له پیړیو راهیسې کله یو جنګ او کله بل جنګ …. مودې وشوې چې د هندوکش د غرونو په سرونو کله اورونه بلیږي او کله دردونه … خو د فطرت د مهربانۍ لاره څوک نیولې شي؟ د ژوند لار څوک تړلې شي؟ د دغه غرونو په لمن کې تل ګلونه ټوکیدلي دي … دلته  په هر کاڼي، هره لاره او هر ګودر کې د احساس او رنګ سپرلي تل تاند او تپاند پاتې شوي دي.

دلته د سیندونو په غاړه د رنګ او نور کیسې شوي دي … دلته په حجرو کې ارمانونه او سازونه غاړه په غاړه شوي دي … دلته بدها د ژوند راز موندلې دی … دلته پیر روښان، خوشال خان، حمید ماشوخیل او رحمان بابا د د ژوند د لازواله ښایستونو سندرې لیکلي او ویلي دي… دلته باچاخان د عدم تشدد او امن په نوم د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي او اصلاحي غورځنګ را اوچت کړی دی …. هم د دې خاورې نه د میوند د ملالې د ننګ چغه او د سوات د ملالې د رڼا پیغام  د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیدلې دی.

دلته خو د غره د شپونکي شپیلۍ هم د ژوند د ښایستونو خبره کړې ده … دلته خو د هرې ټپې په سینه کې د تاریخ او سماج د جبر داستانونه پټ دي …. دلته خو په ماتو شوو منګو کې هم خلک د ګلونو کر کوي …   

دلته د تاریخي پشکلاواتي په غیږه کې یو؛ لیوني فلسفي؛ د تاریخ په ورکو شوو کتابونو او د تللیو ټولو کاروانونو په مزلونو کې د خپل قام د ورک شوي منزل درک موندلې دی… دلته غني خان د انساني ژوند په اړه هغه پوښتنې راوچتې کړیدي کومې چې د خپلې ریښتینولۍ او اوریجینیلیټۍ په حواله د نړۍ د سترو پوهانو او منورینو د فکر سره پرتله کیدې شي.

غني خان د خداي ، انسان او کاینات په مشاهده او مطالعه کې د نور او رڼا په هغه جهانونو ګرزیدلې دی چرته چې رب جانان دی او د جانان سره د عقیدت او مینې د اظهار لپاره د کوم ریبار یا استاذي حاجت نشته. غني خان مونږ ته هغه مخونه ښکاره کوي کوم چې دعوا د خدای د مینې کوي او کارونه يي له ظلم او وحشته ډک دي.  

د ملا عبادت کسب :پاسیدل او کیناستل

د حلوه په ارمانونو :تل الله الله کول

د ملا مینه عجبه : په پیتۍ مینیدل

اود حورو لمغړو ته :د خرچوکو هڼېدل

د صوفي عبادت ویر دی: سوزیدل او ژړیدل

د رحمان رحیم د نوم نه: رپیدل او یریدل

د صوفي مینه عجبه: د زړه ګل مړاوې کول

بېکنار دریاب د حسن: په کوزه کې بندول

د زاهد عبادت چړ دی: سوال منت زاري کول

په جنت او دې دنیا کې: د فایدې سودا کول

د زاهد مینه عجبه: په خپل ځان مینیدل

د ریا سپي جوټه کړی: دلربا له ورکول

د غني عبادت مینه : ځان جانان کې ورکول

د مینو سترګو شړنګ ته: ګډیدل او خندیدل

د غني مینه عجبه: ټول بیلات او هیڅ نه ګټل

دا خپل ځان او جهان دواړه: یو خمار کې ورکول

هغه ملاجان چې په دې خاوره د وهم ، تیارو او ویرې تخم کري ددې خاورې ازلي دښمن وو خو چا پیژنده ځکه نه چې هغه له ځانه د تقدس یوه داسې دایره راښکلې وه چې د هغې نه خپه اړول په سور دوزخ کې قدم ایښودل وو. هغه ملاجان لکه د خپل زړه د تیارو ددې اولس په ذهنونو او زړونو کې د تیارو کورونه جوړ کړي وو … هغه ملاجان وظیفه خو ددې غریب اولس خوړه خو ولې ملګرتیا يي د سامراج او یرغلګرو سره وه.

غني خان د خپل ځان او خالق ترمینځ ددغه ملا وجود نه منلو .. ځکه چې د غني خان په نیزد ملا د انساني پرمختګ ، خوشالۍ او بشردوستۍ په لاره کې یو لوې دیوال دی…. دغه ملا د وهم او ویرې علامت وو … او د انسان د نجات او خوشالۍ لاره د وهم او ویرې نه بلکه د امید ، مینې او یقین لاره ده.

لیونیه ایمان څه دی: ملا دا دې پوخ ګمان

د یو خوب په زړه لیده دي: د وصلونو د جانان

لیونیه حوره څه ده: ملا سپینه لولکۍ ده

یوه کرښه د شفق ده: د خندا بړبوړکۍ ده

لیونیه چې مونځ څه دی: ملا خاورې ښکلول دي

د جانان کوڅې ته تلل دي: د امید ارمان کیدل دي

لیونیه سجده ده: ملا ځان خاورې کول دي

د مستۍ د ګلو هار: د یار خپو کې اچول دي

غني خان په وړومبي ځل د نړۍ د پرمختللو تهذیبونو او ټولنو فکر په خپله لمن کې لکه د ګلونو راټول کړل او د پښتنو راروانو نسلونو ته يي په لاره کې اوشینده. .. هغه غوښتل چې دا قام هم د خپل ماضي د مزار منجورتیا پریږدي او د رڼا د هغه منزل په لور ګامونه واخلي چرته چې ټولنه په مینه او پوهه ولاړه وي چرته چې د انسان قدر د هغه په زیار او کار وي او باچايي د بشریت وي.

One thought on “د غني عبادت مینه/ شاهین بونیری  ”

ځواب ورکول kamran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *