تاند- د غزني والي وايي چې په دغه ولایت کې له زرګونو اختجاج کوونکو سره خبرې لا هم روانې دي خو تراوسه پورې بریالۍ شوي نه دي.
د غزني د والي ویندوی ادعا وکړه چې تېره شپه له کابل څخه راغلي پلاوی د مظاهره چیانو له پنځوس تنو مشرانو سره موافقې ته ورسېد خو د ده په وینا ځینې مرموز کسان نه غواړي چې دا مسله په خبرو حل شي.
خو مظاهره چیان، چې نن یې پنځمه ده، د والي د دفتر مخته راغونډ شوي او همداراز یې د کابل- کندهار لار بنده کړې، وايي چې تر هغو به له اعتراضه لاس وانخلي چې د دوی مشروع غوښتنې منل شوي نه وي.
دوی وايي، د شېراباد کلي پر بېګناه اوسېدونکو د حملې او قتل عاملان دې ونیول شي، دوه تنه برمته دې خوشي شي او قاتلان دې په علني محکمه کې محاکمه شي.
چارواکي له دې کبله چې حمله کوونکي په خټه هزاره دي او په پولیسو او اردو کې زیات کسان لري او له بلې خوا هغوی حاضر نه دي چې قاتل یې هم ونیول شي، نه غواړي د قاتلانو د نیولو لپاره له زوره کار واخلي.
د قاتلانو په وړاندې باید له زوره کار واخستل شي ونیول شي او محاکمه شي.
وایی په ښو تلوار ، په بدو تآمل. پښتانه خپل انتقام ژرنه اخلي. تر ټولو ښه ، آسانه او معقوله لار باید ولټول شي. په سیاسي حل کې د ټولو خواوو ګټه ده .
غوټه چې په لاس خلاصه شي ، خولې ته حاجت نشته.
مونږ باید خپل یوالی وساتو، په یوالي سره ټول بریالي کېږو.
خو تر ټولو ستره ګناه خپله زمونږ د غزنيوالو ورونو ده ، دوی په ملي شورا کې یو استازی هم نه لري. ځکه چې دوی له ټولټاکنو سره بایکات وکړ.
د غزني د ټولو ولسوالیو حق مو دوی ته خوشي او مفت حواله کړی دی، دوی نه یواځې له دې موقف نه ګټه اخلي ، بلکې د خپل قوم او سیاسي موخو لپاره سويې استفاده هم کوي. بنا دا مو باید په یاد وي . او بل ځل داسې غلطي ونکړئ.