زموږکورنۍ له آره دکابل دموسهی ولسوالۍ دچینوغونډۍ اوسیدونکې ده.
چینو غونډۍ :
دلوګردسفید سنګ تنګی نه دکابل لورته چې دلوګرسیند یې په منځ کې رابهیږی ددې تنګی په خوله کې یودکب شانته غونډۍ چې سر یې پلن اوشمالی خوا(لکۍ)یې نرۍ ده ،پرته ده . ددې غونډۍ شمالی برخې نه ۱۸کوچنۍ اولويې دپاکو اورڼو اوبو چینې راووځی ، چې نامتو چینې یې په دې نومونو یادیږی :
الف : دتوت خوړلو چینه : چې ددې سیمې اوسیدونکی په دوبی کې راڅنډل شوی توتان ددې چینې په سړو اوبوکې لاهواوبیا به یې په بنډارسره خوړل ، په ځانګړی توګه هغه میلمانه به چې له کابل نه راغلی ول.
ب: دسقاووچینه : یوه لویه چینه چې شاوخوایې دډبرو په انبار پوښل شوې وه ، دغسل لپاره ، چې ژمی یې اوبه تودې او اوړی کې سړې وی ، موږ په کور کې نه لامبل اوشاوورمونه پیژاند ، اوړی اوژمی به مو له همدې چینې نه ګټه پورته کوله .
هغه دپوټکی ناروغان چې له کابل اونورو سیمو راتلل هم په همدې چینې کې له لمبا وروسته دغونډۍ دشاوخوازیارتونونه په راتاویدوسره به خدای (ج) روغتیا ورپه نصیب کړه .
ج : دکالیو اولوښومینځلو چینه : له دې چینې نه دتیږواوډبرو کوچنی دیوال راتاوو وچې مازیګر به دشاوخوا کلیو نجونو اوپیغلو لوښی او کالی مینځل ، اودمازیګرنی غلچکی دیدن (ملاقات) ځای هم وو ، له تاسو دې څه پټه وی چې زما دناکامه مینې شیش محل هم همدا ځای وو.
د: دبرقی ماهیانو چینه : دسیمې ډیری خلک په دې عقیدې ووچې دجمعې په شپه په دغه چینه کې هغه کب راووځی چې په سر يې د۶۰شمعه ګروپ په اندازه څراغ بل وی .
ه : دفال چینه : ددې چینې یو اړخ ته لویه ډبره چې پرسر یې دقرانکریم دتلاوت لپاره درایل ځای دخدای په قدرت شتون لری او پر بله ډبره دیوه ایښوول شوی زنګون پل یا چاپ موجود دی ، خلک په دې عقیده وو چې کوم مبارک روحانی شخصیت پر دې ډبروقرانکریم تلاوت کړی او هم یې داوبو څښلو پر وخت پر بلې ډبرې زنګون لګولی ، دا چینه یوه سپیڅلې چینه بلل کیده، هغه کسان به چې له لیرې سیمو نه راتلل په دې چینې کې به یې دخپل راتلونکی برخلیک په هکله فال کوت . هغه هم داسې:
دبسم الله – دفاتحې او اخلاص سوریې له لوستلو وروسته ، سترګې پټې اودواړه لاسونه به یې داوبو تل ته رسول او دچینې په شیګلن تل دشګوپه مینځ کې په لټون پیل وکړ، وروسته له لټون نه به هرومرویوشی لکه (وسپنه ، کودوړی ، دچینی لوښی ټوټه ، مرغلره ، مرۍ دزنځیر ټوټه ) به په لاس ورغلل او که چیری تش لاس به پاتې شونو آرمان به يې دناکامی په لورروان وو خوبالکل نیکمرغه کس به هغه څوک وو چې لاس ته یې مرغلره یا مرۍ ورغلې وه یانې دهغه فال به نیک او خپل ارمان ته به رسیدونکی ګڼل کیده (په ځانګړې توګه مینان)
ماهیان :
دروسانو له راتګ نه وړاندې په دې چینو کې راز،راز کبانو شتون درلود ددې کبانو ښکار منع اودې ماهیانو ته يې ( نذری ماهیان) ویل ،ددې ماهیانو نیول لویه ګناه ګڼل کیده ، خو کله چې روسان هېواد ته راغلل ددې چینو کبان دهغو له خوادچاودنې په زور ښکارشول ، خواوس بیرته پیدا شوی .
ما چې دبرقی ماهی په هکله اندیښنه درلوده اودپنجشنبې په ورځ به له کابله خپل کلی ته تلم نودجمعې په شپه ، خصوصاٌ هغه دجمعې شپه به چې سپوږمۍ وه دبرقی ماهی چینۍ ته ورتلم اودډاکترناشناس دا سندره به چې په ټیپ کې راسره وه اوریدله ( بیا شبهای مهتاب است ،توای ماه یګانه)
دچینې پاکې او ذلالې اوبه ، ځلیدونکې سپوږمۍ ، هخوا دموسهی شین چمن ، کله ،کله دشوتلې یا دسنځلې دګل عطر او پاکه هوا په زړه پورې وه ، زه چې دبرقی ماهی په لټون کې وم ، کله، کله به مې دسپوږمۍ په رڼا کې دماهیانو ټوپونه لیدل چې داوبو له منځه راټوپ اودسترګو په رپ کې له یوې ځلیدا سره بیرته پکې غوټه وخوری.
زه اوس فکر کوم چې همدا حالت کوم کلیوال لیدلی او درڼا څرک یې بریښنا تصور کړې اوبیایې کلیوالو ته نقل کړی .
اوس مې چې دښاغلی غفور لېوال دپایزیب په نوم رومانتیک شعر ولوست نوزه یې وتخنولم ترڅو د۳۶کلونووړاندې یادونه تازه اوددې لامل شوچې ددې څو کرښو په لیکلو دکمپیوټر کیبورد دخپلو ګوتوتر ګوزارونولاندې راولم .
په زړه پورې معلومات دی. مننه
ډېر ژوراندی او خوږ ژبی ليکوال مشر لېوال صاحب، اوسنۍ ليکنه مو (له ٌ څوٌ پرته) د کشر لېوال له شاعرانه انځورگرۍ کمه نه ده او هماغومره خوند مې ځنې واخېست، زما مينه او مننه هم درواخلئ! منندوی مو، زيار له اکسفورډه