تاند- د طالبانو لاس ته د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ له لوېدو یوه ورځ وروسته څرګنده شوه چې د دې ولسوالۍ په روغتون کې وسله والو طالبانو لږترلږه ۳۵ بستر ناروغان وژلي دي.

وسله والو طالبانو د یکشنبې په سهار تیوره ولسوالي ونیوله، پولیس او دولتي مامورین د ولسوالۍ مرکز ته تر ننوتو وړاندې ووتل خو په روغتون کې ناروغان، چې په منځ کې یې ټپي سرتېري هم شامل ول، پاتې شول.

د غور چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د تیورې ولسوالۍ روغتون ته اور ورته کړی او په روغتون کې زیات بستر کسان د اور په لمبو او یا هم د طالبانو په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو هم په روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو وژل کېدا تایید کړې ده خو ادعا کوي چې دا کسان پر روغتون د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي دي.

پرون د غور والي غلام ناصر خاضع رسنیو ته وویل، د طالبانو له پراخې حملې وروسته ولسوال او امنیتي ځواکونه له تیورې ووتل خو ټپیان او ناروغان په روغتون کې پاتې شول.

د خاضع په وینا طالبان روغتون ته ورغلل او ټپیان او ناروغان یې ووژل.

خاضع پرون د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لرل خو نن وايي چې د وژل شویو شمېر ۳۵ تنو ته رسېږي.

وسله والو طالبانو نن په کابل کې هم ۳۵ تنه ووژل.

د کابل په لوېدیځ کې د کانونو د وزارت د مامورینو پر بس د طالبانو په موټربمي تروریستي برید کې د بس د سپرلیو په ګډون یو شمېر لارویان ووژل شول.

One thought on “د غور د تیورې پر روغتون د طالبانو په حمله کې ۳۵ تنه ناروغان وژل شوي”
  1. دا څه وحشت دی د انسانیت شرمول ، داسلامیت او اسلامی اخلاقو خو څرک هم نشته ، ټول ( مزدور اوجاهل افغان دحکومت د ننه او بهر)، یهود او نصاری ، روحانی او خامنه یی ، نواز شریف او فضل الرحمان او نور انسان نما وحشیانو ټولو لاس یو کړی افغان وژنی ،هغه افغان چی متجاوزین نه منی ، سازش او معامله نکوی .
    الله رب العزت دی دوی ته عقل او دین ورکړی د تنازع ، جاه طلبی ، انحصار او منحیث تنظیم غلا کی مسابقه همدایی انجام وی ، ائتلافونه د غلا ،فساد او عیاشی لپاره د مفسدینو لپاره مشروعیت لری او خپل حق یی بولی ځکه د انسانیت لار تری ورکه او جهالت کی ډوب دی.

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *