ډاکټر اشرف غني ولې له دوستم سره یو ځای شو؟

د دې خبرې لنډ، ساده ځواب دی. انتخابات په رأیه ګټل کېږي، او دوستم رأیه لري. له دوستم پرته، هغه رأیه، چې ډاکټر غني کامیاب کړي، بل ځای نشته، او دلیلونه یې ټولو ته واضح دي.

که ټاکنې ګټل نه غواړئ، بیا نو اشرف غني مه ملامتوئ، ټاکنې تحریم کړئ. دا خلک اصلا دوه ډوله پیغامه لري. یا وایي چې اشرف غني دې نه کاندیدېږي. نه دې یې ګټي. پرې دې ږدي چې نظام خراب شي، ځکه، نه کاندیدېدل، او بې رأیې کاندیدتوب یې یوه خبره ده. او یا بیا دغه خلک د نورو کاندیدانو کمپاینران دي، او له دې موضوع د غښتلي اشرف غني پر ضد د منفي کمپاین کار اخلي. په دې قضیه کې درېیمه نه را جوړېږي.
اصلي ستونزه دا نه ده چې خلکو د اشرف غني سیاست نه دی درک کړی. اصلي ستونزه دا ده چې خلکو مطلقاٌ سیاست نه دی درک کړی.
سیاست د ګټې او تاوان لوبه ده. د اسلامي شریعت له لحاظه چې په سیاست کې کومه فقه کارېږي، هغې ته د موازنې فقهه وایي. د موازنې د فقهې معنا دا ده چې، هرڅه موازنه شي، او ډېر ګټور ته په لږ ګټور، یا لږ ګټور ته په مضر، یا لږ مضر ته په ډېر مضر ترجیح ورکړل شي.

د افغانانو سیاست بیا د موازنې د فقهې پر اساس نه، بلکې د مجادلې د اصل پر اساس دی.

دلته خلک د ډاکټر غني یوه منښته ویني، خو نور یو درځن ارزښته یې نه ګوري.

په سیاست کې آرمانيتوب  د مطلقیت په معنا نه دی. په سیاست کې ارمانونه هم مطلق نه، بلکې نسبي ترلاسه کېږي.

له بده مرغه، موږ سیاسي استدلال په دماغ نه، بلکې په شاعرانه زړه کوو، او د یوه یاقربان ناره، تر سلو معقولو دلیلونو ډېر اغېز راباندې کوي، په داسې حال کې چې سیاست، او طبابت، له آره د نه عاطفیتوب په یوه اصل شریک دي. سیاسي رهبر مجبور دی، د ستونزو د تداوي لپاره په سخت زړه جراحي وکړي، خو که شاعر سړی جراح شي، نو دی به اوښکي تویوي، او ناروغ به سا ورکوي.

هغه ورځ یوه را ته لیکلي چې، قرارصیب تر محض ولاړ، په خرپ نړېدلې ښه ده.
په سیاست او جګړه کې دا ډول پرېکړه وېروونکې او مدهشه ده.
دا ځوان نو څه خبر دی، چې د ملتونو نړېدل څه معنا لري. هغوی چې جنګ غواړي، د جنګ له زوره نه دي خبر…
دا متلونو ستاسې په شخصي تصامیمو کې په خپل مسؤولیت استعمال کړئ، پروا نه لري، خو د ملت برخلیک په متلونو نه ټاکل کېږي.
زموږ سیاسي تبصرې منثورو شعرونو ته ورته دي چې له مبالغو، استعارو، کنایو، او رنګینو الفاظو ډکې دي، په سترګو کې اوښکي ژر راولي، خو سر ته عقل نه شي را وستلای.

په سیاست کې د عربانو د پېړیو بصیرت ښه کار ورکوي چې وایي: طلب الکل، فوت الکل… هر څه غوښتل، هرڅه له لاسه ورکول دي.

که دا څو ورځې پرلپسې رسنۍ وکتل شي، له افغانانو، په تېره پښتنو افغانانو پر ټولنیزو، او نورو رسنیو دښمن ورک دی. د تېر دېرش کاله د جګړې مجرمان، اختطافچیان، د ځمکو غاصبان، اسلامکاري، قاتلان، انتحاریان، بدموره ګاونډي، یهود، اسرائیل، مصر، سوریه، کفر او اسلام ټول پاتې دي، او په دین او وطن مین شازلمي د خپل هېواد د تر ټولو لویې هستۍ په غندنه داسې را توش دي لکه نه چې کوم بل مضریت پاتې وي، او نه کوم ګټور کار.

موږ چې غني ستایو، شخصیت نه پالو، بلکې د شخصیت تر شا پراته ارزښتونه پالو.

زموږ په نزد، اشرف غني فرد نه دی، لاره ده. که هغه، د فرد په حیث، له لارې منصرف هم شي، د هغه لاره خپل مالکان لري. د هغه شخصیت نن ورځ ځکه یادېږي، چې تر شا یې څو شمېرلي خو حیاتي ارزښتونه پراته دي.

لومړی، او تر ټولو لوی ارزښت د هغه دریابي علم دی. علم، په مشر کې له دوو عمده شرعي شرطونو څخه یو دی، چې دوهم یې امانتداري یاده شوې ده.

دوهم ارزښت، د اشرف غني د قاطعیت، پوهې، او شخصیت او اوسني حالت تناسب دی.

 دریېم ارزښت د ده معنادار او احساسېدونکي شعارونه، طرحې، او پلانونه دي. مثلا، د دوام، او تحول د موازنې د شعار معقولیت او وزن تر دې دمه د هیڅ کاندید په شعار کې هم نشته.

څلورم ارزښت د ده تر شا د ولاړو انسانانو کیفیت دی. دا شپې ورځې یو څو نورو څېرو ته هم په تمه یو. که هغه هم د ډاکټر غني ملې شي، نو تر شا به یې د تېرو یوولسو کلونو آزمویلي سپېڅلي، وړ، او زړور کدرونه را ټول شوي وي.

که د راتلونکي وړاندوینه نشئ کولای، د تېر ارزونه خو کولای شئ. وګورئ، چې د ډاکټر غني شالید څنګه دی، اتمر وزارت د کلیو پراختیا وزارت څنګه اداره کړی و، او د کلیو پراختیا وزارت یې کوم ځای ته رسولی و؟ په معارف کې یې په لنډه موده کې څه وکړل، او د کورنیو چارو د وزارت پر مهال یې په اختطافچیانو څه حال راووست؟ او بیا چې د کلیو پراختیا وزارت جمعیت ګوند ته په لاس ورغی، له کلیو پراختیا وزارته څه جوړ شول؟ جلالي د څه پر سر استعفاء ورکړې وه؟ بشردوست ولې له پارلمانه ایستل شوی و؟

موږ ولې له هغو خلکو، چې په ماضي کې یې خرابیاني کړي، په آینده کې د ښو تمه لرو، او له هغو چې تېر کردار یې له لاسته راوړنو، قاطعیته، شفافیته او زحمت کشۍ ډک دی، په آینده کې د خرابي وېره لرو.

پنځم ارزښت د افغانستان پر ماضي، یعنې سپین ږیرو د ده کم، او د افغانستان په نن او راتلونکي، یعنې ځوانانو ډېر حساب دی. دا چې هغه به د درځنونو سلاکارانو پر ځای ۵۰۰ ځوانان ارګ ته ننباسي، او څلور اقلیته به په څلورو سیاسي اکثریتونو بدلوي.

زه له دریو لومړیو کاندیدانو څخه د یوه کاندید دفتر ته ورغلی وم، ما وېل د ځوانانو د را ښکېلولو لپاره څه پروګرام، طرحه، ژمنه، شعار؟؟؟ وېلې ځوانان خو څه له اسمانه نه دي را ښکته شوي، خو د پلاني حاجي صاحب دوه ورېرونه دي، د پلاني حاجي صېب څلور ورېرونه دي، د پلاني حاجي صېب څو زامن دي. چې هغه ورته ووایي، ځوانان هماغسې کوي. که بل څه نشئ کولای، همدغسې یوه ساده پرتله خو کولای شئ چې یو ځلې د اشرف غني تر دفتره هم زحمت وباسئ، او بیا د یو دوو نورو کاندیدانو لور ته هم سر ور ښکاره کړئ.

شپږم ارزښت یې د ده په اړه موجود نړیوال احترام، او په نړیوالو صحنو کې د ده بدلتیا او زړورتوب دی. هغه چې د ملګرو ملتونو سرمشرۍ ته کاندیدېدای شي، د ګڼو هېوادونو اعتماد ته ضرورت لري، او نوموړي دا اعتماد درلود.

اووم ارزښت یې د ده خپله کاري سابقه ده. دا چې نوموړی د نړۍ په کچه د خپل وخت تر ټولو بریالی مالیه وزیر شو. دا چې ده افغانۍ افغانۍ او سرداره کړه. دا چې ده ملي پیوستون طرح، او اتمر تطبیق کړ. دا چې ده کابل پوهنتون پوهنتون کړ. دا چې د ملګرو ملتونو مشرۍ ته د کاندیدۍ پر مهال یې له لویو قدرتونو د ملګرو ملتونو د خلاصوالي ژمنه کوله. دا چې ګمرکات او عواید یې مرکزي کړل. دا چې په کابل کانفرانس کې یې د افغانستان آبرو ور په ځای کړه، او نړۍ یې قانع کړه چې افغانان خپل پلان خپله جوړولای شي. دا چې د انتقال، په تېره د باګرام د انتقال جنجالي کار د کلونو ځنډېدلی کار یې په شپږو اونیو کې خلاص کړ. دا چې د ستراتیجیک تړون جنجالونه یې یوطرفه کړل، او سل دغسې نورې کارنامې یې په داسې حال کې ثابتې دي، چې سیاسي قوت عملاً له ده سره نه و. داسې فکر وکړئ چې منابع، سیاسي قوت، او صلاحیت د ده شي، پایله به یې څه وي.

البته، د امنیتي کمیسیون د مشر په توګه، د امنیتي سکتور په برخه کې د هغه بریاوو، او درک په دغه سکتور کې د ده خارق العاده مهارت ثابت کړی دی.

اتم ارزښت یې د نوموړي د تر کمپاین مخکې، او کمپاین وروسته کارونو تړاو او د ده د کردار پروسه یي توب، او فکري اساس دی. نوموړی خپل کمپاین د خپلې واکمنۍ برخه بولي. ځکه خو یې تر واکمنۍ مخکې دوستم د ټوپکسالارانو د بښنې غوښتلو د لړۍ پیلوونکی کړ. تر واکمنۍ مخکې یې د داخلي بې ځایه شویو د پر ځای کولو پلان جوړ کړ. تر واکمنۍ مخکې یې خپل چوکاټ، او طرحې ترتیب او چاپ کړې. تر واکمنۍ مخکې یې چارې ځوانانو ته محولې کړې. تر واکمنۍ مخکې یې پر ملي مسایلو چنې پیل کړې. تر واکمنۍ مخکې یې د شمال او جنوب د عنوانونو طلسم مات کړ. تر واکمنۍ مخکې یې د ترکتبارو عقدې پرانیستې. تر واکمنۍ مخکې یې د لوستو، او روښانه ناقومي ځوانانو قشر رامنځته او رسمي کړ. وګورو، چې وروسته لا څه څه کوي.

نهم ارزښت یې د سولې د پروسې پر مقدماتو د کار پیل دی. د زندان له بندانه د ۵۰۰۰ بې ګناه یا لږ تر لږه، هغو کسانو خوشي کول چې رسمي اتهام یې نه درلود، یا یې کافي اندازه بند تېر کړی و، د سولې په وړاندې ستر عملي ګام دی. دغه راز، د مخالفینو په لیکو کې د شمال د بې ځایه شویو لوی شمېر وګړیو ته خپلو سیمو ته د بیا ستنېدلو فرصت برابرول او په دې اړه بحثونه د سولې پر وړاندې دوهم عملي ګام دی.

لسم ارزښت یې د بهرنیو اړیکو لپاره د یوه منظم او قناعت ورکوونکي چوکاټ درلودل دي. نوموړی له اسلامي نړۍ سره د ښو اړیکو پر شتون باور لري، په داسې حال کې چې دغه اړیکې په تېره دوره کې د ایران او ځینو نورو هېوادونو د ګټو او نفوذ قرباني وې. له سني، په تېره عربي اسلامي هېوادونو سره زموږ اړیکې زموږ مذهبي هویت تقویه کوي، او افغانستان په وړاندې د پراخو علمي او نورو سرچینو دروازه پرانیزي.

یوولسم ارزښت یې د ملت جوړونې او دولت جوړونې د مسایلو په وړاندې د ډاکټر صاحب حساسیت، ستراتیجیک لرلید، او په دې اړه د نړۍ په کچه د هغه مرجعیت دی. د یادونې وړ ده چې پر همدې موضوع د نوموړي علمي آثار اوس هم د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې تدریسېږي.

له بده مرغه، زموږ د لیکوالو د پوهولو تر هنر، د هغوی د ژړولو هنر ډېر غښتلی دی، خو موږ وایو، خدای ته وګورئ، موږ ته داسې څه مه لیکئ چې په سترګو کې مو اوښکي بلکې، داسې څه ولیکئ، چې سر ته مو عقل، هوښ، او تدبر راولي. خپل غم ما ته مه انتقالوئ، خپله پوهه، او بصیرت ما ته انتقال کړئ.

درناوی

 مجيد قرار

76 thoughts on “د غني یوه منښته، یوولس ارزښته– مجيد قرار”
  1. کاش چې پښتانه ددې جملې په مانا پوهیدلئ

    په سیاست کې آرمانيتوب د مطلقیت په معنا نه دی. په سیاست کې ارمانونه هم مطلق نه، بلکې نسبي ترلاسه کېږي.

  2. قرار صاحب ستاسو لیکنه می ولوسته او ډیر خوند یی راکړ. ډیر معقول او ښایسته دلایل مو وړاندی کړی چی ولی باید ټول افغانان او په تیره پښتانه د ډاکټر صاحب نه ملاتړ وکړی.‌ په ریښتیا هم چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی په څیر په اوسنی وخت کی ډیری کمی څیری په افغانستان کی شته چی هم عالم وی او هم عمل ولری.‌ زه بیا دی ته اړتیا نه وینم چی د ډاکټر صاحب په شخصیت خبری وکړم، خو یوه وړه خبره چی غواړم ویی کړم هغه دا چی د ډاکټر صاحب ایتلاف د دوستم سره د یو اړینتیا له مخی وشو او ډاکټر صاحب بله چاره نه لرله. سیاست کی خو هم همداسی وی چی باید د هیواد د ملی ګټو په خاطر کله کله تکړه سیاستپوهان وړې ګټی قرانی کوی.‌ زه دا نه وایم چی ګواکی د خلکو وژل د دوستم او یا د نورو په لاس وړی ګټی دی،‌خو دا وایم چی په اوسنی شرایطو کی نه هم دوستم او نه هم نور قاتلین په افغانستان کی محکمه کیدای شی ځکه چی دا قدرت خو همدا اوس د دوی سره دی.‌ مونږ باید صبر او حوصله وکړو چی ډاکټر صاحب په خپلو پلانونو سره افغانستان داسی یو لوری ته د الله ج په مرسته ولیزدوی چی د قانون حاکمیت غښتلی او احترام موجود وی او زمونږ عدلیه ارګانونه له مفسده قاضیانو او څارنوالانو پاک وی نو بیا خو ددغه قاتلینو او جنګی جنایتکارانو په وړاندی ډیر شمیر ثبتونه شته او بیا به ملت ددوی سره حساب کوی.
    دا یو څه می چی ځوروی هغه دا چی کله د عبدالله عبدالله فیس بوک پاڼی ته ورشم نو ګورم چی ټول تاجیکان او ځینی د محقق هزاره ګان هغه نه مننه کوی او هغه ته د ټینګ ملاتړ خبر ورکوی دا ځکه چی عبدالله،‌اعطآ او د محقق هزاره ګان د خدای نه غواړی چی دا ولسمشری د پښتنو نه غیر پښتنو ته ورسیږی، خو بل لور ته لکه تاسو چی مخکی لیکلی،‌د ډاکټر صاحب فیس بوک پانی ته چی ګوری،‌برسیره پر دی چی د عبدالله او د ده د ټوالی کسان د ډاکټر صاحب پسی بد او رد لیکی،‌د هغوی نه ډیر او د هغوی نه مخکی زمونږ خپل ځوانان د ډاکټر صاحب پسی ډیری بدی خبری لیکی او هغه ته د نه رای ورکونی ګواښ کوی.‌ دا خبره می ډیر ځوروی چی دا ولی مونږ پښتانه تل د خپلو مشرانو بد او رد وایو او هغه سیاسی دښمنانو ته په خپلو لاسونو پړ کوو؟‌
    دا زمونږ د پښتنو ځوانانو په ماغزو چه شوی چی دوی خپل ښه او بد نه پیژنی او داسی خبری کوی؟‌الله دی په مونږ رحم وکړی او لږ عقل دی راکړی. امین

  3. قرار صیب، ښه مو لیکلي دي خو په اول پاراګراف کې مو د راتلونکې هرې ګټې سبب دوستمیان ګڼلي دي او دا زمونږ چې ستوني وچېږي دا درته هېڅ مانا نه لري. بله دا چې لیکنه که تحقیقي نه وي او یوازې سپارښتنې او توصیې وي لکه دا، بیا یې دومره اوږدول نه دي په کار. ریښتیا په منښته دې پوه نشوم چې څه ته وایي، ښایي هدف مو په منفي بڼه یو څه وي. دا ټکي مې ډېر خوښ شول چې اشرف غني یو شخص نه بلکه یوه لاره ده.

  4. قرار صیب ستاسی لیکنه واقعا پرځای لیکنه ده موږ درسره کاملا موافق یو. انشاءالله ډاکټرصیب ګټونکی دی او دا وطن به له بدبختیو ژغوري. مننه

  5. Dear Qarar Saheb, well said and well written. I hope this will be a new start to Afghanistan and our oppressed people. I believe Dr. Ghani is a very smart and talented man. Hope he wins this election and take over the power in Afghanistan. I hope he will get rid of these warlords and make sure right person to right position. I have met Dr Ghani several time, he has much better personality and visdom then evey candidates in the current Political field. No one can campare him with them in any aspect. We will all work hard so he can win

  6. یاره قرار صیب الله د ژوندی لری ډیره ښه او په حقیقت ولاړه لیکنه د کړی ده .
    زه خو وایم څوک سې ډاکټر صیب غنی ته رایه نه ورکوی له هغه بل غټ جاهل او ناپوه نسته

  7. سلامونه او نيكي هيلي ، زه خو خپله رايه شاعلي اشرف غني ته وركوم ، او دا كوم دلايل چه قرارصاحب وراندي كري دي ، كاملاًخقيقي او مستند دي ، او دا وايم چه همدا يي وخت دئ ، كه سوك غواري چه افعانستان جور شي نو شاعلي داكتر صاحب اشرف غني ته دي رايه وركري ، په دراناوي . محمدعلي خوستي

  8. خدای ته وګورئ، موږ ته داسې څه مه لیکئ چې په سترګو کې مو اوښکي بلکې، داسې څه ولیکئ، چې سر ته مو عقل، هوښ، او تدبر راولي. خپل غم ما ته مه انتقالوئ، خپله پوهه، او بصیرت ما ته انتقال کړئ

    100 numbers werkawoom.

  9. Excellent piece of work Qarar sb! I am proud to have scholars and academics like Dr. Ghani and yourself. Go ahead and we are at your back. The youth is more wise and firm now than any other time in history. We will make difference and Afghanistan will shine on the crust as a progressive, developed, peaceful and democratic country , inshallah,

  10. dear sir
    many of the people were the supporter and well wisher of dr ashraf ghani included me but unfortunately dr said did coalition with dostum and this turned the supporters to the other side.i was so hopless with this dicision but as a given your clarification thats the good job you did,we can understand the matter but the main thing is that if dr sab go outside the country then dostum will be our president and we cant accept that as a pakhtoon.we are still with dr sab but keep in mind that the karzai system will not change,the national policy of dividing the govt in some corrupt people will remain there.hope the bad things that karzai did with pakhtoon with the name of” wahdat millie” means( pa fasad ke da tolo sharakat) wil not be repeated again,God bless you..

  11. قرار صیب د لیکنې څخه مو مننه کوم الله تعالی دی ټولو افغانانو ته دا همت ورکړي چې د ډاکټر صیب اشرف غني فکر او ذکاوت نورته وښايي او ټولو افغانانو بالخصوص د پښتنو ورونو څخه مې غوښتنه داده چې په ډیر قوت سره د ډاکټر صیب څخه ملاتړ وکړي

  12. عبدالقهار کوتک صیب! دومره مه هوښیار کیږه چې څوک نو ډاکټر صیب ته رایه نه ورکوي نو جاهل او د ناپوه خطاب ورته کوې. ټوله .خبره د سیاسې جوړښت ده چې له هر چا سره جوړ راغلي. خو هو، زمونږ مشکل سیاسې شعور نه لرل دي. دا شی باید ولرو او بیا ټاکنه وکړو.

  13. له هرڅه دمخه قرارصیب ته خپل درناوی وړاندی کوم
    دواقیعتونو بیانول ترخه لیکن ترشاه ډیری خوژی خاطری پریژدی په رشتیاهم ډیر معقول دلایل دی وړاندی کړی وو خو ای کاش چی زمونژ پشتانه وروڼه دی ټکو ته پام وکړی
    درناوی

  14. شډلیه، عبدالقهار کوتک نه بلکه هوتک دی. ظالمه، له خندا نه دې زما په خېټه شریفه باندې درد کړ.

  15. مننه ښه بشپړه مقاله مودښاغلی داکتراشرف غنی دلاسته راوړنو په باره کی لیکلی ده، خدای دی وکړی چه ډاکترصیب دسولی اوامن په باره کی هم یوغوڅ پلان ولری.
    مونږ نوردجنګ اوجګړو څخه بی حده ستړی شوی یاستو خدای دی نوره زمونږ په وطن کی ارامی راولی. آمین

  16. قرار صاحب !
    سلامونه
    ډیره ښه لیکنه موکړی ده او الله دی وکړی چی ټول پښتانه ښاغلی اشرف غنی ته خپله رایه ورکړی ځکه د یواځینی شخصیت دی چی کولای شی دا کړیدلی او دردیدلی ملت ددی بدبختیو څخه و باسی دا فاسده نظام له منخه یوسی او یو ښه حکومتداری را منتځته کړی ، زه د خپلو ټولو پښتنو ورونو څخه هیله کوم چی خپلی پښی دی پر خپله په تیشه نه وهی او یو نه پښتون ته دی دا موقع نه برابروی چی هغوی ددی وطن واکداری په لاس کی واخلی .

  17. مجيد قرار صيب ته پخپله هم دوه مخی سړی يې ، په تېرو لسو کالونو کې دې د کرزي او سپنتا نوکري کړې نو ته به دغه سړي نه پيغمبر څنګه نه جوړوي؟
    دوهم دا چې ته په اسلام پوره باور نلرې ستا خبرې د عبدالهادي حيران د کفري ذهن ژبه ده . ستا په هکله بشپړ مالومات لرم هيله ده چې دا د خليلزاد د طرحې دوهم اړخ چې اشرف غني سره يوځای اوسې او داسې نشي چې د ده نه هم پيسې دې اخيستې وي د تبليغ لپاره او بيا لکه ستا زوړ انډيوال کرزي پشان ورته شا واړوې او د پيسو زور درباندې ډېر شي ؟؟؟ نور څه نه وايم بس يو احمدزي او کرزي او نور دولسو کالونو کې ښکېلو تجارانو باندې باور نشته الله دې وشرموي ..

  18. ژوندۍ اوسې قرار صاحب! خدای دې وکړي چې ظاهر بينه افغانان ستاسو په خبرو غور وکړي او سر يې پر خلاس شي

    په درنښت

  19. په دې ورځو کي د اشرف غني احمدزي نوم دومره تکرار سو چي خپله ډاکټر صاحب هم ګوته په غاښ نيولې ده.
    که دوستم په رښتيا هم د افغانانو څخه بخښنه غواړي ،که چيري ډاکټر صاحب غني او بل کانديد صاحب پر دوستم او نورو قاتلينو اثر ولري ، هيله ده چي هغو درې ميلونو افغانانو ته خپلي مځکي او جايدادونه بيرته ورکړي کوم چي دشمال توپکيانو په زور او جبر د شمال څخه شړلي دي .
    د روښانه راتلونکي په هيله.
    صابر ارمان

  20. ډیره مننه وروره!
    ډیر ښایسته مطلب وو. ستاسې غونډي لیکوالان زمونږ په ټولنه کی دیر تاثیر پریښودې شی. خو ډیر افسوس په اوسني ځوانان خپل مغزه په کار نه اچوی او سمدستی د خپل احساساتو نه کار اخلي خدی دي وکړی چی دغه احساساتی ځوانان دغه شان مقالی ولوي. بیا هم ډیره مننه د لیکنی څخه مو

    په احترام
    فریدزی

  21. Listen People;

    اصلي ستونزه دا نه ده چې خلکو د اشرف غني سیاست نه دی درک کړی. اصلي ستونزه دا ده چې خلکو مطلقاٌ سیاست نه دی درک کړی.

    What is this statement? What does it mean? Why are you saying it? Do you really think that people have no idea about politics, then why would I believe that you have an idea? It is contradictory, absolute and generalizing statement, which should be avoided!

    Let me elaborate on this point. Plz, read prestigious newspapers in the world media, and they always say one thing about Afghans, especially about Pashtuns “They need to be on the winning side” Afghans know what to do in these turbulent conditions in the society. That is why they elected Karzai not Abdullah, BasharDost, and Mr. Ahmadzai. Taliban and Hezbi Islami are playing a major role in Pashtun areas. No one has an idea who is the winning party. Once they get a clue about the winning party, then they will move forward.

    A second issue is that Afghanistan needs 50 more years to have a transparent, orderly and accountable voting system. Election is just a NURTURING show. Presenting, supporting and clarifying and promoting a candidate is the proper way to move forward. Each party should try to do their best to present what they offer. However, to say that you are right while justifying some wrongdoings is a major problem.

    USA will make it work. USA needs the world The world needs USA on their boat. All the donation given to some countries are not free. These donations have a price tag on it. Those who have the capabilities can use the USA for their benefit. The only Afghan who can gain the USA support is Mr. Khalilzad.

    I wish there was an analytical survey what proportion of people support different groups. There are so many varying parties involved. I know some people support Mr. Ahmadzai. I do not know what is Mr. Ahmadzai’s support in rural area. Last time, he was way behind.

    Regards,

    Mullah Habibullah

  22. قرارصاحب، مننه له دې ارزښمتنې لیکنې. ډیره مستدله، منطقي، منسجمه او مرتبه لیکنه دې کړې.
    خوشال بړیڅ

  23. قرارصاحب کور دې ودان. هغه پښتانه چې لږ لیک لوست کولی شي او دغه بې ځایه احساساتي لیکنې کوي لکه قرار صاحب تاسو چې اشاره ورته کړې د هغوی دې خدای عقل په نصیب کړي بله لاره خو زما نه ترسترګو کیږي
    بغلانی

  24. .کور د ودان ډیر په زړه پوری تحلیل مو کړی ده. قلم دپیاوړی او کامیاب اوسي.

  25. we cannot vote u mr ghani coz u joint with dostom the killer of thousand pashtoons at dashte laily
    so how u can hope for voting from those pashtoons who are thirsty for the blood of dostom the killer of pashtoons
    sorry

  26. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ستر مفکر او ستر مرتجع اتحاد خو د يو شمېر رامنځ ته شو، خوپه څرګندونو او په تبصرو او ليکنو کې هڅه کېږي، چې يو افغانالاصل امريکايي ته، چې له ۳۵ کلن افغاني ناورينه د وروستيو ۱۲ کلونود ناسور اساسي پلی کوونکی مامور دی، ځکه د افغانستان پر ضد جګړه امريکايانو پيل کړې، مګر نه د نړۍ ستر مفکر او يا د افغاني جګړې ستر مرتجع! خو بيا هم دواړه لکه د سترنج دانې کارته او پورته شوې دي!
    را به شم، دې ته چې ولې د وروستيو ۱۲ کلونو په اړه د ليکوالو همغږي نه شته او د افغانستان د وروستي ناروين او ټولنيز ناسور اساسي وليې چېرې دي او ولې افغانستان وروسته د طالبانو له نسکورېدلو بيا هم د امن سيمه نه شوه، بلکې ورځ تر بلې د افغان ولس هويت، ذهنيت او اهليت ته تاوان رسېږي، خو تر ټولو يې بيا دا ډېره محسوسه ده، چې په افغانستان کې نمايشي اتنخابات تر سره کېږي.
    په تېرو انتخاباتو کې له ۲۰ ميليونو د وټ لرونکو په درلودلو سره صرف تر ۲ ميليونه خلکو په انتخاباتو کې ګډون وکړ، چې د ټولنې د وټ ورکونکو څومه سلنه هم نه جوړوي، چې دا پخپله د افغان ولس کرکه، بې وسي د دغه دولت په مقابل کې ښيي او دغه د ۵۰ ملکونو د ځواکونو تر سيوري لاندې دولت او له نيم ميليون افغاني عسکرو سره بيا هم په افغانستان کې امنيت د ناکامو انتخاباتو سبب يادوي، نو آيا هغه څوک چې کامالعقل وي او نه دا چې ناقصالعقل، نو بيآ خو دا په ډاګه ده، چې د انتخاباتو پايله هم د ولس کرکه ده، وسلوال مقاومت بری او د لاسپوڅي دولت امنيتي بې وسي!
    د اشرف غني، دوستم او يو بل اتحاد خپل ځيني اړخونه لري، چې بايد سم توضېح شي: لومړی خو بايد هر څوک له ځانه سره دا ووايي، چې آيا افغانستان اشغال دی او که نه! ځکه د کرزي صيب په موجوديت کې امريٍکايان د ۱۲ کلونو په ترڅ کې په ملکي خلکو غوبل پيل کړی، چې هره اونۍ ملکي خلک وژل شوي او او ول کېږي، نو آيا داسې يوه واکمني خپلواکه ده؟
    بل دا چې د دغه ۱۲ کلونو په بهير کې چا له چا سره جګړه کوله! آيا په نننيو انتخاباتو او يا هم د ستر متفکر او ستر متغير په مټ کېدلی شي د افغانستان هوساينه او يا امنيت رامنځ ته شي؟ ځکه ملا عمر او انجينير ګلبدين دواړه په مورچل کې دي، نو د افغانستان د ناورين د حللاره پرته له اسلامي ګوند او طالبانو نه شي تر سره کېدلی! ځکه دغه ناورين به همدا ډول نور هم څو کاله روان وي!
    په ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د ۲ تريليونو ډالرو په بدل کې څه شوي دي! يو شمېر ميليونران شول، بل شمېر په دولتي چارو کې لوړې تنخواوې ترلاسه کړې دي او يو شمېر د دغه سياست په ترڅ کې په ناوړه تجارت بيليونران شول، خو نور ۳۰ ميليونه بيا د لوږې په کرښه ګدايان شول! نو زه د ځينو ليکوالو او تبصره کونکو په دريځ نيوکه نه کوم،، ځکه دوی بايد د خپلو مفاداتو د مرجعې او واسطې پلوي وکړي او ورته وفادار پاتې شي.
    په پای کې بايد ياده شي، چې انتخاب به ولس د انتخاباتي پروګرام او طرحو پر بنسټ کوي، خو د افغانستان د معضلې حل لاره د انتقالي دولت په جوړولو سره کېږي، چې د افغانستان ټول دخيل اړخونه پکې ګډون ولري او له خپلو ډلو ټپلو صرف څانګپوه او پر افغاني ارزښتنونو پوه او مين خلک د انتقالي دولت لپاره وړاندې کړي، چې د زړو پرهارونو عاملين بيا دخلکو د سترکو خار نه شي او د انتقالي عدالت او راتلونکي اتخاباتي دولت امکانات رامنځ ته کړي، چې دغه افغاني دولت د افغانستان په بشپړه خپلواکي کې تر سره کېدلی شي!
    معه سلاموکم الاهلول سياسيون
    ملا ميوند آخوند

  27. ډیر شه الله یی دی کامیاب کړی او الله د افغانستان نور جوړ کړی چی ددی بدبختیو څخه ووځو مننه

  28. QARAR SAHEEB TA SALAM;I BELIVE,THIS WAY WHICH ASHRAF SAHEEB FALLOW,
    WE AFGHANS WILL BUILD OUR COUNTRY,HE HAVE GOOD TEAM.
    IF WE LOOK ALL HONEST AFGHANS ARE IN HIS TEAM;
    1-DOCTOR RAMAZAN BASHARDOST 2-ATMER SAHEB 3-HALEEM FEDAI SAHEB AND MORE…
    WE SAW LAST 12 YEARS KARZAI AND HIS TEAM ONLY CORRUPTION.
    EVERY ONE BECOME MILLIONAIRE,
    I HOPE ALL AFGHANS GAVE VOTE TO ASHRAF GHANI SAHEEB,
    THIS WILL BE GOOD CHANCE FOR OUR PEOPLE.
    THANK YOU

  29. @ Danyal Khan:
    “Go ahead we are at your back”….ضرور نه ده چی حتماً انگلیسی ولیکی په کومه ژبه چی آسان وی درته په هم هغه ژبه ولیکه که نه نو داسی شکنزل به هم کی.

  30. لمړی له قرار صیب او بیا له ټولو ورونو مننه چی مثبت فکر یی کړی دی که څه هم زموږ اند او وړاند وینه به دومره موثره نه او عملی نه وی خو بیا هم د یو دردیدلی افغان په حیث حق لرم تر څو خپل درد بیان کړم هغه داچی نوری ټولی خبری زموږه دوستانو په ډیر ښه شان بیان کړی او ستایلی دی خو زما په آند د ستر ډاکټر صیب یوڅای کیدل له دوستم سره یو ډیر مظبوط اړخ دا هم دی چی تر ننه ډیری دولتی وزارتونه او نور نړیوال شرکتونه په دی ونه توانیدل تر څو د افغانانو تر منځ هغه بغض او کینی چی د قومونو تر منځ را پیدا شوی دی له منځته شوی له منځه یوسی خو ډاکټر صیب په ډیر کوچنی عمل ستر بدلون رامنځته کړ او اوس ټول یو بل ته د ورور او ضرورت په سترګه ګوری او ټول کوښښ کوی چی دا کوم واټن چی رامنځته شوی وو له منځه یوسی او له ټولو بله اړینه خبره دا ګڼم چی راځی چی د ځان سره تړون وکړو تر څو د یو څه وخت لپاره مثبت فکر وکړو تر څو د یو سوکاله او خوشاله افغانستان لامل شی.
    نور
    منندوی

  31. ما چی ستاسو دا خوږی او اوږدی تبصری ولوستلی ، ډیر خوښ شوم چی ماشاالله زمونږ د ځوانانو سیاسی شعور ډیر لوړ شویدی . تقریقا اتیا سلنه ځوانان او لیکوالانو له خپل هیواد ، ولس او مشرانو او ملی منافعو سره موافق نظریات وړاندی کړیدی. که د ځینو ورونو نظرونه مخالف هم دی دوی له خپلو خلکو سره مینه لری او د خپل زړه حال یی ویلی دی. د هغوی د هم کورودان وی .
    په تیرو دیرشو – څلویښتو کلونو کی د جګړو او مهاجرت له کبله ز مونږ ملی شعور او ملی احساس ډیر ضعیف شو. متاسفانه پدی وروستیو کلونو کی هم د ملی او افغانی شعور د لوړیدو لپاره چندان کار ونشو.
    د راز راز ګوندونو جوړیدل له هیواده د باندی او د ځوانانو تعلیم او زده کړه په نورو هیوادونو کی هم شاید زمونږ په سیاسی شعور مثبته یا منفی اغیزه کړی وی ، خو د ځینو شیانو ، لوبو، تعلیمی موسسو ، مشترک کار ، د پخوا په شان د عسکری مکلفیت دوره چی د هیواد ځوانان به یی له مختلفو ولایتونو سره یو ځای کول او داسی نور مسایل د دی باعث شول چی هر څوک د خپل تنظیم یا ګوند او ډلی یا د خپل قوم او ژبی له خلکو سره ګډ منافع ولری او د ملی منافعو پر ځای شخصی او سمتی ګټو ته ترجیح ورکړی.
    د دی ټولو ناخوالو ورکول اسانه کار نه دی . تر څلویښتو کلونو مخکی زمونږ ګاونډیانو دموکراسی ، اساسی قانون او انتخابات نه پیژندل . د دوی اقتصاد هم له مونږه ډیر قوی نه وو او په نظامی لحاظ هم دومره قوت له دوی سره نه وو چی افغانستان ته په بده سترګه وګوری. اما نن مونږ د پورتنیو دلایلو له امله له هری خوا ډیر ناتوانه شوی یو. د ترقی کاروان دومره په سرعت روان دی چی هره ورځ په سلګونو کیلومتره له مونږ نه مخکی کیږی . زه به د اقتصاد له لحاظه زمونږ د ګاونډیانو ځای درته ولیکم:
    د چین هیواد د 7973 میلیاردو ا دالرو کلنی عاید په درلودلو سره د نړۍ دوهم مقام لری ،
    ایران د841 میلیاردواو 700 میلونو دالرو کلنی عاید په درلودلو سره د نړۍ 17 اقتصادی هیواد دی.
    پاکستان د 427 میلیاردو او 300 میلیونو دالرو کلنی عاید په درلودلو سره د نړۍ 27 مقام لری .
    ازبکستان د 71 میلیاردو او 67 میلیونو دالرو کلنی عاید په درلودلو سره د نړۍ77 مقام لری ،
    ترکمنستان د 29 میلیاردو او 78 میلیونو دالرو کلنی عاید په درلودلو سره د نړۍ104 مقام لری ،
    تاجیکستان د 13 میلیاردو او 16 میلیونو دالرو کلنی عاید په درلودلو سره د نړۍ137 مقام لری ،
    او زمونږ هیواد د ټولو خارجی مرستو په شمول د 22 میلیاردو او 270 میلیونو دالرو په درلودلو سره 114 مقام لری.
    نو اوس مونږ ته څه کول په کار دی ؟ نور هم جنګ او یو د بل وژلو ته ادامه ورکړو او که یوه نوی د وروری ، پرمختګ او تفاهم او سولی لار ونیسو؟

  32. بس الله د مونږ پښتانه پوهه کړی چه دا نور.میدان وګاټي او.بيا ټول چپړاسيان مقرر کړي بیا به زمونږ د . ..پښتانو عقل سر ته راشې

  33. اشرف غنی او دوستم یوځای شووی که پښتانه ده اشرف غنی په مشری او ازبکان ده دوستم په مشری غواړی چی په ګډه راتلونکی حکومت جوړ کړی؟ که چیرته کرزی جګړه مار فهیم خوله ورپټه کړه نو اشرف غنی به هم وکړی شی چی یو بله جګړه ماره څیره تر کنټرول لاندی راولی ده دوستم ده بښنه غوښتنه هم ده همدی مداع یوثبوت کیدای شی. که چیرته داملت اشرف غنی نه پدی انتقاد کووی چی ولی دوستم له ځان سره مل کړ نو بیا خو همدی ملت تیر ځل اشرف غنی ته رایی ورنه کړی. زما له نظر دوستم نه دی مطرح مطرح هغه قوم دی چی هغه په ځان راټول کړی کوو استعداد چی پښتنو له لاس ورکړی او یومعزز قوم په یو بی اتفاق او ویشل شووی ملت بدل شووی، متحد شی وطن ته خدمت وکړی او بیا په ملی آرمانونو باندی په عمل کوول آسانه ووی.

  34. (( په داسې حال کې چې سیاست، او طبابت، له آره د نه عاطفیتوب په یوه اصل شریک دي))

    زما په اند دا خبر به مناسبه نه وی څکه که له انسان سره عاطفه نه وی نو بیا انسان انسان نه بلکه حیوان دی د جراح له خوا د یو چا سینه

    څیرل د هغه د نه ا
    عاطفیتوب په معنا نه ده عاطفه او جرات سره ډیر تفاوت لری د هغه اصل هدف او احساس د مریض څیرل او وژل نه دی بلکه د هغه رغول دی چی دا کار بدون له انسانی عاطفی مشکل بریښی

    لومړی باید د عاطفه تعریف کړو چی عاطفه یانی څه؟

    زما په نظر سیاست بدون له عاطفی حیوانیت دی

    په درنښت

  35. Qarar Sahib:
    Zwandaee ossee ,
    ma tar ossa poraa hechata hum comments na de warkaree au na khwand rakaee zakaa ka gwaraee cha par makhh larr sho no khabaroo dar karrr ta artiyaa daa

    dar khaaaee nazaryatt da wrandaaa kraaallll

  36. وروڼو مثبتی خوا ته توجه واړوی منفی ګرای نور بس ده وړ کا ند ید ده رایه ورکړی

  37. زه نن تا ریخ ۲۰ -۷-۱۳۹۲ دده داصلی ولایت په ارتبا ت خبر شوم چه د لو ګر ولا یت ده ما هم نه پیژانی زه څوک دکوم څای او چیرته کا ر کوم دا مهمه نده چه څو ک نه پیژانو نو رایه هم نه ورکوو دده علمیت مفکوره دوطن په خیر ده؟

  38. ډېره مننه قرار صیب ستاسې د ښکلو او ښو دلایلو څخه…ان شا‌الله ډاکټر صیب ګټونکی دی.

  39. محترم احدی صاحب د اشرف غنی نه ډیر هوښیار ډیر عالم د پراښی سینی خاوند او د ټولو نه چی مهمه ده د هغه کاری ټیم د افغان ملت حزب دی چی د افغانستان په تاریخ کی اوږده او پاکه سابقه لری نه د چا غلامان پاتی شوی اونه یی د ملت پو وینو لاسونه سره دی په تیرو ۴۷ کالونو کی یی د هیواد په کونج کونج کی ریښی لری او د احمدزی صاحب ترشا هغه څوک راتاو دی چی تر پرونه د کرزی صاحب ترشا راتاو وه او خپلو شخصی ګټو لیونی اوه او وس د احمدزی صاحب ترشا راټول دی بل خبره احمدزی ډیر حساساتی دی او هیواد په ډیر نازک حالت کی قرار لری یوه حساساتی فیصله به هیواد د نابودی قندی ته اوغورزه وی چی بیا به هیواد وال د یوبل ناورین سره مخ وی که چیری د احمدزی صاحب ګروپ داسی استدلال کوی چی کله احمدزي صا حب کامیاب شې بیا به دوستم په زور ده میدان نه ګوښه کړی داهم د ملت سره د دی یوه بله دروجنه وعده ده کله چی دوی د دوستم په رایه حساب کوی که هغه حروخت اوغواړی مشکیل هم ورته پیداکولی شی بله خبره داده چی سړی داسی فکر وکړی چی ده ۹۰ لسیزی ناخوالی به انسان هیری کړی او داسی فکر به وکړی چی هغه یوه نړی واله دسیسه وه خو ۶۵۰۰ معصومو طالبانو وژه نه خوده په امر شوی ده نو دی نه معلومیږی چی احمدزی صاحب فیصله د یومخی غلطه فیصله ده نه د هیواد او نه د پښتنو په ګټه نو دی نتجی ته رسیږو چی آحدی صاحب په ده باندی په مراطیبو قوی دی وس افغانان دی په خپله فیصله وکړی چی کوم خوا نیسی ملت باید قوی فکر وکړی د ۲واړو په هکله چی د چا ټیم پاک دی او هیواد ته وفاداره دی ملی ګټو ته وفاداره دی د چا ټیم د تاریخ په اوږدو کی امتحان شوی د چا معوی نین د کوم کریکټر خاوندان دی او ترشا څرنګه تریخچه لری.د چا پروګرام قوی دی. او کوم یو کاری تجروبه لری ا و د کرزی صاحب په حکومت کی چا صادیقانه کار کړی او لاسته راوړنی لری

  40. Thank you so much from dear Qarar for writing such a nice article. We have to understand the ground realities and Dr. Ghani understand that well by having dostem…. And everywhere I saw an article in support of Dr. Ghani, then mr. mullah habib comes with criticism…. never come to understand all the reasoning that the authors came with in their writings…. I hope that All Afghans understand the best person among these candidates and that is Dr. Ashraf Ghani Ahmadzai…..

    “sorry for writing in english and that is because I newly install window which don’t have pashto or dari……”

    Regards,

    Nakhtery

  41. ګرانه وروره\خورې او ورته د جارچيانو ډنډوره وهوونكو؛ تاسو په لوی خدای قسم وكړئ٬ چې تاسو د اشرف غني سره څومره وخت په سياسي او ټولنيزو غونډو او پرېكړو كې تېر كړی دی او تا ترې څه زده كړي دي؟ او يا هم كوم بل ځوان دده په ټيم او جرګه كې روزل شوی دی؟ كومه ملي ولسي بېلګه يې راته څرګنده كړه︕ چا چې يوه ورځ هم د خپل ولس په راوېښولو كې په كليو٬ بانډو٬ دېرو٬ هوجرو او جوماتونو كې نه وي تېر كړی هغه د چا لارښود او رهبر دی؟ يوه جمله يې راته ووايه چې چا ترې په يوه ملي سياسي غونډه او چوكاټ كې زده كړې وي؟ هغه سياسي لاټري ګټي او ته ورته هسې ګډ يې۔ هغه ستا كيسه كې هم نه دی او نه به وي؟

  42. «
    محترم احدی صاحب د اشرف غنی نه ډیر هوښیار ډیر عالم د پراښی سینی خاوند او د ټولو نه چی مهمه ده د هغه کاری ټیم د افغان ملت حزب دی»

    حلیم صاحب تاسې به آړیاست چې د یو افغانملتي په توګه خپل بامبړ وستایئ، خو پام مو نه دی چې ګوند او ګوندونه په افغانستان کې یوه ولس رټلې کرکجنه ځلځلنه (پدیده) ده او له دې ولسي کرکې څخه د افغان ملت ګوند هم کوم مستثنی ګوند نه دی . افغانان ډلې ټپلې د یو غورځنګ تر پولې پورې زغمي، خو د ګوند د کچې تحمل نه لري، ګوندونه د تجربې له ړمخې صرف د بهرنی قدرتونو په لور پرانیستی کړکۍ ګڼي چې په خپل وار په وطن د یوه بهرني ناورین راګدلو له پاره کار کوي او سر بیره په دې يې د سرمغزنو (روشنفکرانو) یو بی ضروته سازمان يې بولي. نو دا بسنه نه کوي چې د یو ګوند دې د چا په وینو لاسونه سره نه وي او یا دې د قدرت له ناپاکۍ مخکې پاک پاتې شوی وي لکه دافغان ملت ګوند

    څوک چې چانس د بدۍ نه لري پاک نه دی
    چې قدرت لري او پاک وي هغه پاک دی
    اشرف غنی او احدی صاحب څخه باید یو تن کاندید شوی وای ، داچې احدي صاحب د یو ګوند مشر دی صرف د ګوند د ل دپلویانو رایې ګټلی شي او له دغه محدودو پولو څخه بهر څوک رایه نه ورکوي که څه هم د اشرف غني غوندې متفکرین یې ملاتړ وکړي، ولې احدي صاحب کولای شول د غني په ګټه او د هغه د ملاتړ له پاره که خپلې نوماندتیا څخه تیر شي او خلکو ته ثابته کړي چې معقول ګوندونه دملت په ګټه قرباني هم ورکولای شي.
    والسلام

  43. By Abubakar Siddique and Mustafa Sarwar

    As Afghanistan’s election authorities now begin the laborious process of vetting 27 prospective presidential tickets, many in the country are hoping to see some of the country’s most notorious warlords removed from the running.

    Every presidential candidate who cleared the first stage of registration has now named their proposed first- and second-vice presidents. And the Afghan Electoral Complaints Commission, a branch of the Afghan Independent Electoral Commission tasked with approving presidential candidacies, will have some interesting names to consider.

    Some evoke not-so-distant memories of Afghanistan’s 1990s civil war, when tens of thousands of civilians were killed as a result of fratricidal fighting carried out by warlords and their militias.

    Presidential hopeful Ashraf Ghani Ahmadzai, a leading reformer and former World Bank executive, has faced harsh criticism after listing former communist militia commander General Abdul Rashid Dostum as his first-vice president.

    Afghan Salafi leader Abdul Rab Rasul Sayaf and his first running mate, Ismail Khan, could be considered an all-star warlord ticket. Sayaf is accused of grave abuses in the capital, Kabul. Khan ran the western Afghan province of Herat and surrounding regions as his personal fiefdom.

    On another ticket, Mohammad Mohaqiq, a leading Hazara candidate who has been tied to rights abuses while he was a militia leader, is listed as a first-vice president for leading contender Abdullah Abdullah.

    After candidates’ names were registered on October 7, many Afghans took to social media to voice their disapproval.

    Writing on the social-network website Facebook, Wadood Pashton mocked a recent apology by Dostum for past mistakes. “This is a good precedent. First commit atrocities then apologize,” he wrote. “If I kill all of Dostum’s family, just as he has killed many Afghan families, will he forgive me?” he asked.

    Another Facebook user, Alizai Shinwari, opposes Sayaf and Khan. “We will never recognize Sayaf and Ismail Khan as our leaders even if they build nuclear weapons,” he wrote. “The enemies of Afghans can never become their friends.”

    Push Them Out

    Kabul University law professor Wadir Safi says some of the individuals in question should not be running free, let alone running for office.

    “The West is culpable in [letting the warlords run in elections],” he said. “Even now if the West wants, they can push them out of the presidential race. They have their lists and can take them away irrespective of whether they are candidates.”

    Safi says the mere presence of warlords’ names on the final ballots for the April poll would practically ensure electoral fraud.

    Suraya Parlika, a prominent women’s rights campaigner, says that Afghan women are deeply worried by the prospect of being ruled by warlords who are at least partly responsible for ruining the country’s institutions and causing the deaths of more than 65,000 civilians in Kabul alone.

    She is calling on election authorities to remove warlords from the running as the authorities work to approve a final list of candidates by November 16.

    “The past record of these warlords is indicative of their ability to ruin everything. How can the people now entrust them with power?” she said. “I hope the Electoral Complaints Commission will throw them out of the final ballot. If they are not removed from the ballot, I expect our people not to vote for them.”

    How Much Power?

    The big question, however, is how much power the Afghan election authorities have to remove candidates, and on what basis.

    In a statement on October 9, global rights watchdog Human Rights Watch (HRW) called on the government to try to repeal recent amnesty and election laws that would prevent the Electoral Complaints Commission from disqualifying presidential and vice-presidential candidates accused of past atrocities.

    Brad Adams, HRW’s Asia Director, says his organization has documented abuses committed by some of the candidates now running for the elections. HRW has particularly named Dostum, Sayaf, and Mohaqiq as right abusers.

    He says that there is no future for an Afghanistan led by people who helped destroy the country:

    “The people who have committed these crimes are basically unrepentant [and] unreformed,” Adams said. “They continue to operate mafia-style politics. They control militias directly or indirectly and they engage in factional as opposed to national politics.”

    Both Karzai And The West To Blame

    Adams says that President Hamid Karzai and his Western backers share the blame for failing to prosecute individuals responsible for grave human rights violations that took place in Afghanistan over the past 35 years.

    He says the UN was involved in a process aimed at bringing “transitional justice” after the overthrow of the Taliban regime in 2001. That effort sought first to map grave rights abuses and then to prosecute some of the leading violators.

    The initiative failed, Adams said, because deals were cut with warlords and the West failed to pressure Karzai to go after rights abusers.

    “Basically, the Western powers and Karzai have made so many deals with so many people responsible for human rights abuses that they themselves are compromised,” he said.

  44. فهیم پښتون وردګ ی. نیمه ورځ دې په ځان نیت بد وي نیمه ورځ دې په نورو. ته خو د هغه چا سره ولاړ یې یعنې قادري چې د وزارت کارنامې یې ټولو ته مالومې دي، هغه ولې د کرزي لخوا له وزارت نه وشړل شو، بیکاره او بي پروګرامه سړی و چې ټوله ورځ به نشه و. چې تاسې هم ترې کم نه یئ. تاسو غوندې خلک نه څوک پیژني او نه ځای لري لاړ شئ په غرب کې خپله مزدورۍ کوئ دلته ستاسو غوندې خلکو ځای نشته هسې په بې بېځایه شیانو وخت مه ضایع کوئ

  45. Salam Alikum To All of YOU!

    Eid Mubarak To All Muslim Brothers & Sisters, My Fellow Afghans, and GREAT Personnel of GREAT PRFESSIONALTAAND website. Also, I like to say my AKHTAR Mubaraki to supporters of MR. Ahmadzai & MR. Dostum, and those who oppose their coalition. We are brothers & Sisters in faith, therefore we ought to live in peace, harmony, and safety and security and talk to each other in a respectful, understanding and polite manner.

    TAAND personnel; you have done a fantastic job by making the articles one by Mr. Fedai and another by Mr. Qarar the hottest topic for AFGHAN ELECTION coming… It really helps to set the trend for website exploration by our Afghan brothers & sisters. Your free service, hard work and great dedication to Afghan Community is greatly appreciated.

    I never want to critisize anyone or anything. I always try my best to stay unbiased towards all brothers & sisters, no matter what is their position, salary or academic background. We are all simple human beings. I always encourage others to be engaged, expressive and open. Critical comments are NOT criticism. There are many individuals in the TAAND form who express really excellent points. You can see their points of view, as well.

    I will make my decision as an Afghan to support a candidate who has the best platform among all the candidates in term of political stability, economic progress, social progress and international relationships. I will also wait to see after critical evaluation by the general population whom to support and why… Currently, it is to early. I cannot appeal to emotion of masses. There has to be a logical solution to our various demands, wants and needs…

    Please do not be offended. Do not attack each other for personal, tribal and language or belief issues. Everyone is different, and Allah SubhanaWaTaallah made us different, so we should enjoy the differences. We should strongly condemn any form of violence.

    Enjoy your EID. Stay with your kids, families and relatives and friends happy, alive and safe. I wish all of you all the best in life and in life hereafter….

    Regards,

    Mullah Habibullah

  46. السلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته ۰ دافغا نستان له ګوډ ګوډ سخه مختلفو مبصیرینو خفلی رای ورکړی چی دوستم او اشرف غنی څنګه ایتلاف وکړو او څنګ سره یو ځای شول موږ به دومره ووایو چی داشرف غنی خو لاس داسی فه وینو سره ندی لکه ددوستم اشرف غنی خو خلق مفکر بولی ګرچی اشرف غنی هم دخاریجیانو له راتګ مخکی دفقر او غربت وقت کی نه راتلو چی افغا نستان کی خدمت وکړی ۰خو خلق دا منا سب نه وینی چی اشرف غنی دوستم سره مشوره وکړی او بیا هغه کار وکړی ۰ که دوستم ۱۰ مشوری داشرف غنی منی خو یوه مشوره به دوستم هم غنی ته ورکوی او هغه به یی منی ۰ خلق چی هر ځه وای خو موږ دومره وایو چی دانتخا باتو کمیسیون او نړی وال دا درواغ ولی زموږ ولس ته وای چی هر هغه ځوک نشی کولی فه انتخا باتو کی خفل څان انتخاب کړی دچا چی لاسو نه دانسا نا نو فه وینو سره وی ۰دوستم خو قا تل دی جنایت کار دی اسیران یی وږلی دخلکو مال یی چور کړی خلق یی بی ٍپته کړی هر هغه عمل چی ډیر بد دی دوستم کړی ؛ موږ دا هم ویلی شو که دطالبانو ننی قووت نه وای کیدای شوی چی نړیوالو له دوستم څخه دیر بد خلق زموږ فه وطن واکدار کړی وای دا ځکه چی هغه وقت به ټوله لار خا ریجانو ته خوشی وه ؛چی څه یی کول هغه به یی داسی زغرده کول لکه نن چی غواړی دوستم زموږ فه مظلوم ملت مسلط کړی ۰که چیری شه ثبات راشی بیا هم نړیوال دومره ظالم خلق دی چی دوستم غونته ظالم او دسیسی غونته جابر ته دا زمینه مسا عده کړی او مظلوم مسلمان ولس فری وزوروی او دوی ورڅخه زوق واخلی ؛ دا کوم بشریت دی دا کوم عدل او انصاف دی ۰دوستم با ید نن ورځ داسی محکمه شو وی وای لکه نور مظلوم بی چاره مسلمانان چی داسلام فه جرم محکمه کوی ؛خونن ورځ هغه څوک محکمه کیږی چی اسلام غواړی دوطن ازادی غواړی انصاف او عدل غواړی ۰ زموږ مظلوم ولس با ید پر دی فوه شی چی نړی وال عدل انصاف ته عقیده نلری او دهغوی پر تسو خبرو او مطبو عاتو ونه غولیږی ۰۰۰ اوبس/ ستا سو خیر خواه او انصاف غو شتونکی /حاجی نرخی

  47. ډېره ښه او عاقلانه لیکنه ده. دا دا ځل په اشرف غني پسې ټول احمدزی قوم ولاړ ده.

  48. خلګ په هره ساحه کي جدی او مثبت بدلون ته سترګي په لاره دي نه دکړغېړنو، ناپاکو او پرقومي بنسټونو باندي د جوړو سوو مصلحتونو دوام ته ، کرزی د واک ته رسېدو له لمړی ورځي څخه په همدا ډول ناپاکو مصلحتونو او جوړجاړيو کي لاهو سوی دی او ټوله ئې وينو چي وتن او افغان ؤولس ئې له څومره بدبختيو سره مخامخ کړی دی٠
    داشرف غني په علميت او پوهه کي څوک سوال نه لري اما د اندېښنې وړ خبره دا ده چي دی د دوستم په زور ځان
    و رياست ته رسوي نه د خپل علم او پوهي په زور ، او دوستم خپل رائې چاته مفتي اورايګان نه ور کوي ، دابيره
    سته چي د يو دغسي فلج اوناکاره دولت سره به مخ يو لکه د کرزي چي په هيڅ کارکي صلاحيت نه لري٠
    زما نظر داشرف غني پر ضد نه بلکه د تجربه سؤو ناکامه ائتلافونو په اړه دی ، چي دغه دوستم څو ځايه کړي او
    ټوله ناکام سوي او د دغه وتن او خلګو په ضرر تمام سوي دي

  49. ګران او د ستاینې وړ ورور قرار صاحب او ټولو افغانانو ته د زړه له کومې سلامونه
    په رښتیا هم کله چې څوک خبرونه او لیکنې ګوري زړه يي بديږي خو الله ګواه دي کله چې د قرار صاحب او ځيني نورو وروڼو لیکنې ګوري نا هيلي مو ختمي شي الله مو په لاسو برکت واچوه ،،،ليکنو ته ددوام په هيله
    مننه
    ترکیه

  50. ډېره منطقي ، له معلوماتو ډکه او خوږه لیکنه وه، یوه ورځ ډاکټر صاحب اشرف غني ډېرې زیاتې خبرې وکړې، یوه هر اړخیزه وینا یې واوروله، په اخر کې یې وویل، چې په افغانانو کې هر څه پریمانه دي، عقل ، پوهه، غیرت ، قرباني، بصیرت ، ژبغړاندي؛ خو یو شی، چې ما دلته ونه لیدل ، هغه د اورېدو لپاره غوږونه ول ، زما په نظر ډېره په زړه پورې او عاقلانه خبره وه … نو قرار صاحب خدای پاک دې وکړي، چې د اورېدو غوږونه پیدا کړو او خبرې چې په یوه غوږ واورو له بله یې ونه باسو … ستا لیکنه په ریښتیا چې په سرو زرو ارزي، خو څوک به یې واوري او څوک به عمل پرې وکړي؟؟؟ که پورته په تبصرو کې ځینو ملګرو ته فکر وکړﺉ ، نو د ډاکټر صاحب خبره به درته د کاڼي کرښه ښکاره شي… زه فکر کووم ، چې دا زموږ یو طبیعي مشکل دی الله دې یې رفعه او دفعه کړي.

    خوشال بابا هم لېونی نه وو، چې ویل یې :
    زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده + په اور وسوځه دا توري قلمونه

  51. زه به خبره ډير لنډه کړم. هر عدد چى څومره لوړهم وي که د صفر سره يي ضرب کړئ نو صفر به شي. نو اوس هم چى اشرف غني که څومره پوهه ولري نو کله چى د يو جنګي جنايتکار، غل او يو فاسق او بېسواد انسان سره يو ځاي شو نو اشرف عني هم د ملت په نزد صفر شو او خپل حيثيت او اعتبار يي له لاسه ورکړ. تاسو به يي ووينئ چى په اتنخاباتو کى به يو سلنه راي هم ونه ګټي. دى به د ملت لخوا رد شي. دى هسى هم چندان سويه نلري واي چى در شهر کور ها يک چشمه پاچاست. مننه

  52. ښاغلی افغان ولس صاحب! فکر کووم دلته د ضرب نه بلکې د جمعې عملیه کارول شوې، اشرف غني د صفر دوستم سره یو ځای شوی، په عددي لحاظ یې ارزښت باید لوړ وبلل شي …

  53. د انتخاباتو په دی ګرم میدان کی دوستم د اشرف غنی لپاره د پل حیثیت لری. انتخابات ګټل غواړی . نو اړینه ده چی له داسی خلکو سره اتلاف وشی چی تر شا یی خلک ولاړ وی. باید احساساتی نه شو ډیر ژور فکر وکړو .

  54. قرار صاحب د تا څخه یوه نړي مننه چی د ډاکټر صاحب کاری تجربه او د هغه مینه د وطن سره په ډاګه کړه پدي کښی هیڅ شک نشته او دا مونږ منو چی مونږبل داسي شخصیت نه ګورو او زمونږ د امید سترګي د اشرف غني په لوري دي او دومره ویلي شم چی زه نه یواڅی دا چی خپلي ټولي رایی به ورکوم بلکه کمپاین به هم پرمخ وړم او دومره درته ویلی شم چي هغه ما تر اوسه له نږدی هم ندی لیدلي خو دده کارونه چي کړي دي او دده ویناوي چي ما اوریدلي دي نو زه په دی نظر یم چی دغه شکیدلي نظام بل څوک فکر نکړم چي سره پیوند به یی کړي بلکه نور به یی وڅیري ځکه مونږ د ډیرو ننګاونو سره مخ یو او مونږ یو دشمن نه لرو بلکه دښمنان لرو نو داسي هیواد لپاره که یو پوه با استعداده شخص نه وي نو د ‌ډیرو بدو عواقبو شاهد به ووسو او اشرف غنی نه یواڅي دا چي مونږ یی پیژنو بلکه ټوله نړي پیژني اوکه چیری اشرف غني کامیاب شی زه په دی باور یم چی دا ګوندي او قومي تعصبات به لمنځه یوسي او یو قوي نظام به رامنځ ته کړي چي هغه په قانون ولاړ نظام وي او د مفسدینو د لاسو څخه به دغه نظام راوباسي

  55. قرار صیب ډیره ښایسته لیکنه دی کړی.

    زه خو دا وایم چی همدا اشرف غنی به وی چی دوستم غوندی سر شاره سړی لاری ته کړی او د افغانستان راتلونکی لپاره تری کار واخلی، ددی خبری موږ شاهد وو چی د کاندیدو څخه څو ورځی وروسته دوستم بښته وغوشتله چی دا یو ه مثبته خبره ده .

    په درنښت
    شمس

  56. قرار سیب
    د اشرف غني ځواب مو درست دی خو د دوستن ځواب به څوک وواي
    دا لاندې څو لیکې ستاسو دي ما یوازې له بره کاپې او لاندې مو پیست کړې

    موږ ولې له هغو خلکو، چې په ماضي کې یې خرابیاني کړي، په آینده کې د ښو تمه لرو، او له هغو چې تېر کردار یې له لاسته راوړنو، قاطعیته، شفافیته او زحمت کشۍ ډک دی، په آینده کې د خرابي وېره لرو.

  57. De Dr saib Ahadi mlaterh kawoonko aw dardorchyano!

    Ahadi kho hatta pe lomrhi sar key bagil sho, aw de noomaandei pe tol poora wenekhot no de melat pe ye kom dard dawa kerhai wai.

  58. Eng Fahim (Pakhtoon) Wardak ta!

    Sta de syasat aw arzaweney sera tse kaar! Ze wlarh sha longei wewah, dhol gharey ta wachwa aw attan kawa. De enginarei tsekha dey zaar shey, hasey de kitaboono bar derbaandey dai. De dwawo khro werbeshey ne shey bilawai aw zaan ta “enginer” waye.

  59. زه خو دې بعضی ځوانانو ته هک او حیران یم چې مارشال فهیم او پلویان یې په واک کې وي وايي دا شر او فساد دي دې وطن کې چور او تالان وکړ داې وکړل او هغه یې وکړل او چې کله ډاکټر صاحب احمد زې د دوستم سره ائتلاف وکړ او غواړي چې سمې لارې ته یې راولي او بیا پری نږدي چې شمالي ټلواله مزې او چړچې وکړي بیا هم نیوکه کوي نو بیا په دې مانا چې مونږ غواړو چې نه ددین شو او نه د سادین؟؟؟؟؟؟

  60. ډاکټر صاحب ډېر وړ شخص دی او د ټولو هیوادوالو په فکر کې دی. یو متواضع، پوه او با تدبیره شخص دی. زه د ده یوه ښه خاطره لرم. یو بحث کې تقریبا ۱۲۰ ځوانان وو او زه په پای کې ناست وم او کله چې دی راغی له ټولو سره یې په لاس ستړي مشې وکړل، خو په اخر کې دغه نظم ګډوډ شو، دغه د پای ځوانانو مخې ته ورغلل او زه پاتې شوم. نو مافکر وکړ چې که اوس د شا نه ورپسې ورشم نو و به شرمیږم چې له ستړی مشو پاتې ، نو اوس چاپلوسې کوی او منډی ورپسې وهي نو زه همداسې ولاړ وم چې ده په اخر کې را تاو شو او زما خواته ته روان وو، نو زه هم په منډه ورغلم او ستړی مشې مې ورسره وکړل . ما دا هیله او ارزو درلودله چې د ده سره په لاس ستړی مشې وکړم. او هغه پوره شوه. نو په همدې خاطر مې د شپې تر ناوخت یې بحث ته کیناستم په ریښتیا هم چې یو پوه او د افغانستان او د افغانستان دخلکو لپاره ګټمن شخص دی.

  61. السلام علیکم ۰۰۰ ورونو اشرف غنی هغه وقت فاچا کیدای شو وی چی یا قنداری وای یا فنجشیری ۰۰۰ او اوس نشی فاچاکیدی زکه احمد زی بی اتفاقه قوم دی

  62. افغا ن ولس کوم افغا ن ولس ؟ ولس ټول اماده دهغه ورڅی انتظار کوی چه رایه وکا رول شی بیا به دغه افغا ن ولس هک او پک لا س تر زنی وی چه نن د ډاکتر صاحب اشرف غنی شخصیت علمیت او مفکوره دصفر سره ضرب کوی دعا لم تو هین دخپل څا ن او مو قف تو هین ده:

  63. قرار دا چی ځینی وخت زمونږ د اکثریت ځوانانو سد سرته راشی نو بیا پوه شو چی یاره زه هم ستا حمایت کوم او ته هم ریښتیا وایی.
    ولی همیشه یی د کورنی نه شروع تر ټولنی او حتی سیاست پوری احساساتی تصادم کړی چی دا کار همیشه شرموونګی نتجه ورکړی.
    ستاسو قلم او فکر همیشه تاند

  64. د دې لیکنې دویم عنوان (ډاکټر اشرف غني ولې له دوستم سره یو ځای شو؟) د ډاکټر اشرف غنی شان ته سپکاوی دی. اشرف غني له دوستم سره نه بلکه دوستم له اشرف غنی سره یوځای شوی دی.

  65. Daer Qarar Sahib,

    Well said and well written, I have made my mind and decided what to do !

    I already started my campaign for Great Ashraf Ghani and mobilize and encouraged so many people to vote for him, he is the only truely ( Khedbatgar) and honest person . He is the only capabale person to take us to progress and out of this difficult situation…The others are just there to fill their pockets or get credits for being a presidential candidate.

    The grandson of Dauod Kahn brother could be a good and honest person but not for atleast 10-15 years.

ځواب ورکول محمد علي خوستي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *