تاند- د غزني ولایتي چارواکي د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په اړه ضد وهنقیض څرګندونې کوي. په داسي حال کې چې والي په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له تحرکاتو بې خبري ښکاروي، مرستیال یې وايي چې افغان امنیتي ځواکونو له ډېرو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ناوې ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه کړې ده.

د والي د مرستیال محمد علي احمدي په وینا دا ولسوالي په افغانستان کې د یو نیم لک بهرنیو پوځیانو د حضور په مهال هم د طالبانو په کنټرول کې وه خو اوس افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې ناوه ونیسي.

د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو د غزني له مقر او ګیلان او د زابل له خاک افغان، شاه جوۍ او نوبهار ولسوالیو څخه پر ناوې ولسوالۍ عملیات پیل کړي ول.

د غزني د مرستیال والي په وینا په دې عملیاتو کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا له دې ولسوالیو څخه طالبانو د غزني نورو ولسوالیو او دغه راز میدان وردک، دایکنډي، زابل او اروزګان ولایتونو ته د اکمالاتو لپاره کار اخیست.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي چې د ناوې په څو کلیو کې طالبانو د ماین جوړولو ورکشاپونه او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي ول.

احمدي ادعا کوي چې په وژل شویو طالبانو کې بهرنیان هم شامل دي.

طالبانو تراوسه پوري د ناوې د جګړې او له لاسه ورکولو په اړه څه نه دي ویلي. خو د غزني والي د ناوې په وضعیت کې د بدلون یا له دې ولسوالۍ څخه د طالبانو د ایستلو په باب بې خبري ښيي.

2 thoughts on “د غزني د ناوې ولسوالۍ د نیولو په اړه د دغه ولایت د چارواکو ضد ونقیض ادعاوې”
  1. :پوه نه سوم چې دا ناوه ولسوالي ده او که کوم ولایت، لاندي دپورته خبر یوه برخه د بیا کتني وړ دی

    د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي چې د ناوې په څو ولسوالیو کې طالبانو د ماین جوړولو))
    ((ورکشاپونه او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي ول.

  2. د غزني والي ملا موسی خان اخوند د داسې خبرونو اوریدلو توان نه لري
    ځکه د غزني والي له ای ایس آې سره بشپړې اړیکې لري او د طالبانو په پوره ډول ملاتړ دی، د دې خبرو شواهد او اسناد هم د غزني خلک په لاس کې لري، خو څوک یې غږ نه اوري
    په درنښت.

ځواب ورکول Abdul Wasi Hewadmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *