په دې لیکنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دوو نوماندانو ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ښاغلي ډاکټر زلمي رسول پرتلنه کوو، خو دا د دوی د شخصیتونو، پوهې، وړتیاو، طرحو، پروګرامونو، کړنو، لاسته راوړنو، اهلیت، محبوبیت او نورو ښېګڼو او ځانګړنو پرتله نه ده، ځکه ښاغلی زلمی رسول د دغو یادوو ښېګڼو او اوصافو له پلوه په هیڅ توګه له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د پرتلنې وړ نه دی، که وای، نو د طلوع تلویزون په بېګنۍ مناظره کې به یې میدان نه پرېښودی او د ښاغلي غني په څېر به یې په صراحت ، وضاحت او سړه سینه هم خپل پلان او پروګرام تشریح کړی وای او هم به یې د ګډونوالو نیوکې او پوښتنې ځواب کړې وای، خو که د دې باوجود بیا هم  څوک له دې پلوه ښاغلی زلمی او ښاغلی غني سره پرتله کوي، نو دا پرتلنه به ظالمانه، غیرعادلانه او له انصاف څخه لیرې وي.

د تېرو دوو میاشتو په موده کې د ټاکنیزو سیالیو، غونډو، رسنیزو بحثونو، مناظرو او نورو له لارې ولس ډېر ښه په دې پوهېدلی چې ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی څنګه طرحې، پلانونه او پروګرامونه لري او ښاغلی ډاکټر زلمی رسول څومره په اوبو کې ولاړ دی. په دې هم شکر دی ټول پوهېږي چې کوم یو د خپلو طرحو او پروګرامونو د تطبیق او عملي کولو اراده، پوهه، وړتیا او ژمنتیا لري او کوم یو یې خیال پلو غږوي، یا له یوه او بل غره غږېږي، نو چې له دې اړخه خبره سپینه او څرګنده ده، ځکه پرې نور بحث ته اړتیا هم نشته.

دلته مو له یوې نوې زاویې څخه د دغو دوو نوماندانو پرتلنې ته پام رااړوم، دلته په دې بحث کوو چې د ښاغلي غني تر شا څوک ولاړ دي او د ښاغلي زلمي ترشاڅوک دي؟   تاسو ته بهتره معلومه ده تآکنیزې سیالۍ پایته رسېدلي او ټاکنیز بهیر یو مهم او وروستی پړاو یانې د رایو ورکولو ته ور داخلېږي. دغه پرتلنه درسره د دغه مهم پړاو په ښه ترسره کولو کې مرسته کولی شي.

د رایو ورکولو لپاره باید ټاکلي او روښانه معیارونه وي لکه وړتیا، پوهه، طرحې، پلانونه، پروګرامونه، د هغوی د تطبیق او عملي کولو اراده، ژمنتیا او امکانات، نو که له دې مه واره مو د عواطفو، احساساتو، خپلوي، معاملو او اټکلونو له مخې خپلې رایې په پټو سترګو د وجدان له پرېکړې پرته وکارولې، خو که خدای مه کړه هر ناورین، نااهله ولسمشر او کاواکه نظام رامنځته شو، نو دا مه هېروئ چې په ټولو بدمرغیو او سرغړونو کې به ورسره سم شریک یئ او له امله به یې په دې نړۍ بدمرغه او په هغه نړۍ د خدای مخ توري یئ، خو خدای مو هم له بدمرغۍ او هم له مخ تورۍ وساته، نو هیله ده چې  د رایو امانت خپل اهل او وړ کس ته ور وسپارئ.

د همدغې فورمولې پر بنسټ ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ هغه یوازینی نوماند دی چې هم ګټورې طرحې او پلانونه لري، هم وړ، عالم، خواخوږی، رښتینی او  قاطع شخص دی او هم یې په خلکو او ولس کې محبوبیت تر نورو زیات دی. نو په دې حساب ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ له نورو نوماندانو څخه دوه ښېګڼې لري، یو دا چې وړ او اهل نوماند دی او دویم دا چې د بریا چانس یې تر نورو بېخي زیات دی او دا دواړه اټکلونه تاسو د نوموړي له پروګرامونو، مناظرو او د کمپاین له غونډو څخه په اسانه کولی او له نورو سره پرتله کولی شئ.

دلته د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ او پلویانو لنډ جاج اخلو، خو دغه پلویان په جلا کټګوریو وېشو، څو په پای کې د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ښاغلي ډاکټر زلمي رسول د پلویانو پرتلنه تاسو ښاغلو ته اسانه شي:

1. د کابینې غړي:

د کابینې هغه فعال غړي چې په تېرو څو کلونو کې هم په خپلو کارونو کې بریالي وو او هم یې ولسي رېښې تر نورو غښتلې او ژورې دي، هغوی ټول د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړي دي، لکه د مالیې وزیر ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی ډاکټر محمداکرم خپلواک، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علي احمد جلالي، د مخابراتو پخوانی وزیر ښاغلی معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی محمدحنیف اتمر، د کلیو بیارغاونې او پراختیا پخوانی وزیر ښاغلی احسان الله ضیا، د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر ښاغلی ډاکټر انورالحق احدي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی غلام مجتبی پتنګ، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پخوانی مشر ښاغلي غلام جیلاني پوپل، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر ښاغلی زلمی خلیلزاد، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر ښاغلی عبدالخالق فراهي، د پوهنې وزیر ښاغلی فاروق وردګ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخوانی وزیر ښاغلی منګل حسین، د ملي دفاع پخوانی وزیر ښاغلی عبدالرحیم وردګ، د ټرانسپورټ او هوایي چلند پخوانی وزیر ښاغلی حمیدالله فاروقي، پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال وزیر ښاغلی فیض الله کاکړ، د سوداګرۍ وزیر شاکر کرګر، د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل، د ښار جوړولو وزیر عبدل الهي او همدارنګه ویل کېږي چې د ملي امنیت پخواني ریسان ښاغلی اسدالله خالد او امرالله صالح هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ټینګ پلویان او ملاتړي دي.

نو اوس د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ همدغه پورتنی نوملړ د ښاغلي زلمي رسول د لوړې پایې له ملاتړو سره پرتله کړئ او بیا د همدغې پرتلنې له مخې له ځانه سره قضاوت وکړئ او دا وارزوئ چې کوم یو ګټونکی دی او کوم یو بایلونکی، خو د ښاغلي ډاکټر غني او ښاغلي ډاکټر رسول د پلویانو او ملاتړو یو لوی توپیر دادی چې  د زلمي رسول حکومتي او دولتي پلویان له خپلو دندو ، موقفونو او امکاناتو څخه په غیر قانوني ډول د زلمي رسول په ګټه کار اخلي. په خپلو سیمو او کاري ځایونو، وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې خپل تر لاس لاندې کسان په زور دېته اړباسي چې د زلمي رسول غونډو ته ورشي، تبلیغات ورته وکړي، عکسونه او پوسټرونه یې ووېشي او بالاخره په راتلونکو ټاکنو کې ورته رایې ورکړي. له همدې امله د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون  نغدي جریمه هم کړ.

مګر د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي حکومتي پلویانو تراوسه پورې داسې کوم حرکت  او چلند نه دی کړی چې یا دې غیر قانوني واېسېږي، یا دې یې خلک ګواښلي او تهدید کړي وي او یا دې یې هم دولتي امکانات په غیر قانوني ډول د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په واک کې ورکړي وي. یا دې څوک په زور د کمپاین غونډو ته راوستلي وي، حتی دوی کوښښ کوي چې خپل پلویان او خواخوږي غونډو ته لږ راوبلي، ځکه د ټولو د ځایولو امکانات نه وي، همدا پرون راته د سروبي د کمپاین مسوول وویل چې له کابله ورته د ډاکټر صاحب ولایتي مسوول زنګ وهلی چې کوښښ وکړئ لږ  او یوازې مشران خلک راولئ، ځکه د ځایولو امکانات یې نشته او بیا خلک خپه کېږي.

2. جهادي او سیاسي ګوندونه:

د مولوي محمدنبي محمدي په مشري  حرکت انقلاب اسلامي افغانستان، د حضرت صبغت الله مجددي په مشري جبهه نجات ملي اسلامي افغانستان، د پیرسیداحمدګیلاني په مشري محاذ ملي اسلامي افغانستان، دسید هادي هادي په مشري  حزب حرکت اسلامي  ملت افغانستان، د مولوي محمدیونس خالص په مشري اسلامي حزب، د استاد عبدالکریم خلیلي په مشري وحدت اسلامي افغانستان، د الحاج سیدمنصورنادري په مشري د افغانستان ملي پیوند، د جنرال عبدالرشید دوستم په مشري جنبش ملي اسلامي افغانستان، د ښاغلي ستانه ګل شېرزاد په مشري افغان ملت، د ښاغلي حنیف اتمر په مشري حق او عدالت او ګڼ نور سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې.

اوس همدغه پورتني ګوندونه د ښاغلي زلمي رسول له ملاتړو ګوندونو سره پرتله کړئ او وګوری چې کوم نوماند ګټونکی او کوم یې بایلونکی دی؟.

3. قومي مشران:

افغانستان قبیلوي ټولنه ده، دلته لا هم د ګوندونو او چارواکو تر څنګ قومي مشران خپل نفوذ، اغېز او ملاتړ لري او د افغانستان د بېلابېلو قومونو ګڼو مشرانو په راتلونکو ټاکنو کې له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړی دی دلته د بېلګې په توګه یوازې د یو څو پښتنو قومي مشرانو نومونه یادوو: ښاغلی عزیزالله واصفي، ښاغلی اسدالله وفا، ښاغلی نعیم کوچی، ښاغلی حاجي دین محمد، ښاغلی پاچاخان ځدراڼ، ښاغلی خیال محمد حسیني، ښاغلی ننګیالی وردګ، ښاغلی انور خان اسحاقزی، ښاغلی ضابط جلیل فراهي، ښاغلی مولوي خدایداد، ښاغلی حشمت خلیل کرزی، ښاغلی حاجي عبدالرحمن ځدراڼ، ښاغلی وزیر منګل، ښاغلی موسی خان هوتک، ښاغلی مولوي بلوچ، ښاغلی معین مرستیال، ښاغلی مولوي قمرالدین شینواری، ښاغلی حاجي علم ګل کوچی، ښاغلی شاه محمود میاخېل، ښاغلی فریدون خان، ښاغلی خان جان الکوزی، ښاغلی حاجي علي اکبر ژوندی، ښاغلی فضل کریم فضل، ښاغلی پوهندوی محمداسماعیل یون او سلګونه نور مشران او قومي شوراګانې. همدارنګه د غیر پښتنو وروڼو قومونو ګڼ مشران. هم د ښاغلي غني خواخوږي او ملاتړي دي.

د پرتلنې لپاره د ښاغلي ډاکټر غني د قومي مشرانو د ملاتړو همدغه نوملړ د ښاغلي زلمي رسول د قومي مشرانو د ملاتړو د نوملړ تر څنګ کېږدئ او دقیق یې وارزوئ.

4. د ملي شورا غړي:

د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکیلان د ښاغلي ډاکټر اشرف غني ملاتړي دي لکه نادرخان کټوازی، عبدالجبار قهرمان، حمیدزی لالی، ښاغلی حاي عبدالظاهر قدیر، ښاغلی ګل پاچا مجیدي، ښاغلی همایون او ګڼ نور وکیلان او سناتوران چې شمېر یې له سلو اوړي او تاسو یې د رسینو له لارې هم له نومونو سره بلد یئ، ځکه نو دلته د ټولو د نومونو یادول اړین نه بولم.

د ښاغلي  زلمي رسول د ملاتړ وکیلانو د شمېر لپاره د لاس ګوتې هم ممکن  ډېرې  وي، بیا وکیل تر وکیله هم ده، ممکن د زلمي رسول پنځه ملاتړي وکیلان یوازې د ښاغلي نادرخان کټوازي هومره محبوبیت او نفوذ ونه لري.

همدارنګه لیکوال، فرهنګیان، مدني فعالان، روڼ اندي، د پوهنتونونواکثر استادان، محصلین، د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي او مهم ملي شخصیتونه هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي خواخوږي او ملاتړي دي.

د پورتنیو کتلو تر څنګ به هغو کتلو ته هم اشاره وکړو چې غوڅې رایې یې د ډاکټر غني دي. لکه:

·         د ازبکانو رایه په مطلق اکثریت د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ده، مطلق اکثریت مې ځکه وویلې چې دا ځل د شهید مطلب بېک او شهید سمنګاني کورنیو او پلویانو چې په تېرو دوو دورو ټاکنو کې یې د اسلامي جمعیت نوماند ته رایې ورکړې وې، له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

·         د پښتنو اکثریت رایې هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه استعمالېږي، ځکه پښتانه په تېرو دولسو کالو کې له ګڼو حقونو څخه محروم او په ستونزو کې ښکېل دي، نو له همدې امله دوی د خپلو ستونزو د حل یوازینی وړ نوماند ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی بولي، ځکه نو په غوڅ اکثریت د نوموړي تر شا ولاړ دي.

·         د هزاره ګانو رایه وېشل شوې، ۴۰ سلنه یې له محقق سره ده او ۴۰ سلنه یې استاد عبدالکریم خلیلي سره ده او همدغه د استاد خلیلي برخه رایه  ټوله ډاکټر اشرف غني احمدزي ته استعمالېږي.  د هزارګانو پاتې شل سلنه رایه د ولسمشرۍ د نورو نوماندانو تر منځ وېشل کېږي، خو په دغه وېش کې هم تر ټولو غوښنه برخه د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ده، ځکه هزاره ځوانان او روڼ اندي د نوموړي طرحې او پلانونه د افغانستان په خیر ګڼي او له همدې امله ورته په راتلونکو ټاکنو کې رایه ورکوي.

·         د اسماعیلیه و رایې په غوڅ اکثریت د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ده، ځکه دوی د لویې جرګې په خېمه کې له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

·         د تاجکو ۷۰ سلنه رایې ډاکټر عبدالله ته ځي، ۱۰ سلنه یې هم د اسماعیل خان له برکته استاد سیاف ته ورکوي او ممکن پنځه یا لس سلنه رایې د ضیامسعود له برکته زلمي رسول ته ورشي، تر دې زیات امکان نه لري، ځکه په تېرو دوو دورو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیالان له پنجشېر درې او تاجکان وو، خو د دې باوجود یې هم ایله لس سلنه رایې ښاغلي کرزي ته ورکړې ، سره له دې چې کرزی او زلمی ځمکه او اسمان توپیر سره لري. د تاجکانو پاتې شل سلنه رایې بیا هم د ټولو نوماندانو تر منځ وېشل کېږي او په دغه وېش کې بیا هم  اکثر رایې ښاغلی ډاکټر غني د خپلې پوهې او وړتیا پرمټ ترلاسه کوي.

·          نور قومونه لکه بلوچ، ایماق، نورستانیان، پشه یان، پامیریان، ګوجر، او سلګونه قومي شوراګانې هم خپلې  اکثر رایې ښاغلي غني ته ورکوي.

·         افغان روشنفکران او ځوانان هم د ښاغلي  ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې ورسره په ټاکنیزو سیالیو او منډو ترړو کې په رضاکارانه ډول بوخت دي.

·         ملي تاجران او پانګوال هم د ښاغلي اشرف غني احمدزي د غوره اقتصادي برنامو په خاطر د نوموړي ملاتړي دي.

لنډه دا چې د ولس ټولې رایې له ښاغلي اشرف غني احمدزي سره دي، نو له همد ې امله لکه څنګه چې د پوهې، وړتیا، طرحو، پلانونو، کړنو، لاسته راوړنو او مدیریت له پلوه ښاغلی زلمی د ښاغلي غني سره د پرتلنې وړ نه وو، نو همداسې د رایو له پلوه هم د ښاغلي غني سیال نه دی، د ښاغلي رسول رایې د ښاغلي غني د رایو پر وړاندې داسې دي لکه د کابل سیند پر وړاندې یو ګیلاس اوبه.

د ښاغلي غني، وړتیا، طرحې، پروګرامونه، پلویان، ملاتړي او خواخوږي د هغه د رایو ډېروالی، بریا او مشروعیت تضمینوي، نو د حمل په ۱۶ د شنبې په ورځ  له دغې ملي اجماع او لویې کتلې سره تاسو هم د عادلانه نظام د تاسیس په موخه یو ځای شئ، خپلې رایې مو د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ او ګټه وکاروئ، ځکه هم د ولسمشرۍ وړتیا لري او هم د بریا چانس.

ستاسو د رایو له برکته ولسمشرۍ ته بریالی شوی ډاکټر غني به د خپلو بریالیو، ګټورو، علمي او عملي طرحو له برکته که خدای کول اوسنی افغانستان داسې باثباته او بسیا کړي چې هم به د عزت خاوند شي او هم د حیثیت او له همدې امله به موږ ټول په کور او هېواد دننه بسیا شو، د نړۍ وال فاسد نظام لرونکي له شرم او پېغور به خلاص شو. د ګاونډیو له څپېړو، پېغورونو، واسکټونو او اعدامونو به مو بېغمه کړي او د نړیوالو له سوال، خیرات او ګدایۍ به خلاص شو. ټول هېواد او هېوادوال به مو له خوښۍ ژوند ته موسکي وي. هېواد به مو په خپلو پښو ودرېږي او ټولنه به مو باثباته شي.

د سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله

0 thoughts on “د ”غني“ او ”زلمي“ پرتله، د ګټلو محاسبه/ محمد روښان ښاد”
  1. Dear Rokhan Saheeb,
    The Issue is clear no need for Election The Ghani will the new President
    But the same like election of 2009 also a lot of people wrote the article like U above article, But when we saw the result the Ghani on 4th position the votes of Ghani less from Ramazan Basher dost But now he come to the top????????? What Mr Ghani done in lost 13 years which he in top position of Karzai Government?????????????

  2. رای به عقل غني ،کردارغني ،رفتارغني ، واکدارغني ته ملت دسوکالۍ لپاره ورکو.-

  3. ghani done good job in 13 years we dont want too tell u there if u had a head see in internet he s not our realative all people do for the country we dont want any more croupt government in afghanistan thanks

  4. محترم ښاد صیب سلامونه او احترامات ومنئ

    ښاد صیب ډیره زیاته مننه چې په خپل ځاني مسولیت د دومره زیاته خبره واضح کړې د هغه چا لپاره چې رايې ورکوی او خپل راتلونکې غوره کوي اوس باید هغه کسان چې زړونو کې شکمن وو او غوښتل یې رایې چاته ورکړی د هغوۍ شک هم له مینځه ولاړ باید خپله رایه په ځای وکاروی او د راتلونکی مسولیت څخه ځان وژغوری

    په درنښت

ځواب ورکول dawlatzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *