تاند- د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیمونو له ۶۰ غړیو څخه جوړ شوی کمیسیون وايي چې له یو مورده پرته په ټولو مسایلو جوړجاړي ته رسېدلي دي.
د دواړو کاندیدانو د ملي وحدت کمیسیون د راتلونکي حکومت د جوړښت او څرنګوالي په اړه له یوې اوونۍ راهیسي خبرې کوي او پر له پسې په خپلو خبرو کې پرمختګ کوي.
د دواړو کمییسیونونو سرچینو نن وویل چې ژر به د خپلو خبرو او پرېکړو نتیجې اعلان کړي ځکه چې له نهايي نتیجې یوازې یو ګام شاته دي.
ویل شوي چې دوی به د خپلو پرېکړو په لړ کې د نوي ولسمشر د لوړې د نېټې په اړه هم موافقه وکړي.
ظاهراً دواړه خواوې د اجرايي پوسټ په رامنځته کولو، د اپوزیسیون د مشر پر اختیاراتو او په دوو کلونو کې د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې د دایرولو پر سر موافق دي.
دا کمیسیون وروسته له دې جوړ شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوهم ځل لپاره کابل ته راغی او د دواړو کاندیدانو ترمنځ یې په خبرو کې ولاړ حالت پای ته ورساوه.
تاند ته څرګنده شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ لا هم د اجرايي رييس د صلاحیت او واک د حدودو په اړه اختلاف شته. د عبدالله عبدالله ټیم، چې ځان ورته بایلونکی ښکاري، د اجرايي رييس لپاره د زیات صلاحیت غوښتونکی دی خو د ډاکتر غني ټیم وايي چې د ولسمشر واک قانوناً اجرايي رييس ته نه شي انتقالېدای.
د ملي یووالي کمیسیون په درو کمېټو کې په جلا جلا مسایلو خبرې کوي.
په هره کېټه کې د دواړو خواوو شل استازي برخه لري.
د اجرایی پوست رامنځ ته کیدل او بیا د هغو په صلاحیتونو پریکړی کول زما په ګمان د ددغه دوو ډلو یعنی د ډاکټر اشرف غنی او او د عبدالله د ټیمونو څخه لوړه خبره ده او دا دوه ټیمونه دا حق نه لری چی د افغانستان په اساسی قانون کی دومره لوی بدلون راولی. که همدفه دلی دا کار وکړی دا پخپله د افغانستان د اسسی قانونو ماتول دی .
خوك جه قانون أساسي ته سبكاوي كو ي خداي دي دوي سبك كري