ژباړه: صالح محمد هوتک
غوزان یا چهار مغز په وچوو میوو کې یوه خوندوره او ګټوره میوه ده. غوزان په ۲۰۰۳ میلادي کال د FDA ( د امریکا د خوړو او درملو) د ادارې له خوا د ښه او ګټوري مادې په صفت تائید او وپیژندل سول.
غوزان، چې زیات زیاتو مینرالونه یا معدني مواد، ویټامینونه او پروټینونه لري، ستاسو د روغتیا لپاره ګټور دی. څیړونکي وايي چې غوزان د مومپلیو، بادامو او پستې په پرتله ډېر صحي مغزیات دي، د لته يې پر ځینو ګټو ږغېدلي یوو:
له شکري ناروغۍ څخه مو ساتي:
په یوه څېړنه کي چي د استرالیا په ولونګونګ پوهنتون کې ترسره سوې وه راغلي چي (غوزان مو د شکري د ناروغۍد پرمختیا مخنیوی کوي) البته د دوهم ډول شکري (diabetes type 2) ناروغۍ څخه چې همدا دوهم ډول یې د شکري ناروغۍ نژدې ۹۵ ٪ سلنه جوړوي.
زړه مو سالم ساتي:
غوزان مو د امینو اسیدو په لرلو سره د زړه د ناروغیوڅخه ژغوري او زړه مو روغ ساتي، په ورځ کي یوازي د څلور دانو غوزانو خوړل مو د زړه روغتیا ساتي او د زړه د حملې مخنیوی کوي. په نړۍ کې نژدې ۵۰ سلنه خلګ خپل ژوند د زړه د حملې له کبله د لاسه ورکوي، همدارنګه د ویني د لوړ فشار څخه مو هم ساتي.
هډوکي مو پیاوړي کوي:
غوزان د مهموشحمي اسیدونو(Essential fatty acids) په درلودلو سره د کلسیم په جذب کې مرسته کوي او په بدن کې ناکاره کلسیم له منځه وړي، نو ځکه مو غوزان د هډوکو په روغتیا کې مهم رول لري.
پوست مو روغ او روښانه ساتي:
غوزان مو د ویټامین B او انټي اکسیډانټ په لرلو سره پوست د ازادو راډیکلونو د ضررونو څخه سالم او روښانه ساتي، همدارنګه مو پوست د لمر څخه د رسیدونکي زیان څخه ژغوري، د ورځي یوازي د څو دانو غوزانو خوړلمو پوست د ګونځو څخه ساتي که غواړی چي روښانه پوست ولری نو د غوزانو خوړل مه هیروی.
جنسي قوت او سپرم زیاتوي:
په کلفرونیا پوهنتون کې د سوو څېړنو پر بنسټ د ورځي د ۷۵ ګرامه غوزانو خوړل د هغه کسانو سپرم زیاتوي کوم چې عمرونه یې د ۲۱ او ۳۵ کلنو ترمنځ وي،همدارنګه د دورځي د دوو یا درو غوزان خوړل مو جنسي طاقت زیاتوي.
دماغ ، ذهن او حافظه مو روغه او قوي ساتي:
که غواړی دماغ مو روغ اوسي نو غوزان مه هیروی ځکه غوزان مو نه یوازیذهن او دماغ روغ ساتي بلکي حافظه مو قوي ساتي اوهمدارنګه د الزایامیر (د عقل د زوال) د ناروغۍ خطر کموي چې اوس په نړۍکې ډیرې لوړ عمر لرونکي کسان په همدې ناروغۍ اخته دي او ډېری یې خپل ژوند د لاسه ورکوي.
ښځي د سينو(تیو) د سرطان څخه ژغوري:
په ټولیز ډول غوزان د سرطان لپاره یو له ګټورو میوو څخه ده خو یوه څیړنه چېپه مارشال پوهنتون کې ترسره سوی څیړونکي(ډوکټور ایلین هاردمن) او (جویین سي) وایي چې د ښځو د سرطان د مخنیوي لپاره د ګټور میوو څخه یو هم غوزان دیچې په ښځو کې د سینو د سرطان مخه نیسي.
د بدن میتابولیزم مو چټکوي:
د سهار پر مهال د غوزانو استعمال زیاته انرژي درکوي او ورځني فعالیتونه مو منظموي، نو که غواړی په ورځنیو چارو کې فعال او چلاک واوسی نو د غوزانو خوړل مه هیروی.
ورښتېان مو قوي ساتي:
غوزان د ويټامین B بډایه سرچینه ده، همدارنګه د بیوتین په شتون سره چې په ویټامین B7 سره پیژندل کیږي د وریښتېانو لپاره تر ټولو ګټور ویټامین دي، نو ځکه غوزان د ورښتېانو د ودې او قوي کیدو تر څنګ د وریښتېان ریزش، او د وریښتېانو د تویېدو مخنیوی کوي.
چاغیدو څخه مو ساتي:
د هغه خبرو پر خلاف چې ځیني خلګ پر دې باور دي چې غوزان وزن زیاتوي بلکي داسي نه ده، د نوو څیړنو پر بنسټ د غوزانو استعمال وزن نه زیاتوي بلکي ستاسو د وزن د زیاتېدو مخنیوي کوي ځکه غوزان مو د بدن اړین کولسټرول زیاتوي او ناکاره کولیسټرول له منځه وړي.
د خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل:
په بدن کې یوه ماده ده د مېلاتونین په نوم چې د تیارې په هکله اړونده پیغامونه عصبي سیستم ته رسوي، او د خوب په تنظیم کې برخه اخلي، غوزان دغه ماده تحریکوي چې په پایله کې بدن د یو ښه خوب لپاره اماده کوي نو له دې امله غوزان د ښه خوب لپاره تر ټولو ګټور او طبعي درمل دي.
د امینداورۍ پر مهال د ماشوم او مور روغتیا ساتي:
غوزان د امیندوارۍ پر مهال د ښځي لپاره یو له غوره غذاو ګڼل کیږي چې د مور په نس کې ماشوم د باندنیو خطرونو څخه ژغوري.
د سټریس(ورځنی فشار) او خپګان څخه مو ساتي:
دا چې غوزان د فایبر، اومیګا ۳ غوړیو ، غیر مشبوع غوړیو خصوصاً آلالینولنیک اسیدو یوه بډایه سرچینه ده نو له همدې امله ستاسو سټريس له منځه وړي په ورځني استعمال سره یې کولای سی ورځنی فشار او سټریس موختم کړی.
یادونه: د غوازانو په خوړولوکې باید افراط ونه کړئ او په ورځ کې تر ۴ یا ۵ دانو اضافه ونه خورئ، په پیردولو کې پام کوی چې تازه غوزان وپیری ځکه که چیري غوزان د ډېر وخت لپاره د پوښو څخه ایستل سوی وي، نو په ګرمه هوا کې کیدای سي غوزان خپل غوړ وباسياو ډیر ژر په ویرسونو ککړ سي نو کوښښ وکړي تازه او یا هم هغه غوزان واخلی چې د خپل پوښ څخه نه وي ایستل سوی.
ډیر په زړه پورې معلومات مو وړاندې کړي دي ، له تاسو نه مننه .
البته په پښتو کې ويښتان منل شوی کلیمه ده او وریښتان به د کوم ځای محلی لهجه وی.