د غازي امان الله خان مزار

تاند- د هیواد د ملي اتل او له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کوونکي غازي امان الله خان مقبره په اساسي ډول جوړېږي.

په دې هدف تتګرهار ته د ښارجوړونې د مرستیال وزیر په مشرۍ تللي پلاوي نن /پنجشنبه/ د زیارت سروې پیل کړه.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې د ننګرهار د والي په وړاندیز او د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د اعلحضرت امان الله خان د زیارت د بیارغونې لپاره یو پلاوی ګومارل شوی دی.

د ښاغلي حوږیاڼي په وینا د دې پلاوي مشر د ښارجوړونې مرستیال وزیر امرالدین سالک نن /پنجشنبه/ ننګرهار ته ورسېد او د موضوع په اړه یې د ننګرهار له والي سلیم کندوزي سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي سالک وویل چې د ولسمشر په لارښوونه یې د بېلابېلو ادارو له استازو سره په ګډه ننګرهار ته سفر کړی څو په لومړي پړاو کې د غازي امان الله خان د زیارت د جوړېدو تخنیکي سروې وکړي. بیا به د مزار ډیزاینونه جوړ شي.

ده زیاته کړه، له سروې او د ډیزاین له تصویبه وروسته به د مزار لپاره بودجه ځانګړې او د مزار عملي کار پیل شي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي ننګرهار ته د غازي امان الله خان د مزار د بیارغولو لپاره د پلاوي پر ورتګ خوښي ښکاره کړه، ویې ویل:« په اساسي ډول د هېواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله د مزار د جوړېدو په موخه مې جمهور رئیس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او همدا راز د کابینې په غونډه کې وړاندیزونه ت کړي دي .»

ښاغلي کندوزي وویل چې په جلال اباد کې د سراج العمارت او امیرشهید دوه تاریخي بڼونه ځانګړی ارزښت لري.

پلاوي له والي سره له خبرو وروسته د زیارت سروې پیل کړه.

تمه ده چې د افغانستان د خپلواکۍ د سرلاري مزار ته به داسي ډیزاین جوړ شي چې د دغه زیارت د تاریخي ارزښتونو د ساتنې په څنګ کې به د هیواد د دغه ملي اتل له شان سره مناسب وي.

3 thoughts on “د غازې امان الله خان زیارت په اساسي ډول بیارغول کېږي”
  1. دغازي باچاامان الله خان دقبردبیارغونې په اړه دننګرهاردمحترم والي دښه نیت درناوی کوم،خوپه دې باره کې زه هم یووړاندیزلرم. پیشنهادمې دادی چې دافغانستان دازادۍ ددې اتل تابوت دې کابل ته ولیږدول شي اودمرنجان په تپه کې دې خاوروته وسپارل شي. یوه له برم اوعظمت نه ډکه او لوړه روضه دې پې جوړه شي.هم به دټول هیوادولسونه زیارت ته په اسانۍورځي اوهم به بهرني میلمانه ورله کتنه کوي.اولادجینکودنوي پوهنتون محصلینې به چې دهمدې تپې په سرجوړیږي هرسهارورته یوه یوه دګلونوغونچه هم راوړي.که څوک ووایي چې ډیروخت پې تیرشوې دی نودسیدجمال الدین افغان په تابوت هم بهر ډیروخت تیرشوی ؤ.د ترکیې دولت هم په همدااوس اوس وخت کې دخپل مشهورشخص تابوت له سوریې نه ترکیې ته ولیږداوه.هیله ده چې دارګ دفرهنګي چارومقامات اونوراړونده چارواکي به په دې اکله ژورپیکر(فکر)وکړي.په درناوي.. .

  2. په اول سر کی هغه دوه تعمیرونه چه د زیارت په خواکی جوږ شوی دی هغه ونړوۍ . د ټول وطن د ازادی ستر غازی ګټونکی قبر له غاصیبینو خلاص کری بیا وروسته مزارونه جوروی

  3. که چیرې د زیارت ترڅنګ په یوه برخه کې د غازي صیب او د وطن په لاره کې د نورو قرباني شوو واقعي غازیانو او سرتیرو(شهیدانو) اړوند اثارو لکه د سترتیرو د جنګ او د ښځو، سپن ګیرو او ماشومانو د حالاتو انځورونکي هنري لوېې تابلوګانې، ددوې نمونوي یونیفورم، د هغوې اړوند لاسي شیان، غازي صیب ته د باندنیو هیوادونو شاهانو او حاکمانو لخوا لیږل شوې ډالۍ، زغرې، تورې، ډالونه، هغه اوږده تاریخي توپک(که څه هم چې ډیره برخه یې په ناچیزه بیه د انګلیسانو لخوا بیرته له هیواده وباسل شوه او په ځینو نورو تر اوسه د چرګو ګوډخې پټې دي) او حتی د تاریخي واقعاتو په بنا که هغه تیرو او اوسنیو جنګونو، ناخوالو او دردونکو صحنو ژوندې تیاتري ډوله شوګانې وړاندې شي نو پدې ډول به هم تیر تاریخي اثار خوندي شوي وي، هم به یو څه تووریستي عایدات ترلاسه شوي وي، او تر ټولو مهم به خلکو ته ددې بدترین حالت څخه د خلاصون په خاطر د عصر سره مطابق مبارزې انګیزه ورکړل شوي وي.
    یادونه: د ترکیی په انقره کې د غازي مصطفی کمال اتاترک د زیارت؛ انت کبیر، طرحه که ورته له نظره تیره شي نو کار به ډير اساس ترسره شوی وي.

ځواب ورکول Rafiullah Qallander ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *