تاند- د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپله فېسبوکپاڼه کې اعلان وکړ چې غیرمسوولو وسله وال قوماندان علیپور، چې پرون د ملي امنیت منسوبانو نیولی و، نن ماسپښین خوشي شو.
علیپور، د دشت برچي د سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره د صدارت په ماڼۍ کې د دوهم مرستیال ولسمشر دفتر ته حاضر شو او له ښاغلي دانش څخه یې مننه وکړه چې د ده په خلاصون کې یې مرسته وکړه.
په دې کتنه کې دانش وویل«موږ په سختو شرایطو کې یوو او زموږ هیواد هره ورځ د تروریستي ډلو او دښمنانو په تېره بیا طالبانو او داعش له لوري له تشدد او جنګ سره مخامخ دی او هغوی له خلاوو افغانستان ته د زیان اړولو لپاره استفاده کوي.»
د ولسمشر دوهم مرستیال له ټولو په ځانګړي ډول له قوماندان علیپور څخه وغوښتل چې د هیواد حساس شرایط درک کړي او له حکومت سره همکار واوسي.
ده همداراز علیپور ته وویل چې له حکومت سره د قانون په چوکاټ کې همکار شي.
د دانش په فېسبوکپاڼه کې ویل شوي چې علیپور د ملي امنیت د منسوبانو له لوري نیول شوی و او له ابتدايي تحقیقاتو وروسته د مشرانو په هڅو له توقیفه خوشي شو.
راپورونه وايي چې پخپله سرور دانش د هزاره قوم په غوښتنه د قوماندان علیپور ضمانت کړی او ژمنه یې کړې چې نوموړی به په مناسب وخت کې د هغو تورونو ځواب ته حاضرېږي چې پر ده لګول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ته یوه جګپوړي دولتي چارواکي ویلي چې علیپور وروسته له دې خوشي شو چې په یوه مشورتي غونډه کې موافقه وشوه چې په هغه صورت کې دې نوموړی خوشي شي چې ضمانت ورکړي چې بیا به د قانون سرغړونه نه کوي.
علیپور وویل چې د نظام او حکومت مخالف نه دی او د دې په ترڅ کې چې ټول د مظاهرې حق لري تاییدوي چې هیڅوک حق نه لري چې عامه شتمنیو ته تاوان واړوي او یا د ښار نظم ګډوډ کړي.
پرون او نن د علیپور پلویانو په کابل کې د تلاشۍ یو شمېر پوستې چې د هزاره ښاریانو د ساتنې لپاره جوړې شوې وې، وسوځولې او د تشدد په لړ کې یې تر ۲۰ ډېر پولیس ژوبل کړل.
نوش جان یی د هزاره ګانو، نر غوندی یی معلوم حال قاتل په زور خوشي کړ. حکومت ته شرم دی.