جمیل وقار –

کلیوال ادبي ملګري ټولنې او د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې له څانګې د ۳۱ تنو فارغ شویو محصلانو لپاره د فراغت شانداره مراسیم جوړ کړل.

یاده غونډه چې د روان کال ۱۳۹۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې په پينځمه نېټه د جمعې په ورځ د غزني ښار په اورانوس هوټل کې جوړه شوې وه، پيل یې د سهار په نهه نیمې بجې قاري صاحب حشمت الله د قرانکریم په تلاوت وکړ.

ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو.

د غونډې د پیلېدونکي وینا لپاره د غزني پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې مشر پوهنیار عنایت الرحمن مایار دریز ته وغوښتل شو.

1ښاغلي مایار د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او مننه یې ترې وکړه چې په ناسته کې یې د ګډون ویاړ لري.

نوموړي د پوهنې په ارزښت خبرې وکړې او په روانو حالاتو کې زموږ د ټولنې له بدبختیو سر وټکاوه.

ده د پوهنتون په دوران کې د فارغ شویو زده کړیالانو سره د خوښۍ خاطرې واورولې او له هغوئ څخه یې غوښتنه وکړه چې د مثبت فکر لپاره کار وکړي او د دې ویرجنې ټولنې د سمون لپاره دې له خپلو زده کړو څخه ګټه واخلي.

د خبرو په پای کې یې د کلیوال ادبي ملګرو له ټولنې څخه مننه وکړه چې د فارغ شویو زده کړیالانو لپاره یې د جوړې شوې غونډې په تنظیم کې ورسره زیاته مرسته کړي.

له ښاغلي مایار وروسته د غزني د پوهنې رئیس ښاغلی محمد عابد عابد دریز ته وبلل شو.

1نوموړي فارغ شویو زده کړیالانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ورسره ژمنه یې وکړه چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه به ګټه واخلي، چې فارغ شوې زده کړیالانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي عابد د کلیوال ادبي ملګري ټولنې هڅې او فعالیتونه هم وستایل او د هر راز مرستې ژمنه یې ورسره وکړه.

وروسته د کلیوال ادبي ملګري ټولنې په استازیتوب حبیب الرحمن تاثیر د غونډې ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او فارغ شویو زده کړیالانو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه.

نوموړي وویل چې په راتلونکي کې هم د ورته غونډو جوړول په پلان کې لري او د داسې ناستو له لارې به هڅه وکړي چې فکرونه وروزي او د روزل شویو فکرونو ستاینه او قدر وکړي.

تاثیر وویل چې د افغانستان اوسنې شرایط او حالات په زده کړو د سمبالو کسانو مټو ته سخته اړتیا لري او دوی دې چې دا جنګ ځپلی او خوار وطن له دې ناخوالو څخه ایستلی شي.

1له تاثیر وروسته په غزني کې د قبایلو او سرحدونو چارو رئیس جنرال عبدالله وټي خبرې وکړې، نوموړي هم فارغ شویو زده کړیالانو ته مبارکي ورکړه او د تعلیم په کولو یې ټینګار وکړ.

وروسته د مسلم پوهنتون بنسټګر او د نثار روغتون مشر، د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع، د فارغ شویو محصلانو په استازیتوب نبي الله پیرخېل، پوهنیار ګل محمد کوچي، د رشیدانو ولسوالۍ د پوهنې مدیر محمد اسرائیل، د کلیوال ادبي ملګري ټولنې د فعالیتونو د توضیح لپاره مجید ژړاند، د خوګیاڼو ولسوالۍ د پوهنې مدیر میرزا محمد حبیبي، د تیرې ولایتي شورا غړی محمد نادر خان ګیروال، د غزني پوهنتون علمي مرستیال محمد رحیم نوروزي، د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون زدکړیال حسن شیروزی، د غزني پوهنتون د کمپیوټر ډيپارټمنټ مشر فرید احمد درمل او افغان پتمن دریز ته وبلل شول او خبرې وکړې.

1وروسته په محصلینو تقدیر نامې ووېشل شوې او ځینو استادانو، د ولایتي شورا استازو، قومي مخورو او فرهنګیانو ته د کلیوال ادبي ملګري ټولنې او فارغ شویو زدکړیالانو د ویاړ پګړۍ ور وتړلې.

د غونډې لومړۍ (د ویناوو، ستاین لیکونو او ډالیو د وېش) برخه په دولس نیمې بجې پای ته ورسېده.

د ډوډۍ تر خوړلو وروسته ماسپښین د ټنګ ټکور پروګرام پیل شوو چې تر څلور نیمو بجو یې دوام وکړ.

په یاده غونډه کې د غږ دویمه ګڼه هم ووېشل شوه، چې تازه له چاپ څخه راوتلي ده.

د غونډې ویندويي جمیل وقار کوله.

ومن الله توفیق

2 thoughts on “د غزني پوهنتون له پښتو ادبیاتو څخه ۳۱ تنه فارغ شول”
  1. د دومره ډیرو نارینه و په منځ کي یوه نجلۍ هم نه لیدل کیږي. په راپور کې هم نه دي ویل شوي چې څو نجونې فارغ التحصیلې شوي دي.
    که ځان مړ هم کړئ چې د ټولنې نیم قشر مو ځپلی او هیر کړی وي پښتونه پرمختګ دي ناممکن دی.
    ستا تنګ نظري او بې غیرتي ټولو ته ثابته شوی ده.

    ته حاضر یی چې پنجابی دې مور و خور وویني خو حاضر نه یې چې لور دې مکتب او پوهنتون ته ولېږې چې بچی دې د ولادت په وخت مصون راوباسي
    غني خان ځکه درته ویلي
    بې غیرته ستا کارونه ستا بې کاره ناموسونه

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *