د میني او حسن د سلطنت خان، غني خان وایي …

چي انسان مالک د حسن او سرور شي

اور او ګور  ورته ګلونه لاله زار شي

غني خان په اساسي توګه یو مست صوفي دی او په بشپړه توګه د٫٫ صوفي ازم٬٬ په باریکیو بلد هم یې د شعر په وسیله اظهار کړي دي ، مقصد یې ترخپل خدای رسېدل دي ، د استاد بېنوا په قول :

غني د عارفانو په څېر د انسان زړه د خدای کور ګڼي او د یو مفکر انسان په حیث خپل خدای نه په جومات کي لټوي او نه په مکه کي ، بلکه په خپل زړه کي یې مومي نو وایي …

په جومات کي مي ونه موند، په مکه کي رانه ورک شو

خدای می زړه کي را پیدا شوچي مي مخ د یا رکړ ښکل

چي خدای یې په خپل زړه کي وموند، نو هله پوه سو چي د ده پوه هیڅ ده او په ټولو ظاهري او معنوي لارو، چارو کي خدایي لارښووني ته اړ دی ځکه یې نو له خپله خدایه داسي هدایت وغوښت …

خدایه! وکړم د غنچې سره خندا

که د خوار غریب بلبل سره ګریان

خدایه! وګورم د خپل یار ښکلي مخ ته ؟

که د خپل سوي زړګي شم تماشان

خدایه ! وویریږم ستا د لوی دوږخه ؟

یا که تمه کړم شروع د حور غلمان؟

ته پوه کړه، ته مي پوه کړه نه پوهیږم

چي زه تا کړمه خوشاله او که ځان ؟

او هغه وخت چي غني د یوه مفکر او متجسس انسان په حیث د کائناتو او ژوندون د پُرپیچومومسائلو، په شاوخواکي فکرکوي او فکریې کومي قناعت بخشي نتیجې ته نه رسیږي ، نو بیاهم خپل خدای ته رجوع کوی ، او د خپلو فکري مشکلاتو حل له خپله خدایه داسي غواړي

خدایه! عقل چي وو، زړه دي ولي راکړ؟

په یو ملک کي دوه خودسره بادشاهان؟

بادشاهي او فقیري دي ولي یو کړه؟

د ژوندون په هره سا کي مرګ پنهان

خو کله، کله د خپل خدای مینه، ده ته دومره جرائت ورکړي چي ځیني رندانه خبري یې هم له خولې وزي لکه چي وایي :

ما به شمع، شمع کړله، تاکه جوړ رانه پتنګ

تلمه ښکار له د کبوړو، تا ورپېښ کړم په نهنګ

ما د کسته وې ملنګ یم، تا رښتیا کړمه ملنګ

ما پيښې کړې د تورزنو، تامي کور له راوړو جنګ

زه خو غږ کولی نه شم ، په ګیلو ته خپه کیږې (۱)

غني خان د٫٫ رنګ او نور٬٬ خبره کوي او عطایي ملا هم دا خبره٫٫ مینه او حسن٬٬ نوموي :

غني او عطایي په شعر کي د متصوفانه سمبولیزم خوښونکي دي ، د یوخیال په تراشلو پسي کله یې د جماعت په لټون او کله د مصورۍ په شوق او جنون کي او کله یې د رباب په ترنګ کي او ډېر وختونه یې پخپلو زړونو کي ولټوي د٫٫ نارسایي٬٬ جنون مست ساتي ،په پیالو کي ، په سجدوکي ، د حسن د٫٫ دیوي ٬٬په پښوکي :

غني د ٫٫حسن٬٬ تر عنوان لاندي نظم په یوه څنډه کي داسي وایي :

دا د عشق وجود

دا د میني راز

دا د سوز خوند

دا مستي د ساز

د حسن اساسي تعریف لږنور هم پراخوي :

خدای چي پیدا کړ د ځان نه زور

کړل بې ترې لاندي څیزونه نور

سریې اوچت کړ تر نیم آسمانه

الله موسکی شو حسن پیدا شو

٫٫کیټس٬٬ هم حسن حقیقت او حقیقت حسن او اظهار یې شاعري نومولې ده :

د حسن ، خیر او حقیقت تر منځ چي دا د زرو نو کلونو کوم واټن او توپیر چي وینو یا اورو هغه کوم اصلي او اساسي توپیر نه دی ، دا خو تش د زاویې او نظر توپیر دی ، اصل کي د درو واړو اساس یو دی چي یقیناً ګټور دی، او دا بیا بېله خبره ده چي د کلتوري ودي او تمدني تواریخ سره، سره خپله د ګټو (مفادو) معیار په څرخ اخته سو چي د کثیف څخه لطیف او د لطیف څخه لا لطیف کېدل ، او د حسن تصور دوره پر دوره د کثیف څخه لطیف ګرځېدو (۲)

د حسن د معیار او ارزښت په اړه ، غني او عطایي سره هم نظره دي او د فطرت د یوې ځانګړي لورویني په توګه د خپلو تصوراتو ٫٫دیوي٬٬ ورته ښکاري خو اصل کي حسن د٫٫ میني٬٬ کمال ورته ښکاري لکه چي ٫٫عطایي ملا٬٬ چي ورته اشاره کوي :

یو خوا حسن ، بل خوا مینه ، ربه ! ستا آدم مظلوم دی

په دې خټه کې لږ اور دی ، ورښیي د ګناه لاري

یا

د سحر د سترګو پرخه، د مازګر د غروب کرښه

ستا د حسن خیال آبادکي ، پردېس خیال یم تېرېږم

چي د حسن د معراج ادراک ورته وسي نو :

غر د حسن نړېدلی، د زړه کاڼي یې راوړمه

د جنون د دښت لمن کي ، د عشق څلي جوړومه

غني او عطایي ملا د جنون او عشق د ادراک او اظهار له رویه سره نژدې دي خو په خپلو، خپلو سمتو کي روان ښکاري، د عطایي ملا د٫٫ حسن او میني٬٬ فلسفه او د غني د ٫٫عشق او جنون٬٬ له فلسفې څخه بېلولای نسو ، نه عطایي ملا د خپلي دې  ځانګړي فلاسفي خبره د غني د عشق او جنون د فلسفې د بېلولو کوم کوښښ کړی دی ، بلکه د غني خان خو دومره مینه او احترام لري لکه چي وایي …

زه تر ۵۵ کلنۍ په تېښته،تېښته را واوښتم، زما په امریکن ښار٫٫ ورجینا٬٬ کي د ذوق د ملګرو د ځوانانو حلقې چي موږ د دروېشانو حلقه نومولې وه، د اشنغر د مست ملنګ د ژبي د خان،٫٫ غني خان٬٬ د تجلیل پروګرام نیولی وو، د حلقې ګرو کاکا جلالي٫٫ ډاکټر لطیف جلالي مرحوم ٬٬په وچ زور زه هم د دا لوی ږیري او د ملایي د اسمي ټائټل (!) سره، سره و میدان ته ورټېل وهلم، او د دې مجلس د صوبه دارۍ (مشرۍ) د اغزو تاج یې زما په سرکړ، نو مجبوره سوم د غني خان څه چاپ سوي لیکي مي د څه خبري ، مبري د تیارۍ لپاره لټولې چي پر دې تورو یې پېښ سوم

ستوري ته آسمان کي یوه ورځ ووې هلال

خدای آدم ته مینه ورکړه موږ ته تش جمال

زه به په خندا ورکړم دا خپل د ښایست کمال

ماله که یو څاڅکی مینه راکړي څوک په سوال

مینه حقیقت ، حسن سایه د حقیقت ده

حسن له زوال سته ، مینه نلري زوال

د خان دا د میني د حقیقت او د حسن د زوال په کوتیشن مي ډېري ورځي سر او زړه ( ذهن او احساس) بوخت وو، ما په دې ګای دومره مراقبه وکول چي قریب،قریب دغه قال مي حال وګرځېدی ، او بیا چي مي د غونډي په شپه د خان٫٫ لټون٬٬ کتاب ته لاس کړ نو دا توري را ووتل :

لیري، لیري په وریځو کی یوه سپینه څوک ښکاري

خوپه لاره کي درې دي ، غرونه،غرونه د غمونو

که په عقل ور روان سې ،که ایمان جادو ته بوځې

که صوفي ، سادو، ملنګ شې ، که باچا شې د ملکونو

د دنیا لاري بې شماره، هلته بس یوه ده لاره

نوم یې مینه او رحمت دی، نوم یې مینه او وفا ده

تېرکال زما استاد شیخ (حنوتي) د الله او اله د تورو پرلساني اشتقاق باندي خبره راته کوله تر ډېر قیل وقال وروسته یې دا خبره وکړه چي د عربي د لساني او لفظي اشتقاق په حساب د الله توری د میني معنیْ ورکوي د میني جاذبه او Feelingد ایمان سټه او د خدای د محسوسولو یواځینۍ لاره ده، او د احسان، حسنه، حسنیْ ، حسین د کلماتو لفظي اشتقاق د حسن له توري سوی دی چي اساساً د نېکۍ معنیْ افاده کوي :

په ما د شیخ دا خوندور استنتاج او توضیح یو حال طاري کړ، ترخوله مي بې اختیاره سبحان الله، سبحان الله ووتل، ځیګرمي تود او سترګي مي لندې سوې ، د خدای، میني او حسن متعلق می د لېوني فلسفي ٫٫غني خان٬٬ هغه څو لیکي سترګوته ودرېدې چي د خپل شعر په یوه سریزه کې داسي لیکلي وو:

٫٫شاعر که خدای نه پېژني شاعر نه دی او څوک چي ښایست ونه پېژني هغه خدای نه سي پېژندلای، حسن نېکي ده او نېکي حسن دی ، چي کوم خیال ښایسته وي هغه نېک وي او کوم څه چي نېک وي هغه ښایسته وي ٬٬

عطایي ملا د غني په اړه مخ په وړاندي داسي لیکي :

په یو قوم کي د ذوق بر میدان له نومونو او رسمونو بې پروا قلندر مست غني موجود وي ، کوم ناخبره ګنده بغل ا کلک خراب به د شاعري ادعا کوي ؟ او کوم بد ذوقه بې خبر به یې د شاعرانه نفاق د قیل و قال خریدار وي ، او خوله به پې خوږوي (۳)

حضرت بیدل وایي :

گویند بهشت است همه راحت جاوید

جائیکه بدانمی نه تپد دل چه مقام است

( وایي په جنت کي به مي تل پاتي راحت په برخه سي

چي چیري داغدار زړه په مینه تپیږي نه ، دا نو هم څه ځای دی )

د ښاغلي غني خان تصور د جنت په اړه ( د بېنوا صاحب د قوله رندانه دی) هم ځانګړی تصور وړاندي کوي ځکه هغه د فقیرۍ او د سکندر په تاج پوهیدلی وو، د خپل خدای سره د سپېڅلي میني په حقیقت رسېدلی وو، هم دا جسارت او د روایتي شاعرانه تصور برعکس نېغ په نېغه خپل خدای په خپل جانان مخاطبوي جانانه او د میني راز او نیاز ورسره کوي ، کله یې سترګي توروي ، کله یې څڼي ږمونځوي ځکه هغه  دخپل خدای د نُور څاڅکی په خپل وجود په خپل اروا کي اخښلی دی :

خپل خدای ته د رسېدو په لار کي هرڅه ورته ٫٫هیڅ٬٬ ښکاري او  د خپل تصور سترګي روښانه ساتي هم باور ورباندي کوي او هر منظر د شعور په رڼا مینځی هم په فلسفیانه انداز او زاویه یې څیړي منطقي انجام ته یې رسوي .

د جنت په اړه هم غني خپل ځانګړی تصور لري د ښاغلي بېنوا صاحب په قول :

ښاغلی غني لکه څنګه چي د ژوند په شاوخواکي ځان ته فلسفي فکر لري ، ترمرګ وروسته دنیا ته هم په مخصوص رندانه نظر ګوري :

مثلاً د غني جنت یوازي د څکلو ، خوړلو او د حورو د لیدلو جنت نه دی ، او نه دی په جنت کي د دنیا مزې لټوي ، دی د داسي فکر خاوند ته وایي :

ماته وایي چي ځه چي جنت ته ځو

ستا!جنت ستا!د لوږي ارمان دې

ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک

ستاجنت نیم پیرس نیم تهران دې

ستا جنت کي دریاب د شودو روان

پیمانې د پیرنۍ نه بر پوري دي

ستاجنت کي جنون او تالاش نشته

ستاجنت کي څربي، څربي حوري دي

ستاجنت کي نه سوز نه ارمان شته دې

غټي خیټي ، لمدې سپوري شونډي دي

ستاجنت کي غوښتل او بېلل نشته

واړه حوري رضا، او بربنډي دي

ستاجنت د جنون بې خبره ژوند

ستا جنت یو هوښیار شان تصویر د ځان

ستا جنت د شهوت او د تندي ډک

ستا جنت ستا د لوږي د تاو امکان

ته په جنت کي مزې د دنیا لټې

د حورو سترګوکي د ډمو خندا لټې

ته به آسمان کي وږمې د ډېران لټې

او په تیروکي سپوږمۍ له مکان لټې

بیا نو خپل جنت ورته داسي ښیي:

جنت یو خیال دې د عشق، د مستۍ یو رنګ

جنت یو شرنګ د ګنګرو د ځوانۍ د غورځنګ

جنت نازک دې د ګل د ارمان هسي

جنت ښیسته دې زما د جانان هسي

جنت دریاب یو د میني او شان دی

هره قطره یې سپوږمۍ هرڅاڅکی جهان دی (۴)

د عطایي ملا د جنت تصور آفاقي دی هم د غني پشان رندانه دی :

مجنون خوب کي جنت ولید ، هرڅه وو لیلایې نه وه

وې یارانو جنت شړ دی ، ځان ساتی له دې سقره

د آدم ژبه خو مینه پوه په خوند د هجر او وصل

دا جنت دوږخ لا څه دي ؟ لږخو پوی مي کړه دلبره !

یا دا

بیا ګورو چي شیخ څنګه؟ لنډوي د جنت لاره

ستا مستي یې په سر بار کړه ، زما جنون یې زولانه کړه

د سبا برخه نن غواړم ، د آدم تلواري زوی يم

ته واښکي د کوڅو راکړه ، ځم جنت را بارومه

جنت غړب صوفي ته وایه ، لږ حیا د رب له سترګو

حوري غواړې بې شماره، خو ذکرونه دي په شمېر وي

حافظ (شیرازي) د تصوف دغه (دود) عقیده مني چي د خدای پاک ذات حقیقت مطلق او مطلق حسن دی چي په واړه کائنات کي روان او په منډو سر دی :

د کائنات د تخلیق په لومړی ورځ الله تعالیْ په ټولو مخلوقاتو کي انسان د خپل امانت په بار سرفراز کړ.

٫٫ انسان په ټوله کائنات کي افضل ترین دی ځکه چي د ازل په ورځ د انسان څخه پرته ټولو د میني د دط تر پیمان اخیستلو څخه معذرت څرګند کړو :

حافظ د نورو صوفیاو غوندي د دې عقیدې څخه یوه پراخه د میني نظریه لاس ته راوړله ، د حافظ په اند چی نور ټول د فطرت مظاهر او انسان مطلب د تصوف په اصطلاح مجازي مظاهرات في الحقیقت د الله یاد٫٫ ازلي حسن٬٬  او د٫٫ ابدی حقیقت ٬٬زیږنده دي ( چي په دې ټولوکي دا ډول شتون لري لکه چي څه ډول په بدن کي روح ده ) نوځکه د خدای د ټولو مخلوقاتو سره مینه د خدای سره د میني کولو دویم نوم دی ، د خدای دخلوقاتو سره مینه د خدای سره د میني کولو دویم نوم دی ، د خدای د مخلوقاتو خدمت بهترین عبادت دی ٬٬

هم دغه تصور حافظ دې نتیجې ته رسوي چي نړۍ د اسلام او کفر په دوو داسي برخو کي ویشل چي یوه دي د رڼا او بله دي د تاریکۍ کرښه چي د خدای جلوه هرځای او په هرڅه کي سته، نوپه کعبه او بتخانه کي به څه ډول توپیر وسي :

درعشق وخانقاه وخرابات شرط نیست

هرجاکه هست پر توی روئ حبیب هست

( په عشق کي د خانقاه او خرابات (شراب خانه) شرط نسته

چي هر ځای وي هلته د حبیب د مخ رڼا ده )

یو بل ځای وایي:

در خرابات مغان نور خدا بینم

دین عجب بین که چه نوری زکجا بینم

(د مغان په خرابات کي د خدای نور وینم

څه حیرانونکې خبره ده، چي داسي نور زه د کومي وینم )

دا ډول حافظ٫٫ عشق ٬٬او خواخوږي د ټول کائنات د٫٫ هستۍ ٬٬وجود د ارتقاء پیلامه او اساسي اصول پاموي او بني آدم یې امین ګڼي :

د حافظ په اند د خواخوږۍ دغه احساس د انساني خصلت تر ټولو قیمتي او لطیف جوهر دی چي د٫٫ آب ګل ٬٬په دې رغونه کي ټوله اخلاقي او روحاني ښګړي را پیدا کوي :

دوش دیدم که ملائک درمیخانه زدند

گل آدم بسر شتند وبه پیمانه زدند

(پرون مي لیدل چي ملایکو د میخانې٫٫ عشق٬٬ دروازه ورټکوله

هغو هلته د آدم خټه واخښله ، د شرابو پیمانې یې ورځني جوړولې )

د انسان په خصلت کي د میني وجود د خدای (پاک) لوروینه او امانت دی ، دا یو امانت دی چي کثرت او شتونوالی یې انسان تر ټولو پستیو لوړوي ، دخیر او برکت په لور یې سیخوي (۵)

د ښاغلي غني خان په شاعري کي هم ٫٫انسان٬٬ پخپلو خدایي صفاتو سره راڅرګندیږي ، د ښاغلي استاد بېنوا په قول :

انسان د غني په نظر کي ډېر لوړ مقام لري ، حتیْ د کائناتو او موجوداتو مطلب او روح انسان ګڼي او بې له انسانه آسمان هم بې معنیْ بولي ، له هم دې کبله خپل ځان د یو حقیقي انسان په بڼه کي داسي ښیي :

زه یم ، زه یم رنګ سرور او شرنګار زه یم

د جانان سترګوکي مړاوې خمار زه یم

دا تعبیر زما د مست زړه د تالاش دی

یار زما د زړه ارمان دی دلدار زه یم

دا زما زړه چي د ښیست او رنګ شي وږی

سپرلی سره ګلونه راشي بهار زه یم

دا چي زه شم د مسکو شونډو لیواله

لیلیْ جوړه کړم د حسن معمار زه یم

دا خو زه د ځیګر سوز په هوا سور کړم

روح، مطلب، آواز د ستار زه یم

چي زه نه یم بې معنیْ جنت آسمان دی

د جهان د سوز او میني مختار زه یم

دومره بوی شوم په دې وړوکي غوندي ژوند کي

یار زما کمال ، کمال د دلدار زه یم (۶)

عطایي ملا چي د ٫٫غني٬٬ غوندي په بشپړه توګه د ٫٫زه٬٬ په ارزښت پوهیدلی او د ٫٫زما٬٬ څخه د ٫٫زه ٬٬په لور سفرراکړی دی نو وایي :

زه د میني ، جل وهلی ، ستاښایست د سراب موج سو

ژونده ! لږ انصاف خو وکړه ! نوم دي ٫٫مرګ٬٬ نه دی نو څه دی؟

بیګا ٫٫حسن ٬٬او٫٫ مستۍ٬٬ دواړو په ٫٫جنون٬٬ توبه کړه ذبعه

٫٫افسون٬٬ ږغ کړه وینې زما ده ، معبد په رنګومه

سوځوې مي ، سازوې مي ، ژړوې مي ، خندوي مي

زه به یار که به اغیاریم ، ماخبر زما په حال کړه

وخت باچا شانته روان دی، ژوند مجبور اسیر غلام دی

زه یم ناست تلم کلونه ، ښادي پاو خیژي غم سېر وي

د حسن او میني باطني ادراک پېژندونکي ٫٫غني خان٬٬ او ٫٫عطایي ملا٬٬ چي د جنت کوم تصور وړاندي کوي نو شیخ او ملا ځکه ملامت ګڼي چی هغوی د جنت د میني په تصور کی حرصمند دي هم د حسن او میني باطني ادراک ته په رسېدو کي ناکام ګرځېدلي دي .

ماخذونه

(۱) د پښتونستان مبتکر او فلسفي شاعر عبدالروف بېنوا کتاب سال انیس ۱۳۴۶

 (۲)ادب اور زندګي ، فراق، ۱۳۱

(۳)د وخت ضرب مقدمه عطایي ملا

 (۴)  د پښتونستان مبتکر او فلسفي شاعر

(۵)  ذکر حافظ سجاد ظهیر

(۶)د پښتونستان مبتکر او فلسفي شاعر

One thought on “د غني او عطایي ورته والی په څه کي دئ/ عصمت الله زهیر”

ځواب ورکول نادر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *