کفیل نیازی

د پنجشیر درې جنګسالار احمد شاه مسعود له طالبانو سره د جنګ په لیکو کې اورونه بل کړي وه د ښکلو ځوانانو صورتونه وه چې له کابل نه به زموږ کلیو ته راتلل او په خاورو یې خولې خښولي. همدې ورځو کې د عرب ژورنالستانو له خوا مسعود ترور شوی و، د مرګ او ژوند په اړه یې ګډوډ خبرونه راتلل هغه وخت یوازې راډیو وه چې له هر څه به یې خبرولو.

طالبانو به چې کوم ولایت ونیوه مبارکۍ به یې تر اټکه رسیدلې ته به وایې چې په غربي نړۍ مو برید کړی او یو یو هیواد نیسو او خلک یې مسلمانیږي سهار به د پاکستاني اخبارونو سرخط وه طالبان نے صوبہ تالقان….. کو فتح کرلیا. 

هغه وخت خیبر پښتونخوا کې اوسیدلو د کلي د جومات ملا امام مو یو ډیر عالم او عاجز انسان وه سیمه کې یې نوم لرلو ګڼ شمېر طالبان به ده ته راتلل او درسونه به یې ترې ویلې . ملا صاحب باندې ځان ډیرګران وه چې څومره غوړ خوراک به وه دده به خوښدلو د ډیر چاغوالي له امله په غټ ملا مشهور وه زموږ کوچیان غټ په غوټ تلفظ کوي نو ټولو به ورته غوټ ملا ویلې.

 تقریبا ۱۵ کاله یې زموږ د جومات امامت وکړلو ما هم لومړنۍ دیني زده کړې له غوټ ملا ملا صاحب څخه بشپړې کړې له امامت او ماشومانو ته د درس له ویلو پرته یوه ګټه یې دا وه چې د ماشومانو د رینګې (اوږده ژړا) او نورو ناروغیو تعویزونو یې ډیر ماشوم ناروغان له بې سواده ډاکټرانو را منع کړې وې چې دوه درې چوف به یې وروکړل چې ماشوم د وهلی وای بیا به یې هم نه ژړل.

له هر لمانځه وروسته به مجاهدینو او طالبانو ته بې شمیره دعا ګانې کیدلې او کفارو باندې د کاڼو بارانونو، طوفانونو، زلزلو، قحطیو، غرقیدلو ښیراوې هم ښې په شڼ کې روانې وې. غوټ ملا چې د مسعود له ترور څخه خبر شو او څو ورځې یې د مرګ او ژوند درک نه کیدلو له هر لمانځه وروسته به یې دا ویلې، یا خدایه که د مسعود وژل دروغ هم وي ته یې رښتیا کړه، ټولو به امین په لوړ غږ ورپسې تکرار کړو. موږ ماشومان وه شا ته کتار کې به ناست وه د د لوړ امین غږ په اوریدو به ګونډو کې پورته شوو د مخته کتار له کسانو به مو سرونه ورجیګ کړل غټ ملا به دمحراب مینځ کې ناست وه او لاسونه به یې لپه نیولي وه دعا او ښیراوې به یې یو ځای شڼولې او موږ به هم امین پسې تکرارولو. الله د بخشش راته کوي موږ خو ډیرو ته ښیرا ازار کړي دي ویریږم هسې نه چې د دوی په قتل کې موږ حساب نه شو. له هغه وخته دا دی مسعود ووژل شو لوی ملا صاحب ووژل شو بل ووژل شو کلونه تېر شول ځوانان مو یو په بل پسې وژل کیږي خو بیا هم امن رانغی او همداسې وژل کیږو. مرګ حق دی خو موږ په ډیر بې رحمه ډول وژل کیږو. 

سهار چې دفتر ته راغلم کمپیوټر مې چالان کړ مختلفو ویب پاڼو کې په لومړی خبرونو کې لیکل شوي وه چې 

طالبانو د کابل کنفرانس په درشل کې له امریکا سره خبرو ته تیاري وښوده.

ما دا خبر لږ په لوړ غږ وویل خو د څنګ همکارانو هیچا راسره ونه ویل امین. ملګري ملامته نه دي دلته خو څو ځلې د سولې ټوکې په موږ وشوې کله چې شخصا داسې خبره اورم حیرانیږم چې دښمن او په موږ د سولې رحم، خو بیا هم امید لرو چې یوه ورځ به موږ ټول یو کیږو.

کله مې چې دا عنوان لوستلو غوټ ملا مې سترګو ته ودریدلو زه مطمین یم که غوټ ملا  وطن کې زموږ سره وای نو جومات کې به یې حتما مقتدیانو ته ویلې که دروغ هم وي ته یې رښتیا کړې. ملا صاحب له موږ ډیر لیرې شوی زموږ د مهاجرت هغه کلی اوس نشته. ملا صاحب خپل کلي او وطن ته راستون شوی او موږ هم بیرته خپلو سیمو ته راستانه شوي دي ښکلي کورونو کې به اوسیږو ښکلي موټرونو کې به ګرخو په خیټه به ماړه یو  خو سکون نشته، ارام نشته، مینه نشته چې دا هرڅه د بدمرغه جنګ پایله ده. وطن ښکلی دی خو په امن چې ښکلی شي بیا داسې ښکاریږي لکه ناوې چې سینګار شي. تاسې ټول امین ووایی چې د دواړو جنګي ډلو ترمینځ سوله وشي او نور له دې مرګونو او غمونو په امان شو.  

2 thoughts on “د غوټ ملا دعا | کفیل نیازی”
  1. ګران کفيل خان نيازي،
    الله تعالی دې زمونږ ګران ته سوله راولي. هغه سوله چې ټول ورته ارمانجن يوو. امين .خو هغه څه چې مونږ د يو بل پر حق کړې ده، آيا الله تعالی مونږ به اوبخښي او مونږ د سوله ييز ژوند لايق وګرځوي .

ځواب ورکول Abdul Fatah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *