مطیع الله عابد/

زما نوم  ملالۍ  ،زما ورور میروس جان . زما نیکه میرویس خان .زما بابا احمد خان  او د ملت بابا مې  حامد خان . زه یم شهزداگۍ  د افغانستان. نن زه د افغانستان شهزداگۍ خپل باچا په لاس کې نیولې یم ، زه هغه ته ژاړم .هغه ماته ژاړي. زه د غوربند ملاله،د هلمند سپوږمۍ او د میوند گلالۍ یم.

زه د افغانستان هغه شهزداگۍ  یم . چې د خپل بابا په حکومت کې غم لړلې او ویر وهلې په لاسونو کې ورته  پرته یم . هغه ما په تندي  مچوي اوچپه خوله  په غوږ کې راته وایي  مه  ژاړه  زما لور جانې مه ژاړه،زه به دې هر پرهر په خپلو شونډو ټکور کړم.زه به  بیا څوک پرنږدم چې تا داسې بې پلاره بې  یاره او مددگاره کړي  هغه راته خبرې کوي او  د سترگو نه اوښکې زما په پرهر پرهر مات مات  مخ راتوې شي نو  زه ورته وایم  چې دادا زه خو ماشومه یم . یتیمه یم.ستا شهزداگۍ یم. زړه مې مات دی،  مخ مې مات دی.اختر مې میرات دی  او وجود مې پرهر پرهر دی.  د زړه زخمونو مې درد کوي نو ځکه  ژاړم ، مړه مور او پلار مې یادیږي ،زه خو هغو غواړم.  ته خو پاچا ېې ، د ټول وطن ابا ېې .زموږ د ټولو اسرا ېې. نو ته ولې  ژاړې ؟.

خو زما  د دادا سره ، زما د وطن باچا سره  د خپلې شهزداگۍ بچۍ د یو سوال ځواب هم نشته. ځواب به د کومه  کړي چې هر ځواب ېې پخپله ځان سره ډیر سوالونه لري.  هر سترگه کې ورته بلها سوالونه دي. د وطن هره شهزداگۍ ورنه دا پوښتنه کوي.  چې د کونړ هغو نهو شهزادگانو څه گناه کړې وه چې  د سون دلرگو پسې وتلی وو او سوزیدلی مخونه په کفن کې راستانه شول.  دوی خو  درنه نه  قلم غوښتو او نه کتابچه. نه ېې  درنه خارجی  بورس او نه د انگلیس کورس.  که د رڼا دپاره دې بریښنا نشوه ورکولی نو دا تندر دې پرې ولې غورځوه. که  د خوړو دپاره دې ډوډۍ نشوه ورکولئ نو دې تنور ته دې ولې اچول.   خو افسوس د دغو نهو ماشومان د  سلهاو سوالونو ځواب نه د وطن باچا سره شته او نه د کوم ملا سره.  د کابل د محرم د ورځې هغه تنکیو  بچیانو څه گناه وه چې په کور کې ورته کربلا جوړه شوه. په شنو کالیو ېې سره داغونه ولگیدل. د مړو انبارونه ولگیدل.چا ورباندې جنت وگټه او چا ورباندې لعنت .د پنجوايي هغو ماشومانو څه گناه کړې وه. چې یو عسکر په توره شپه ووژل. خو د کابل باچا سره نه د رڼا ورځو مرگونو ځواب شته نه د تورې شپې د قتلونو. خو  د وطن باچا نه د طالب سره حساب کولی شی او نه د غالب نه ځواب اخیستلی شی.

زه د افغانستان هغه بدبخته شهزداگۍ یم. چې  نه مې د وطن باچا  په دومره سرکار کې  د درد دوا لري او نه د کلي  ملا په خپلو تسبحو کې ماته   کومه دعا لري. هر یو مې د یو ورور په بدل کې بل ورور وژني ،د یوې خور په قتل کې پوره کور وژني.دا څنگه ننگ دی چې  ټول جنگ زموږ په سر دی. د حقوقو علمبردار هم ما وژني. د دین ټیکدار هم ما وژني. دواړه زما په غم کې مړه هم ما بیا بیا وژني.

دا تیرې درې لسیزې  ما همداسی د باچایانو او ملایانو په جنگ کې  تیرې کړیدي. زما د نسل  د نورو وطنو شهزداگۍ  اوس د خپلو وطنو خاوندانې دي او زه اوس هم د کابل نه واخله پیښوره پورې د سړک په غاړه ولاړه  په بیچله  خاورې بادووم او غږ کووم چې خارجي یک ډالر بدهې.  خو خارجي د سړک  خړې خاورې  زما په سپین مخ راباد کړي او د ډالرو باران ورنه شمال یوسي. زه غوربند  کې ټوټه پرته او زما په ټوټو کاروبار کیږي. بیا به زما په سر څومره دعوې کیږي. زما خیمه په وینو سره او د نورو به پرې بنگلې جوړې شي. زما په غم کې به د ډیرو نورې میلې جوړې شي.

زه د افغانستان هغه شهزداگۍ  یم چې د یو ورور دپاره ننداره  یم او په میدان مې گډوي. د بل پلار  دپاره سرمایه  یم او په بازار مې خرڅوي. څوک مې خېټه څیروي  پوډر راکې ښخوي او اروپا ته مې لیږي  او څوک  راته واسکټ اغوندي او غزا ته مې لیږي. ،خپله نه ځی  او ما جنت ته  استوي. زه حیرانه یم  چې زه خپله څوک یمه. ډمه ، سودا ، قاچاقبره او  که ځان مرگې؟. مړه هم زه پړه هم .وړه هم زه او خفه هم زه.

زه د افغانستان هغه شهزداگۍ یم. چې ما تل د نورو د بچو د نظر ماتولو دپاره خپل خوبونه سپیلنیو سره لوگي کړیدي. کله مې د لاهور د تخت مخې ته قلم او کتابچې خرڅې کړې دي . کله مې د ولی باغ خوا ته نینې پخې  کړیدي. بیا په شمشتو کې مې د خښتو بټۍ تودې کړې. په باچا خان چوک کې مې د واورې اوبه خرڅې کړې ، د شاه دوشمیره خوا ته مې لاس غوړلی او د زمانې د هر شاه نه مې  د وطن د مور دپاره ډوډۍ غوښتې .  نن هم  د دنگو ودانیو لاندې خطا شوو خوړو کې رزق لټوم. د خارجي الوتکې نه راغوځیدلي بیسکټ را ټولولم او د کابل په مراد خانې کې د  خپلو همزولو د مړو منځ کې ولاړه چغې وهم .خو د ستونی نه مې غږ نه ووځی. زه د هلمند سپوږمۍ خپل ورور ته سوال کوم چې ما مرگ ته مه لیږه ،هغه وايي جنت دی. زه خپل میلمه ته وایم ما وژنه هغه راته وايي ستا ژوند نه دی مصیبت دی. زه ژوندۍ د هیچا نه یم خوښه او ټول زما د ژوند دپاره ما وژني.

زه هغه بدبخته شهزداگۍ  یم  چې  نه مې چا  په سترگو کې  خوبونه   ولیدل. نه چا راته لوڅې پښې پټې کړې. نه راته چا نانځکه  واخیسته. نه مې د پخو خښتو کور ولید.  نه مې په قلاره یو غړپ د امن اوبه  د ستونی تیرې شوې او  نه راته چا په مینه یو گوله ډوډۍ خولې کې راکړه. خو که راکړې ده نو په مخ ېې سپیړه راکړې. په لاسو کې ېې  کچکول راکړی. مازغو کې ېې شور راکړی .په سیالو کې یې پېغور راکړی. په خیمه کې اور راکړی. په پټ مخ ېې راته تور راکړی. د غمه ډک کور راکړی او مړ پلار او ورک ورور راکړی.

زه د افغانستان هغه بدنصیبه شهزداگۍ یم چې په عمر  ماشومه یم. په څهره معصومه یم.  خو د دومره باچایانو محکومه یم.  چې  نه مې لر کې اختیار شته نه په بر کې اعتبار.   وایی چې ماشومان مومنان وي  .  خو زه په دومره مسلمانانو کې د دوزخ په لمبو کې سوزم. په دومره اوبو کې په غرمو کې سوزم. زه زمکې خوړلې ،اسمان وژلې یم. زه ملا سنگسار کړې او خان تښتولې یم.  زه د هر ثواب کتاب او د هرې گناه  حساب یم. زه نورو ته نور ځانته سور عذاب یم.

یو مسلمان مې مکتب ته بم ږدي او د پښتو د کتاب سره مې د ایتونو سیپاره هم سوزوي.  بل مې د لارې د سر نه  مخ پټې‏ تښتوي او بیا مې د دادا نه پیسې غواړي.  دریم راځي  د قلم په ځایی لاس کې بم راکوي او راته خاندي چې دا ستا د لوبو د ناوې  نناځکه ده . نن د دې واده دی  . بیا همدغه نناځکه  داسې وچوي چې بیا  زه  خپله ټول عمر د ډولۍ په انتظار تیروم خو د کور نه  وتو   ته قدم اخیستی نه شم.بس د جنازې په انتظار د مرگ لاره گورم. زه د ژوند په  شر کې د بشر نه بله غاړه گورم.

زه د هغه افغانستان شهزداگۍ یم  چې   نیکونو مې د اصفهان نه واخله  واخانه پورې او د بنگاله  تر چتراله پورې دنیا د پښو لاندې کړې وه. خو نن  دا زمکه په ما دومره تنگه شوېده   چې  د استریلیا د کرسمس په جزیره کې او د یونان د مایکل په ادیره کې سرپناه لټووم.  زما په ارگ کې دومره څوک نشته چې بند کانټینر کې د مرگ د خولې نه ما  راوباسي. دومره نر څوک نشته چې ما سوداگرو د قیده خلاصه کړي . د  ظلم د هیواد نه ، د تور مخو د عناد نه  او د سپین سترگو د فساد نه مې آزاده کړي.زه د هغه زمانې شاگرده یم چې  زما د الف ب  په قاعدې هم القایده لیکل شوېده او د  تاریخ په کتاب کې رانه خپله جغرافیه ورکه ده.

خلک واېی چې زما د وطن د زمکې  لاندې لعل او مرجان پراته دي. زه د زمکې د پاسه  په ډیرانونو  هډوکي لټووم. خلک وایی  چې زما په غرونو کې  د لاجوردو خزانې دي. زه د صافی لینډ مارک مخې ته کاغذونه غونډوم.  اول میر وایي چې زما په وطن کې دلعلونو خزانې پټې دي  او زه د خان میر لور په  کراچۍ کې د سړک په غاړه  هر لاروی ته خړې سترگې لاس  نیولې ولاړه یم.ایک روپیه دې دو بابا.

زه په کابل کې جل وهلې . په هلمند کې په ماین ختلې  .په کندوز کې  حلاله شوې او ځوریدلې  . په ایران کې تړل شوې. .تورخم کې رټل شوې. ،په وزیرستان کې  په بارودو لړلې ، په سوات کې په تندی ویشتل شوې.  په  پیښور کې بې درکه  شوې .لاهور کې خرڅه شوې  ،په غوربند کې په مخ سوری شوې ،په کابل کې ورکه شوې او په کونړ کې سوزیدلې یم. زه د دې ستر افغانستان   هغه شهزداگۍ   یم   چې مې سر پټ دی نه ستر. پلار مې د میمنې په جومات کې شهید شو. ورور په ایران کې په دار ځوړند. کاکا په باگرام کې بندی دی . ماما په اسلام اباد کې قیدي.  اختر مې په وینو لړلی. عاشوره مې په لوگو کې ورکه شوې. نوروز مې ماتم دی. ودونو کې مې غم دی. آسمان اور وروي. زمکه بارود شیندي. ځوانان مې چوي. ځوانان مې مري او ځوانان مې ښخوي.

ای زما د وطن باچا .ای زما د وطن ابا . دومره غمونو ،دومره مصیبتونو او افتونو کې زه کمزورې، بې وسه بې کسه. یتیمه .چې نه ژاړم نو څه به کوم.؟ چې تا ته نه ژاړم. خپل باچا ته نه ژاړم. نو چا ته به  ژاړم. خو ته خو د وطن ابا ېې . د ملت بابا ېې ،د کابل باچا ېې ته ولې ژاړې؟. ته د چا نه انصاف غواړې ؟.ته د چا نه ځواب غواړې ؟. ته راته ولې په غوږ کې  غلی غلی ژاړې ؟. چغه ووهه کنه. دا سکوت مات که کنه. ستا خاموشۍ خو  زما پلار وواژه. ستا مصلحت خو زموږ افتخار وواژه. وژاړه گني  ستا ژړا به ما ووژني. ما به بیا ووژني. چغه که نعره کړه. ختمه دا کیسه کړه. وژاړه .چغې ووهه. وژاړه په چغو چغو وژاړه.

ماخو  وې چې زه به درته ژاړم.

تا خو له ورایه سترگې سرې  نیولې دینه

 

14 thoughts on “د غوربند ملاله/مطیع الله عابد”
  1. زما وړاندیز دادی چی د عابد صاحب پورتنی لیکنه د نړۍ په ژوندیو ژبو وژباړل شی او د نړیوالو غوږونو ته ورسیږی. څو پدی وسیله دا د غم او جنګ لړۍ ختمه او نور زمونږ شهزادګان او شهزادګیانی د مرګ او ناروا قربانی نه شی.

  2. که زمونږ او تاسو داسی بیغوری او خود خواهی وی نو دا به مو حال وی. یو به د طالب په نوم ، بل به د دولت د ملاتړو په نوم ، یو به د ملا په نوم ، بل به د عسکر په نوم وژل کیږو. حال داچی ټول افغانان ، مسلمانان او د یوی ژبی خلک یو. یو بل ته لاسونه سره ورکړی او واحد ملت هیچا نه دی مات کړی. یو زعیم وټاکی او د هغه کلکه ملا وروتړی ، بیا به ټول خوشحاله او آزاد اوسی.

  3. عابد صاحب داسی ترخو حقیقتونو ته د اشاره کړی ده چی سم د ورباندی وژړولو. الله ج د په دغه خاوره نور رحم وکړی. الله ج د نور زمونږ په ملک کی امن او سوله راولی. دغه کوم ترخه حقیقتونه چی مونږ یی په سترګو وینو سالم عقل یی په هیڅ شکل نشی تحمل کولی.

  4. عابد صیب ستا په قلم منعکس شویو ترخو حقایقو ته خو زما اوښکې ټینګې نشوې. داسې په زرګونو وړې شهزادګۍ مو د تاریخ د جبر کلکو څپیړو او د سپیرو طوفانونو شدیدو څپو ته سترګې په لار دي.

    1. عا بد صا حب په زړه پورې لیکنه مو کړیده. زه شخصا دکرزې مخالف یم خو یوه خبره چې هغه حقیقت خبره ده هغه دا
      ای کا ش دکرزې مسلح مخالفین لکه ملا ما دومر ، ګلبدین او دده دمفکورې مخالفین لکه تره کې ، امین ، کارمل ، نجیب او نور……….چې یو وار موږ په یوه عکس دوی لیدلې وای چې پر یو مظلوم افغان یې ژیړلې وای. خو داخبره دیو حقیقت په ډول باید ومنو چې نسبت ودغو اشخا صو ته کرزی زړه سواندی سړیدی خو د چا څخه به ګیله وکړو چې هر قاتل ظاهرا زموږ سره دهمدردی دعوه کوې.
      هیله ده چې ګران ویونکې را باندی په قهر نشې

  5. نيكي هيلي أو سلام
    كرانوً دوستانو د عابد صاحب دير غمجنً أو جدي مشكل ته أشعاره كري ده ، أو سؤال دلته دي جي د حل لارييً خانكهً ولتوه ،
    زما به خيال تير هغي جي مونز د ظالم طالب أو فاسد حكومت سراه مبارزه ونكره أو خرجيان ته ديته قانع نه كره جي د بشتون ولس تروريست نه بلكه د تروريستم قرباني ده أو همدارنكه د همسيايه هيوادونه جسواسان د خبل هيواد ورك نكره تر هغه أفغان ولس به دي ور كى وى

  6. عابد صاحبه! پر علم او قلم دې برکت سه.

    دا سوالونو نه د اوسنۍ او نه د تیر سوي ظالمانو څخه کیدلای سي. ددې حساب و کتاب وخت او زمان یوازي او یوازي د حشر میدان او یوم الدین دي. هغه وخت چی ددې غمیزې عاملین نه عقیده ورته درلودله او نه یې ورته لري!!!

  7. عابد صاحب سلام او نیکی هیلی
    لیکنه دی ډیره پرځای ده. خو ددغو ځوانانو د تبصرو څخه داسی ښکاری چه موږ د ژړا پرته نور هیڅ امکانات په لاس کی نه لرو. زموږ ددولت پاچا هم ژاړی، ځوان هم ژاړی ، نر هم ژاړی او ښځه هم ژاړی. زما په خیال دا نو د بی وسی او ناامیدی ورستنی حد دی.

  8. سلام عابد جانه
    واقعآ چی په دی لیکنه کی دی دگران وطن دهغو غمرپلو شهزادگانواوشهزادگیو درد بیان کری دی په قلم دی برکت شه اوخدای دی راته ژوندی لره

  9. تاسې په لوی رب ج باور وکړئ،دا لیکنه مې پوره ونه شوه لوستی،ژړا واخیستم،نن مې دریمه ورځ ده،چې هره ورځ یی لږه لږه برخه ولولم اوښکې مې راماتې شی،نور لوستل رانه پاتې شی.عابد صیب مننه،له دې عاطفی لیکنې ځخه دې.

ځواب ورکول توریالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *