شاوخوا ۱۵ کاله دمخه ارواښاد اجمل خټک پېښور کې د ملګرو یوې وړې غونډې ته زړې خاطرې اورولې.
د خپلې اوږدې مبارزې اوږدې او تودې غرمې یې یادولې. د خپلو ملګرو او مشرانو سرښدنې او د انګرېزانو او بیا د وخت د پاکستانیانو نادودې یې شمېرلې.
زه هم د نورو په منځ کې د خپلې کنجکاوۍ له مخې ورته غوږ غوږ ناست وم.
خو څنګه چې د اجمل خټک د ژوند کیسه، د کابل د کیسو نه پرته نیمګړې ده، ډېر وخت یې ونه نیوه چې اجمل خټک د خپل د کابل د شپو خاطرې هم راواخیستې. ډېرې خاطرې یې خوږې وې، خو د هغه وخت واکمنو باندې یې له یوې نیمې نیوکې نه هم ډډه نه کوله.
یوه کیسه یې د ولسمشر نور محمد تره کي د واک د شپو هم وکوله.
اجمل خټک وایي د ۱۳۵۷ کال د غویي د آوښتون نه یو څو شپې وروسته د نوي حکومت په اړه د ولس د رایي د مالومولو په موخه له کابل نه د سرک له لارې د کندهار په لور روان شوم. په لاره ځای ځای له ولسونوسره تم شوم، او د وطن په حال ورسره وګړېدم.
کندهار ته څېرمه له یو شمېر قومي مشرانو سره هم مېلمه شوم.
یو مشر مې وپوښت چې په کابل کې د آوښتون په اړه یې څه خیال دی؟ مشر راته په ډېره جدي لهجه وویل چې خټک صاحب، پیغمبرانو ویلي دي چې کله د غلجیانو پاچاهي راغله، نو پوه شه چې قیامت رانږدې شوی دی. د غلجیانو پاچاهي د قیامت علامه ده.
اجمل خټک دې کیسې سره دا جوتوله چې هغه وخت افغان ولس په سیاسي او تعلیمي لحاظ د غویي آوښتون ته بېخي تیار نه و، او د آوښتون سرلارو نوی نظام له وخت نه ډېر مخکې په خپل ولس تپلی و.
پنځلس کاله مخکې زه ډېر تنکی وم. او په هېواد کې مې ډېر وخت نه و تېر کړی. د اجمل خټک کیسه راته مبالغه ښکاره شوه. زړه ته مې ونه لوېده چې زمونږ ولس دې دومره وروسته پاتې وي چې شلمه پېړۍ کې هم د غلجي او دراني کړکېچ کې دې نښتی وي.
خو د روانو ټاکنیزو منډو ټنډو په درشل کې نوره هم سپینه شوه چې د اجمل خټک په کیسه کې رانغښتی انځور زمونږ ننني ولس نه هم ډېر پردی نه دی.
دا دی په غویي اوښتون نږدې نیمه پېړۍ واوښته. نن هم د همغه ولسي مشر فکر ته ورته بېلګې په آسانه د اېسېدو وړ دي.
زمونږ بهرلوستي او سیاسي مشران ایله له کورني، سیمه ییز، توکمي، او قبیلوي غوټو ځانونه نه شي خلاصولی، او هڅه کوي چې ولس هم په همدې بدمرغیو مېلمه کړي. د سیمې او کورنۍ کچې ته راټیټ شوی ذهنیت به د یو ولس څه خدمت وکوي!
همدا کوچنی فکر د دې ولس تر ټولو غټ دښمن دی
سسلامونه
ددتولو لیک والانو او سیاستمدارانو خخه دخدای ج به خاطر هیله کوم
هیواد او اولس دیر کریدلی دی
نوم نور یی د قوم او خیل به نومونو مه تباه کوی
اوخبلو مقالو او لیکنو ته دغسی بد رنگه او بد خونده عنوانونه مه ورکوی
ملت دی بیدار وی
لیکواله وروره د لیکنې سرټکي مو ډیر ناسم دي
اجمل خټک ته میرویس نیکه او احمدشاه بابا پاچاخان او سمدخان غلجی او درانی ټول یو پښتون وو او دا خبره هم ده بل چا ده تاسو هم ورته عشاره کړې خو
سر ټکي او په لیکنه کې د اجمل خټک نوم ورګډول راته مناسب نه ښکاري
د اباد او سوکاله افغانستان لپاره
ولله چی موږ خو کله تاند ته هم نه پوهیږو چی هر څه ورته په لاس ورځی دوی یی خپروی
ګرانو تاندیانو!د پورتنی لیکنی (چټیاتو)دا یو عنوان د هیواد او په ځانګړی ډول د پښتنو لپاره زهر دی چی تاسو خپره کړی غلجی یی څه شی دی لا د دورانی سره ؟
پښتانه یوه وینه او یو وجود دی
د رسنیو ازادی باید د هیواد او ولس د ګټو د خوندیتوب تر سرخد وی نه له دغی دایری څخه د باندی د داسی چټیاتو خپرول .د داسی چټیاتو خپرول په لوی لاسزموږ راتلونی نسل ته زموږ د تیرو بدبختیو انتقال او د هغوی د ذهن مخشوش کول دی، هیله ده چی دا پورته چټیات له خپلی ویبپاڼی لری کړی او په راتلونکی د داسی چټیاتو مخه ونیسی تر څو په افغانستان کی د ټولو افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو تر منځ یوالی راشی.
هیله کوم چی زما نطر خپور کړی
ما ته خو د کابل سرینا د ترهګری حملی وروسته داسی خیال پیدا شوی ده چی مونږ د دنیا تر ټولو بی وسی ،بی همته ،ناداره او بی جرعته ولس یو چی تل مو په خپلولو پلرونواو نیکونو ویاړلی دی او خپله مو هیڅ هم ندی کړی.که نه نو څنکه ممکنه ده چی په خپل کور کی موراته ماشومان ووژنی او مونږ ورته بس وګورو.که چیری بی وسه او بی همته نه وای نو په کنړ به مو پاکستانیانو راکټونه نه ویشتل ،ایران به مو ځوانان په پوله راته نه ویشتل،پنجابیانو به مو مکتبونه نه سیځل او مسجدونه اوسرکونه به مو نه ورانیدل او داسی په سلګونو نور موارد چی ټول پی پوهیږو . خدان دی همت راکی چی له دی بیچاره ګی او دربدری ځان خلاص کو
د یو غلجي سپین ږیري څخه مي اورېدلي ول: په هغه مسجد کي چي دُرانی لمونځ کوي هلته لمونځ نه دی روا
دا سپین ږیری یو قومي سړی وو، دا سړی جاهل وو، دا سړی په دې لا نه پوهېدی چي د غلجو ګټه په څه کي ده، دا سړی پر دې سربېره ملامت هم نه وو ځکه دی د دنیا څخه بې خبره وو، د ه علم نه وو حاصل کړی.
ملامت زموږ شمع لرونکي غله دي، ملامت هغه بې وجدانه مشران دي چي یواځي مشرتوب مادي شتمني ګڼي او تر نن ورځي پوري یې پښتانه دربدره کړل، تر ټولو یې خپل غلجي یا خپل دُراني وځپل خو بیا همدا خپل خلګ په یو نوم او بل نوم غولوي.
په مسئله پوه خلګو دنده دا ده چي د خلګو د علم او پوهي سطحه لوړه کړي تر څو د غاصبو وینو څښنکو مشرانو څخه ټولنه خلاصه کړي.
دا کیسه اجمل خټک په خپل کتاب د افغان ننګ کې هم لیکلې ده.