تاند- د غزني د مُقر ولسوالۍ اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ یو وار بیا مظاهره وکړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې مُقر دې ولایت شي.

د مُقر اوسېدونکو دا مظاهره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو په قول په راپورونو کې وویل شول چې د افغانستان حکومت غواړي چې ۷ نوي ولایتونه تاسیس کړي.

افغانستان اوس ۳۴ ولایتونه لري.

د افغانستان له سیمه ییزو اورګانونو څخه د درز شویو معلوماتو له مخې، دې ادارې وړاندیز کړی چې په هرات کې دې دوه نوي ولایتونه (شینډنډ او اسلام کلا)، په غور کې (تیوره)، په ننګرهار کې (شینوار) په غزني کې (جاغوري)، په بدخشان کې (پامیر) او په فاریاب کې (اندخوۍ) ولایتونه جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم ډېر خلک پر ولایت د پنجشېر او دایکنډي پر بدلېدو انتقاد لري او دا دواړه ولایتونه د حامد کرزي له لوري پنجشېریانو او هزاره ګانو ته د امتیاز ورکولو په خاطر بولي.

د ځینو راپورونو له مخې نه په پنجشېر کې او نه په دایکنډي کې د یوې لویې ولسوالۍ هومره نفوس اوسي.

له همدې کبله د مُقر د خلکو اعتراض بې ځایه نه ښکاری.

دوی د کابل – کندهار لویه لار بنده کړه او ویې ویل چې مرکزي حکومت له اوږدې مودې راهیسې د دوی غوښتنې ته پام نه کوي.

مُقروالو خبرداری ورکړ چې که حکومت د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه، اعتراضونو ته به دوام ورکوي او څوک به پرېنږدي چې پر کابل – کندهار لویې لارې تګ راتګ وکړي.

په همدې حال کې د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکو د یوه بل ولایت غوښتنه کوي.

سره له دې چې د ننګرهار د شینوارو د څو ولسوالیو اوسېدونکي د جلا ولایت غوښتونکي دي خو یو شمېر نور ننګرهاریان فکر کوي چې که څو ولسوالۍ ورڅخه جلا شي، د دې ولایت اهمیت به کم شي.

ننګرهار له کابل وروسته د افغانستان تر ټولو ګڼ نفوسه ولایت دی.

د هرات په اړه هم ویل کېږي چې که شینډنډ، چې څو ولسوالۍ دي، او اسلام کلا ورڅخه جلا شي، نو ایا بیا به هم لومړی درجه ولایت وي؟

2 thoughts on “د غزني د مُقر اوسېدونکي هم د ولایت غوښتنه کوي”
  1. موږ له تاسو سره ولاړ یو ، دا ستاسو حق دی ، که د ارزګان یوه کوچني ولسوالی ولایت کيدای سي د غزني قره باغ ولي نه سي ولایت کيدای ، هلمند ولایت چي تر ټول غټ ولایت او باید په ۳ يا ۲ ولایتونو باندې وویشل سي ، تر څو امنيت او پر مختګ رامنځته سي ، خپل فارياب کوچني ولایت دی نو که بل ولایت هم تري جوړ کړې نه څه پاته سي ، له بده مرغه پښتانه يو موټي ندي همدا لامل دی چي موږ هيڅ نوی ولایت نلرو ، کندهار ، هلمند ، فراه غټ ولایتونه دي د امنيت په خاطر دي پر دوو ولایتونو وویشل سي

  2. په هر حال سره د مقر او شینډنډ او هلمند اوسېدونکي حق په جانب دي چې د ولایت د جوړېدو غوښتنه وکړي.
    ولایت باید د خلکو اقتدار او حاکمیت په سیمه کې تمثیل کړي ، نه د قومونو او سیاست والو شخصې غوښتنې.
    که مونږ مخکې پدې سیمو کې ولایتونه درلودلاي ولې به د دغو سیمو خلک له نا امنیو سره مخامخ کېدل. تاسو ولیدل چې د افغانستان دښمنانو د شینډنډ او د غزني ولایت پښتون مېشتي خلک د ولسې جرګې له انتخاباتو نه محروم کړل. د افغانستان پدې وروستیو څلوېښت کلنو کې د جګړو له امله ترټولو زیات تلفات همدغو سیمو ورکړي دي، بنا د وخت تقاضا ، امنیتي ، اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز حقایق دا ایجابوي چې هلته ولایتونه تاسیس کړل شي او دا به په سیمه کې پرامنیت او د خلکو پر اقتصادی پرمختګ خورا مثبت تاثیر وکړي.
    زمونږ مشران باید دغو مسایلو ته توجه وکړي چې ولایتونه د قوم اوژبې په اساس جوړ نکړي ، ځکه قومي او ژبني یا مذهبی اختلافات د ګران هېواد د تجزیې او یا د ورونو قومونو ترمنځ د اختلافاتو سبب کیږي.

ځواب ورکول زلمي هلمند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *