تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: د ولسمشر غني سرسخته مخالف کاندید ابراهیم الکوزی نن په یوه رسمي غونډه کې د دولت ساز ټاکنیز ټیم مشر محمد اشرف غني ته له خپلې نوماندۍ تېر شو.

محمد ابراهیم الکوزی د کندهار اوسېدونکی او د ولسي جرګې ناکام نوماند و، خو په ولسمشریزو ټاکنو کې یې اشرف غني څو ځله چلینج کړ چې مناظره دې ورسره وکړي.

نوموړي نن له خپلو مرستیالانو او پلویانو سره یو ځای غرمه له ولسمشر غني سره دوه په دوه کتلي او بیا یې د خپلو پلویانو په منځ کې ولسمشر غني ته له خپلې نوماندۍ څخه انصراف اعلان کړ.

ښاغلي الکوزي له اشرف غني سره د یو ځای کېدو په مراسمو کې وویل، دی د ملي منافعو په پام کې نیولو له مخې د دولت ساز ټاکنیز ټیم ته راغلی دی.

ښاغلي ابراهیم الکوزي چې څه موده وړاندې یې قسم کړی و چې په ژوند کې به ترې ولسمشر غني کامیاب نشي، نن په خپله دې پرېکړه خلک حیران کړل چې څرنګه او په کوم څه باندې له ولسمشر غني سره یو ځای شو؟

تر ده وړاندې زلمی رسول، شیدامحمد ابدالي، نورالحق علومي هم ولسمشر غني ته له نوماندي تېر شوي وو.

One thought on “د غني سرسخت مخالف ابراهیم الکوزی له دولت ساز سره یو ځای شو”
  1. ښه به داوه چی دوه نور قابل حساب ټیمونه د ملی ګټو او احتمالی بحران په خاطر د د.غنی سره یو ځای شوی وای او دا دوی ته او افغانستان ته ګټوره تمامیدای شوی او تدریجی اصلاحاتو او پرمختګ ته هم زمینه مساعده کیدای شوای ،چی یو یی نبیل او بل یی حکمتیار وی ،او دا د ټولو نابرابریو سره سره د ملی ګټو او بحران د مخنیوی لپاره؛دا ګناه نه بلکی انتخاباتی جهاد نومولی شو او ډیر قاطع اثر یی درلودای شوی

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *