عبدالرحیم (موسی زی)

ای د افغان ملته اې د احمد شاه او میرویس خان بچیانو که تاسې په رښتیا هم د خپلو نیکونو میراثونو ساتنې ته ژمن یاستئ نو تاسو به د څو غلامانو خاوره پلورونکو، چلوونکو، پر پیسو مینو وګړو په خبرو هیڅکله ونه غولیږئ چې ووایي ګواکې فلانی خان پښتون یا مجاهد دی، نه؟ دا زمونږ د هېواد هغه څېره ده چې پرته له یوې ټاکلې سیمې او ولسوالۍ څخه نور هیڅ څوک هم خپل تر څنګ زغملی نشي لکه څرنګه ې چې تل په بربنډه توګه خپله دښمني د افغان، اسلام او پښتو سره څرګنډه کړې ده، دوی د خپل پلوه، غیر ملي او دې ورته نورو متعصبه ټلویزیونونو، راډیو ګانو، ورځپاڼو او رسنیو له لارې د تیرو ۱۰ کلونو څخه را په دیخوا یې ایراني فرهنګ ته وده ورکړه او د پاکستاني څارګرو ادارو په لمسون یې د پښتنو مشران ووژل، ښوونځي يې وسوزول، او په نړیوالو چټلو ظالمو یرغلګرو ځواکونو باندې د پښتنو بې ګناه کسانو کورونو بمبار کړل او هیڅکله یې هم د یوه افغان بچي او مسلمان په توګه د مظلومو کورنیو سره خپله غمشریکه ونه ښودله آیا دا شو افغانیت؟ دا شو اسلامیت او مجاهد؟ او دا شوه پښتون ولي؟ زه دا خبره د تعصب لپاره نه کوم بلکه دا هغه حقیقتونه دي چې زمونږ مظلومه ولس خپل په سترګو ولیده چې یوه ورځ هم دغو کسانو چې اوس د جهاد په نامه او د پښتون توب په نامه خلک غولوي ترڅو سیاسي واک ته ورسیږي او خلک ده ته رایه ورکړي، خو دوی دې پوه شي چې خلک هم په ټولو رښتیاوو باندې پوه شوي دي.

مونږ نور ستاسو د شعارونو او د ستاسو د نسبونو د بدلو په حقیقتونو پوهیدلي یو حدیث شریف دی چې وايي :  پر هغه چا دې د خدای (ج)  لعنت وي چې د چا په نسب پورې اړه نه لري، خو دی ځان ورګډوي، بل ځای کې  امام مسلم د ابوبکره او سعد ابن ابي وقاص (رض) څخه روايت کوي چې د اسلام ستر لارښود داسي وفرمايل: ترجمه: هغه څوک چي خپل واقعي پلار پېژني، خو دی ځان بل پلار ته منسوبوي، پر هغه جنت حرام دی. نو د دې حدیثونو په اساس هغو کسانو څخه مونږ هیله کوو چې د خپلو شومو تنظیمي، سمتي او فاشیستي سیاسي اهدافو د رسېدو په موخه دې خپل نسب نه بدلوي حال دا چې اصلي نسب یې هغه هم ندي.

مونږ ټول مسلمانان یو، مونږ ټول افغانان یو او مونږ ټول ورونه یو خو کله چې د دغه هېواد د غوڅ اکثریت حقوق تر پښو لاندې کیږي، څو تنه مزدورې څېرې غواړي چې د هر منفي چار په استعمالولو سره واک ته ورسیږي کله چې د هغو د بهرنیو بادارانو لخوا د پښتنو پر کورونو بمبارونه وشول نو یوه ورځ هم نه هغوی مجاهد ول او نه یې هم د خپل مظلومه هېواد وال غږ پورته کړ، د پښتنو ښوونځي وسوزول شول، د ترهګر نوم پرې و نومول شو، د القاعدې نوم پرې کیښودل شو او داسې نور نو دا به هیڅکله هم په تاریخ کې زمونږ هېر نشي نو دغه بې شرمه کسان نن څنګه خپل ځان زمونږ له جملې حسابوي او له مونږ څخه د رایې غوښتنه کوي؟

حال داچې دغو منحوسو او ملعونو څېرو له نړیوالو څخه پر افغانستان د یرغل او د خپلو مشرانو په ژولو په میلیونونو ډالر او پونډ واخیستل، د افغانستان د تجزیې لپاره یې د امریکايي او آلماني مشرانو جرګو مشرانو سره وکتل، د افغانستان په مزار شریف ولایت کې واټونه د خپلو ایراني بادارانو د حسن نیت په موخه د ایراني ډیپلوماتانو په نومونو ونومول، له تیرې یوې لسیزې څخه را په دیخوا په پښتون میشتو سیمو کې په قصدي توګه د پیسو په ورکولو سره امني ډیره وله ترڅو هغوی د زده کړې او د ژوند نورو آسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شي، دې ته ورته نه یواځې چې د پښتنو سره یې دښمني وکړه یاده دې وي چې د پښتو ژبې سره یې هم جفا وکړه د دوی له جفاوو څخه د ایراني فرهنګي یرغلګریزو مرکزونو په سلا د ایراني کلمو استعمال وه چې خپله خپله د افغاني مصطلحاتو سره یې دښمني وکړه او ایراني کلمې یې وکارولې او د ولس تر منځ یې په خپلو دا شان شومو اهداف له کبله کرکله واچوله.

د دغو واک غوښتونکو او فریبکارانو له تعصبونو څخه په وروستیو کې په بریښنایي پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو سره مخالفت وه، دوی چې په خپل افغانیت او اسلامیت شرمیږي نو دوی ته په خطاب سره باید ووایم چې په ډیرې خواشنۍ سره د افغانستان ویاړلی مسلمان ولس هم ستاسو په دا ډول بې غیرتیو او بې حیاتوب باندې شرمیږي او نور هیڅکله هم پر تاسو باور نکوي ځکه تاسو د ملت په ویاړونو شرمیږئ.

په افغانستان کې ځېنې ناپوهو او بی علمه کسانو له تېرو کلونو څخه زمو د ولس په سترګو په بیلابیلو نومونږ خاورې وشیندلې او د دوی له پاکو احساساتو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه، دغه غیر مسلکي، فرصت غوښتونکي او پردي پاله څېرې اوس هم زمونږ د ګران هېواد په ځینو سیمو کې خلک په خپلو تشو غلوونکو شعارونو غولوي، مونږ ټول افغانانو د یو او بل ورونه یو مونږ ټول پښتانه چې د افغانستان تر ټولو ستر او غوڅ اکثریت وکړي دي خپلو نورو توکمو ته دروناوی لرو له یو بل سره د وینې او خپلوۍ شراکتونه لرو مونږ د نړۍ هیڅ ځواک او د هغوی هیڅ ګوډاګی، غلام او لاسپوڅی هم نشي کولای چې پښتون له تاجکه او تاجک له پښتون څخه جلا کړي مګر په تاسف سره څو محدوده مکروبونه دي چې هماغه د انګریزانو په اصطلاح چې وايي (( تفرقه واچوه او حکومت وکړه)) خو دغه چټلې څېرې تر څو دغه غوڅ اکثریت ته درناوۍ ونکړي او د دوی عزت او حقوقو ته احترام ونکړي نو دوی به هم خپلو شومو سیاسي ګټو ته په خوبونو کې هم ونه رسیږي.

پورتني ټکي هغه موارد دي چې ما د دې رنځ لیدلي ولس سره له نږدې ناستو او پاستو څخه په نتیجې کې ولیکل او تاسو سره مې شریک کړل ځکه دغو واک غوښتونکو، غلامانو، پردي پالو، ظالمانو، ګوډاګیانو، منحوسو، ملعونو، خاوره پلورونکو او بې ننګو یوه ورځ هم ونه ویل چې ولې ز مونږ یو بی ګناه هیواد وال سره داسې پیښیږي؟ ولې یو هیواد وال سره باید ظلم وشي؟ ولې بې ګناه کس ووژل شي یا بې عزته شي؟ دوی هغه مهال ځکه غلي ول چې هلته د دوی سیاسي ګټه نه وه خوندي.

مونږ د افغانستان ملت انشا الله نور د دغو غلامو او مداریانو تګ ماریو او تیر ایستونکو خبرو باندې نه غولیږو، د دوی د ګواښوونو او ناوړه کارونو په وړاندې به له هر راز ګام څخه لاس په سر نشو ، ملت له دغو متقلبو څخه کرکه لري، ولس دوی نور نه غواړي، د سرلوړي افغانستان او د افغانانو د سوکالۍ په هیله.

0 thoughts on “د غوڅ اکثریت پر وړاندې پټ رازونه/عبدالرحیم/ موسی زی”
  1. ورور كوله داسي واقعي ليكنه دي كري داجه زه به هر خه بوهيرم مكر ستا ليكني يو داسي هيجاني حالت به ما راوست ستركي مي داوشكو دكي اوبه غريب ، غريب مي وزل كه مي به غريب نه وه زرلي شايد سكته مي كري وه دا د دي دباره جه ولي زمونز ويده اولس د غفلت له خو به نه بيدار يزي ،هر خوك مونز د فوت با ل د توب غوندي هري خواته جه زره غوشتي وي راباند ي شوت كوي اومونز ورته رد رد كورو او خاندو.اي دافغان با غور وره ملته لز بيدار شي كه نه وي غرور مو در خخه اخلي همدا مو وخت دي . كه بند مو اوبو ويورو ترلي بيا كران دي

  2. مننه ښاغلی جنرال صاحب ستاسو له ښه احساس او هڅونې څخه مننه، خدای مو تل روغ او خوشحاله لره، هو، دا زمونږ د ویښتیا مهال دی باید ټول نور په خپله تیروتنه پوه شي که نه خو ستاسو په خبره که مو د اوبو بند یو ځل اوبو ویوړو نو هغه مهال یې تړل ستونزمنه ده اوس هم لا وخت لرو راځئ سره یو شو او سر لوړي او ودان افغانستان لپاره خپله دینی او وجداني دنده ترسره کړو. ویښ شئ اې غوڅ اکثریته.نور نو تاسو پوه شئ مننه

  3. مننه ورور جانه ! ښایسته لیکنه مو کړی ده . دا ټول هغه واقعیتونه دی چی انکار تری نشی کیدای خو دا ویده ولس به څنګه را ویښ کړو ، زه یی هم حیران کړی یم. په آخر کی می ستاسو او ددی پاڼی چلونکو څخه هیله داده چی دداسی علمی مسائلو د خپرولو پروخت لطفأ لږ نور زحمت هم وباسی او دټایپ سوی تورو اصلاح وکړی . ستاسو د ډیرو بریالیتوبونو په هیله

  4. مننه قائم صاحب، ستاسو له پېرزوینې څخه مننه، خوشحاله وسئ دا ټولو دنده ده چې خپل وس په اندازې نور پو کړي چې حقیقت څه دی او مونږ باید څه وکړو.

  5. مننه قائم صاحب، ستاسو له پېرزوینې څخه مننه، خوشحاله وسئ دا د ټولو دنده ده چې خپل وس په اندازې نور پوه کړي چې حقیقت څه دی او مونږ باید څه وکړو.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *