تاند- د غزني د والي مرستیال د خپل ولایت د ولایتي شورا په انتخاباتو کې د طالبانو پر کاندیدیو اندېښنه ښکاره کړه.

د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل:«په غزني کې ولایتي شورا ته د یو شمېر طالبانو کاندیدیدا د اندېښنې وړ ده.»

ده د کوم کاندید نوم وانخیست، خو ویې ویل چې پخوا به طالبانو انتخابات د لوېدیځوالو سیاسي لوبه بلله، خو اوس د دې ډلې غړي په خپله په انتخاباتو کې ګډون کوي.

ښاغلي احمدي ونه ویل چې په انتخاباتو کې د طالبانو ګډون د ده په نظر ولي د اندېښنې وړ ده. دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون او د ولسمشر کرزي په ګډون دولتي چارواکو په ځلونو طالبانو ته بلنه ورکړې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي او خپل کاندیدان معرفي کړي.

د حکمتیار د اسلامي حزب دوو مطرح غړیو ځانونه کاندید کړي دي. د حکمتیار پخواني مرستیال قطب الدین هلال ځان ولسمشرۍ ته نومولی خو د دغه ګوند یو بل غړي انجنیر محمد خان د عبدالله عبدالله له لوري لومړی مرستیال معرفي شوی دی.

د غزني د والي مرستیال ښاغلي احمدي هم په ټولټاکنو کې د حزب اسلامي ګډون ته په اشارې وویل:«که طالبان باور لري چې له ولسي ملاتړه برخمن دي، پکار ده چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په شان خپل کاندیدان معرفي کړي.»

حکمتیار په خپله انتخابات بایکاټ کړي او په انتخاباتو کې کاندید شوي حزبیان یې د اسلامي حزب کاندیدان نه دي بللي.

قطب الدین هلال ویلي چې د «حزب» له خوا کاندید نه دی خو محمد خان ځان د حزب د بېلې شوې یا منشعب شوې ‌ډلې کاندید بولي.

14 thoughts on “د غزني مرستیال والي د ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د طالبانو پر ګډون اندېښمن دی”
  1. احمدی ستاسو خود خوایی ده چی افغانستان مو دغسی حالاتو ته ورساوه. هغه کسان په انتخاباتو کی گدون کوی چی دشجو تی یی. پریکول او دنارینه یاسریو. په سرو کی میخونه تک وهل. یک بام دو هوا. هاهاهاهاهاهاها

  2. دغه ښاغلی که په خپله هم هزاره ده غواړی چه دولسی جرګی دټاکنو په څیر ټوله ولایتی شورا هزاره ګانو ته ورپاتی شی چه بیایی هر څه زړه غواړی په پښتنوباندی یی ووکی نوځګه دطالبانو له کاندیدیدونه اندیښنه لری دااوس تاسی وګوری له غزنی ولایت نه په ولسی جرګه کی له پښتنونه چه دغزنی ولایت ۷۰ فیصده نفوس تشکیلوی هیڅ نماینده وجودنه لری اوټول میدان همدغو هزاره ګانوته ورخوشی ده څه یی چه زړه غواړی هغه کوی نواوس دوی غواړی چه په ولایتی شوراکی هم ځانته میدان شغالی کړی

  3. خبره د طالب یا غیر طالب نده
    اصلاْ دوی نه غواړي لکه په پارلمان کې چې له غزني ولایت څخه څوک کاندید نه وو، د ولایتي شورا لپاره هم څوک نه وي پرته له هزاره وو څخه!!

  4. احمدي د ایران بچی او یو متعصب هزاره دي. دی هغه څوک دی چی په غزني کی یی هزاره ګان له غرونو ښار ته راښکته او دلته یی میشت کړل. دی افغان نه بلکه یو هزاره دی : په تیرو پارلماني ټاکنو کی دده په اشاره پښتنی سیمی نا امنه او دیته یی زمینه برابره کړه تر څو ولسي جرګی ته ټول هزاره استازي راشی. دی اوس لدی ویره لری که پښتانه ځان کاندید او د پښتنو رایه وکارول شي نو بیا پښتانه بریالي کیږی نو ځکه یی کله د طالب په نامه، کله د القاعده په نامه او کله په بل نامه بدناموي. زمونږ غوښتنه له دولت څخه داده چی داسی پست او متعصب خلک باید په واک کی ونه ساتل شی. ځکه دا احمدي خپله د افغانستان د ملی منافعو خلاف او یوه ملی ضد څهره ده. دی باید په ملي خیانت تورن شی ځکه د افغان یو لوي قوم سپکاوی کوی او خلک دده دولت ضد بغاوت ته هڅوي

  5. همه مردم افغانستان سابق د جنگها شرکت کرده اند وه فعلا در حکومت و شورا ها جای دارند

  6. د قم حرامي بچیان، د امریکا په قیمومیت کې. دوی هر پښتون ته د نورو لپاره طالب وایي، کاشکې چې ټولو غزني طالبانو ګډون کړای وای.

  7. He dose not seem to know the strategies of the government, he might has his own agenda. Otherwise, so many efforts are being made and he himself in his current rule, must encourage such steps, but he has shown his frustration. I wish we had the right people on the right positions.

  8. د دوی هغه خبری چه وایی طالبان باید د سیاسی لاری مبارزه وکړی یوازی منافقت دی ځکه چه دا دی د سیاسی مبارزی او مدنی حقونو ته یی نه پریږی هزاره ګان په غزنی کی ۳۰ سلنه هم ندی خو په ولسی جرګه کی ټول او په ولایتی شورا کی ۷۰ سلنه دوی لنډه دا چه دوی پخپلو خبرو ثابته کړی چه د سولی ضد او طالبان په هیڅ حال نه پریږدی ترڅو جنګ دوام وکړی او حکومت ټول دوی ته ور پاتی وی زه له مطبوعاتو چه دا موضوع حکومتی چارواکو ته وروسوی او د غزنی معاون والی چه د ایران جاسوس دی باید محکمه شی ځکه چه دا ویل د قانون خلاف دی او باید تر عدلی تعقیب لاندی راشی

  9. احمدی چه په هزاره توکم پوری تړلی دی د حکومت لوړپوړی مامور دی چه باید د افغان دولت اصولو او پالیسیو ته متعهد وی خو داسی نده نوموړی د ایران د فشار لخوا د معاونیت چوکی ته رسیدلی او ډیر ځیرک متعصب دی چه ایران له لاری او یو شمیر نورو سیمیزو هزاره ګانو له لاری د طالبانو سره د پښتنو د نابودی په مقصد تماس لری. په غزنی ادارو مامورین پښتانه د همدغو لارو طالبانو ته داسی معرفی کوی چه ګواکی د امریکایانو ملګری دی ترڅو یی په طالبانو ووژنی او د هغه پر ځای هزاره مقرر کړی او له بلی خوا ایران ته جاسوسی کوی کورنی یی په ایران کی اوسیږی او یو دو میاشتو کی ایران ته او آزادانه جاسوسی کوی ایران هم ورته امتیازات ورکوی ( ایران افغانستان اشغال بولی او عادی افغانان له خپلی خاوری شړی خو د غزنی معاون اولادونه همالته تحصیل کوی. اوس د لوستونکی قضاوت وکړی چه آیا د احمدی د وینا مقصد یوازی او یوازی د پښتنو وژل دی دولت له طالبانو غواړی ځانونه کاندید کړی او ددی مقصد لپاره یی اداری تشکیل کړیدی خو احمدی یی په زغرده خلاف دی. که دولت په رښتیا سوله غواړی نو لومړی آقای احمدی باید پدی خبرو له دندی ګوښه او محکمه کړی

  10. په نورو هیوادونو کی اقلیت یواځی دومره وی سی خپلی ورځی شپی په ارامه تیری کړی او له نابودې او ورکی څخه ځانونه وژغوری، خو په افغانستان کی لږکی حکومت کوی او زړه ئی وی سی اکثریت ورک کړی او واک و آزادی ئی ورڅخه واخلی.همدا هزاره توکمی په د پاکستان په کوټه کی په ارامه ژوند نسی کولای او په خپلو میشت سیمو کی په ارامه ژوند نسی کولای خو د کرزی د بې پوښتنی واکمنې په پیر کی ئی دومره ښکرونه وکړل او پښتنو ته اوس ګواښونه کوی.

    د مجاهد سالاری په پیر کی ئی په مړیو نڅاوی، د انسانانو په سرونو کی میخونه ټکوهل، په ژوندونی له پښتنو ښځو څخه تیونه غوڅول او په ډله ئیز ډول د انسانانو وژل او نور بې شمیره جنایتونه ترسره کړل. د کرزی په باچاګردی کی ئی د امریکائی لښکرو د ترجمانانو د پولیسو د قوماندانانو او امنیتی اشخاصو په جامو کی عام خلک د طالب او دولت مخالف په پلمه ډیر پښتانه له ژونده بې برخی او یا زندانونو ته واستول. اوس نو راسه ورته کښینه چی او دیګه چی مونه
    بقول هزارکی…..!

    1. ضرور نه ده چې د یوه شخص نظر د یوه قوم نظر وي. څه فکر کوئ ښه نه ده چې د قوم پر ځای د شخص یا یوې سیاسي ډلې په اړه نظر څرګند کړئ؟.

  11. دی خو ځکه ورته خفه دی که چیري طالبان انتخاباتو ته اجازه ورکړي یا خپله په غیر مستقیم یا مستقیم ډول ګډون په کې وکړي نو بیا خو د ولایتي شورا چوکی ته د هزاره ورونو د وکیلانو شمیر کمیږي او دي خو اوس هم کوشش کوي چې په غزني د ټولو چوکیو واک د هزاره ګانو په لاس کې ورکړي حتي چې د اصلاحاتي اداري په امتحان کې هم اکثره وخت لاس وهنه کوي او خپل منتخب نفر ورته کامیابوي

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *