د غزني والي موسي خان اکبر زاده

تاند- په غزني کې ولایتي چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په ګیرو ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم مرکز نیولی دی.

د غزني والي موسي خان اکبر زاده د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په ګیرو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو کلیدي اډه د جهانګیر کلی ونیوه.

ده وویل چې افغان امنیتي ځواکونو له څو ورځو راهیسي په دې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي ول.

اکبرزاده وايي چې دا سیمه د طالبانو لوی مرکز و او له همدې سیمې څخه یې حمله کوونکي او ځانوژونکي نورو سیمو ته لېږل.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو به هلته غونډې کولې، لارښوونې به یې ترلاسه کولې او د دوی په غونډو کې به بهرنیو سختدریځو هم برخه اخیسته.

د ګیرو ولسوالۍ جهانګیر کلی په غزني کې د طالبانو د اصلي مرکز ناوې ولسوالۍ په پوله کې دی.

د غزني والي دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو په ناوې ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې تصفیه کړي او هلته یې تراوسه اته پوستې جوړې کړي دي.

روانه اوونۍ د غزني مرستیال والي د ناوې د نیولو ادعا وکړه خو والي وویل چې ناوه کاملاً تصفیه شوې نه ده.

موسي خان اکبر زاده وویل چې ناوه لا پوره تصفیه شوې نه ده خو که له طالبانو کاملاً پاکه شي نه یوازې په غزني بلکې په ګاونډیو ولایتونو کې به هم امنیتي وضعیت بهتره شي.

طالبانو تراوسه پوري د جهانګیر له لاسه وتل نه دي منلي.

4 thoughts on “د غزني والي وايي د طالبانو اصلي مرکز یې په ګیرو ولسوالۍ کې نیولی”
  1. بعد از عرض ادب وسلام به هم وطن های عزیز. این اقای اکبر زاده خوش مامور ارتباط سیاف با ای اس ای بوده و فکر میکنم مامور استخباراتی یک کشور اگر خواسته هم با شد نمیتواند ماموریت خودرا ترک کند.چون استخبارات ان کشور نمیگذارد اش. تا وقتی یک حاسوس ایران ویا پاکستان هم در دوایر رسمی کشور کارکند صلح امکان ناپذیراست.

  2. دا خو لومړی ځل دی چی له غزنی نه ښه خبر نشر کیږی . د والی صاحب د په خوله برکت شی ، هیله ده چی د غزنی ټول ولایت له پنجابی اجیرانو او مزدورانو نه پاک او په راتلونکی کی بیرته د تمدن او اسلام مرکز شی .

  3. محترم زاده صیب ولي نیږدي عملیات نه کوي .که تاسی دکندهار-کابل پرعمومی سړک څوتنه ملي اردوولاړعملیات بولي ؟
    مونږ دي ته حیران یو چی مرکز او نیږدي ولسوالي ،قرباغ ، اندړ، دیک،له طالبانو ډکی دی اوتا ناوه کی مرکز ونیو اول خپل ولایت تعمیرشاوخوا پاکه کړه بیا هلته لاړشه ۱۳ کاله کی خوما کوم عملیات ونه لیدل چی پرطالب شوی وي .زه حیران دي ته یم چی طالب په مرکز اونیږدی ولسوالیو کی ده اوته ناوي ،ګیلان ته پسی منډی وهي . .

  4. آیا دا فکر ده سره پخوا نوو؟ څنګه چه اوس پوه شو چه هلته د طالبانو مرکزونه دی

ځواب ورکول ر وغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *