تاند- په غزني کې چارواکو نن /سې شنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

د غزني والي وویل چې دا نښتې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند د پلویانو ترمنځ شوي دي.

د غزني والي محمد امان حمیمي وویل چې د دوو سیالو طالب ډلو ترمنځ له نن سهار څخه په ناوې په ولسوالي کې جګړه پیل شوې او د دوی د معلوماتو له مخې تراوسه پوري د دواړو خواوو ۲۷ تنه وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا رييس خالقداد اکبري هم د دوو طالب ډلو ترمنځ نښتې تایید کړې.

اکبري وویل چې دواړو ډلو تېره شپه په مُقر ولسوالي کې هم نښته کړې چې په لړ کې یې یو شمېر مرګ ژوبلې پېښې شوي مګر د تلفاتو کره شمېر ورته څرګند شوی نه دی.

په وروستیو ورځو کې د پکتیکا په ګومل ولسوالي کې هم د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د ډلو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دواړو خواوو ته مرک ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ترمنځ درز وروسته له دې څرګند شو چې د تېر کال په جولای کې د ملا محمد عمر مړینه اعلان شوه.

یو شمېر کتونکي د طالبانو په منځ کې درز د استخباراتي کړیو له لوري رامنځته شوی بولي او وايي، استخباراتي کړۍ غواړي چې که د طالبانو یوه ډله یې خبرو او سولې ته حاضره کړه، بله به د راتلونکي وخت جګړې ته وساتي.

د طالبانو یووالی په افغانتان کې د سراسري او تلپاتې سولې لپاره مهم ګڼل کېږي.

2 thoughts on “د غزني چارواکي وايي، په ولایت کې یې د طالبانو د ۲ ډلو ترمنځ سختې نښتې شوي”
  1. طالبان هم له چا کم نه دی . دوی هم دوه سری حکومتونه لری چی کله نا کله یو د بل پرضد وسله واله جګړه هم کوی خو افسوس چی هری خواته افغانان وژل کیږی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *