوځ له لرې څارلم
کندهار ته ورسېدو د یو کور دروزه مې ټک ټک کړه
یو سړی راووت ورته ومې ویل موږ مسافر یو سړي وویل: که مسافر یاست راځۍ جومات ته مو بوزم، ورته ومې ویل ماسره خو مېرمن  هم ده، بیا یې کور ته دننه کړو په یوه کچه کوټه کې مو شپه سبا کړه خو خلک په دې شکمن و چې دوی څوک دي پر سبا مو حکومتي پوځیان راپسې راورسېدل د کور د خلکو سره مو خدای پاماني کوله هغوی چې پوه شول چې دا خو دهیواد باچا دی خدای پاماني یې رسره نه کوله ویل یې، چې مو خو درته د ميلمه پالنې شپه درکړه اوس به راسره غرمې ته پاتې کېږئ، اخیر مو ورسره غرمه هم تېره کړه
ویل یې دا هغه شپه وه چې ما په ټول ژوند کې دومره ارامه شپه نه وه تېره کړې
له هیواده بهر
یو وخت غازي صیب په ایټالیا کې په یو ځنګل کې سفر کولو
چې ګوري یو کس ته په ځنګل کې موټر خراب شوی
غازي صیب ورنیږدې شو پوښتنه یې وکړه موټر دې خراب شوی؟ سړي ورته وویل: هو! غازي صیب ورته وویل زه یې جوړلی شم موټر یې ورته جوړ کړ، بیا یې ورته وویل موټر دې چلان کړه او روان شه زه به درپسې شاته درځم که چېرې بیا خراب شي نو زه به درسره مرسته وکړم،
له لږ مزل نه روسته یې موټر بیا خرابیږي خو غازي صیب چې هر څه کوښښونه ورباندې وکړل جوړ نه شو،
ځان سره یې خپل موټر ته پورته کړ، پوښتنه یې ترې وکړه څوک یې؟ سړي ورته په ځواب کې وویل چې انګریز یم
نو څنګه چې غازي صیب قسم کړی و چې زه به د انکریز سره پر یوه لاره نه ځم، نو اوس د خپل قسم له خاطره ورسره څه وکړي که یې له موټر نه کوزوي پښتونولۍ ته یې زیان رسیږي او که ورسره ځي نو قسم یې خرابیږي،
وویل:  دا زما موټر هم ته واخله زه نه ځم
سړی پوه شو پخپله له موټر نه کوز شو.
تاریخ په بل ځای کې وایي!
کله چې امان الله خان په روم کې و په یو واده کې ورته بلنه ورکړل شوې وه،  د ډوډۍ خولو پر مهال د غازي صیب د میز تر شا دوه پېغلې ناستې وې، یوې له بلې پوښتنه وکړه دا ښایسته ځوان پېژنې؟  هغې نه پیژنده
ورته یې وویل دا هغه نومیالی ځوان دی، چې له انګریزي امپراتورۍ نه یې افغانستان ازاد کړ
خو افسوس! چې اوس په خپل هیواد کې د شپې ځای هم نه لري.
 ویل کیږي کله چې غازي امان الله خان هیواد پرېښوده  له ځان سره یې  په کڅوړه کې د ګران هیواد خاوره  ایټالیا ته یوړه کله چې به یې هیواد وریادېده له همدغې یو موټې خاورو سره به یې لوبې کولې د مالوچو د نرم بالخت پر ځای به یې همدغه د خاورو کڅوړه سر ته کېښوده او پرې ودېده به.
په تاریخ کې د یوه ایراني لیکوال په حواله لیکل شوي، چې کله زه ایټالیا ته لاړم نو رایاده شوه،  دلته خو یو وخت د افغانستان هغه باچا وسېده کله چې له هیواده وته نو د ایران پر لاره یې ډېر درناوی کېده . لیکوال وایې کله چې کورته ورغلم ډېر درناوی یې راته وکړ پوښتنه مې ترې وکړه، په ایټالیا کې خوشاله یې؟  ويې ویل د خپل وطن ګدایي ددې ځای په باچاهۍ نه ورکوم.
امیرشاه یاد
One thought on “د غازي شاه امان الله خان څو خاطرې ”
  1. سلام
    دغازی امان الله خا ن اصلاحات د جا پان نه که مخکې نه وه شاته هم نه وه . حاپان او افغانستان د حبلواکۍ همزولی دی سل کله یو عمر دی راځی چې په دې اړه جا با ن وڅېړو
    د پرمخ تللو هېوادونو پرمختګ دغریبو هېوادونو د پرمختګ په قیمت رامنځ ته کیږی جا پان هغه صنعتی هېواد دی چې ازاد او خپلواک مارکېت لری. په نړۍ کې د تکنالوژد پرمختګ په خاطر دوهم مقام لری جاپان له امریکا اوچین وروسته په اقتصاد کې دریم هېوا د دی جا پان د جی سیون غړیتوب لری. د جاپان اصلی صادرات الیکترونیکی وسایل ،نساجی ،فولاد او هرډول ګاډ ی دی جا بان ۹ ځلی له هندوستان نه وړوکی دی.جاپان له دریمې ڼړۍ هېوادونه وځی د لومړی کتار هېوادونو کې ولاړ دی موږ چېرې یو؟ ستا خاطرو کې لو ي مطلب پروت دی

ځواب ورکول ع.شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *