دوی يوازې د خپل فکر يو څو کسانو ته ولس او ولسواکې وايې او هغې ولسواکۍ ته درناوي لري,زما او ستا ستر ولس ورته ولس نه ښکاري,زما او ستا د ولس ولسواکې ورته ستره ګناه ښکاري,زما او ستا له لورې د ولسواکۍ پلي کول ورته جرم او زياتۍ ښکاري.
دا نن چې کومې نندرۍ د افغانستان د 1393 کال د ولسمشريزو ټاکنو په سر روانې دي او د ولسواکۍ په ډګر کې زما او ستا د ولسواکۍ پريکړي ورته د منلو نه دي نو دا کومه نوي خبره نده.
کله چې په افغانستان کې د ننه د خلقي رژيم په ضد د مخالفتونو لومړنۍ نښې نښانې د کنړ په ولايت او د هيواد په شمال ختيځ په مشخصه توګه د بدخشان په ولايت کې راښکاره شوې,که څه هم د دې مخلفتونو تاکتيک او دښمن يو و,خو موخې ستراتيژې او هدفونه يې له هماغه پيل څخه بيل وو.
که له يوې خوا په کنړ کې ولسونو او اسلامي ډلو د کمونستي ايډيولوژي پر ضد بيرغ پورته کړ,خو له بلې خوا په شمال کې د ستم ډلې د کمونيزم پر ضد نه بلکې د دوی په ژبه د پښتنو حکومت پر ضد جنډه هسکه کړله.
دلته هر څه له ورايه رڼه ښکارې,څيرې دي چې پلورل کيږي,وطن مو پلورل کيږي او ولس مو تباه او بې پردي کيږي.
بلخوا همدا څو څيري وي چې په افغانستان کې يې د شورويانو سره ډول ډول شرمونکې تړونونه لاسليک کول,د شورويانو سره به د دوی د هر تړون په لاسليک کې هيڅ د اسلام او د جهاد رنګ نه ليدل کيده.
د تړون له مخې به د دوی په سيمه کې شورويانو تګ راتګ کاوه,شورويانو ته به له دوی لخوا هيڅ مزاحمت نه کيده.
خو اوس د جهاد او مقاومت چيغه د بل هيڅ افغان په خوله کې نه غواړي,ځانونه د جهاد ټيکداران بولي.
په افغانستان کې د شورويانو د څلويښتم فوځي لښکر قوماندان په خپل کتاب کې ليکي چې د ستم د ډلې مخکښو قومندانانو ښه عقيده درلوده خو د خپلو ملګرو په منځ کې به يې د شرابو څښلو څخه هم ډډه نه کوله.
نو اوس د دوی دا ټول شرمونکې خويونه او کړه وړه په څه معنئ?
ايا دوی به کله هم افغانستان ته وفادار پاتي شي?
نه هيڅ کله هم نه,دا ځکه وايم که يو ماشوم په نظر کې ونيسو چې مور او پلار ته څنګه وفادار او خدمتګار پاتي کيږي?
نو زموږ په فکر کې به وګرځي چې ماشوم خو ځکه مور او پلار ته وفادار او خدمتګار پاتي کيږي چې هغوی دواړو ورته روزنه ورکړي او هغوی تربيه کړۍ ده.
اوس نو په افغانستان کې د يو څو ناولو څيرو له لورې افغانيت او خاوري ته سپکاوۍ او بي احترامي له دې امله کيږي چې هغوی خپل باداران لري د هغوی له لوري د افغانستان پر ضد روزل شوي او تربيه شوي دي,هغوی ته د افغانستان هوساينه او سوکالي کوم ارزښت نلری او نه هم موږ بايد ورڅخه د افغانستان د اباده ولو هيله ولرو.
اوس موږ بايد هيله ونلرو بلکې د ځان لپاره موخه او هدف وټاکو چې څنګه کولئ شو د افغانستان په حکومتونو کې پردي پالو او مغريزو اشخاصو ته د افغانيت درس ورکړو.
تير تاريخ ستر ښوونکۍ ده,خپل تير تاريخ او تجربو ته کتنه او د هغوی څخه ګټه پورته کول به راته راتلونکۍ سلامت ټاکي.
تير 13 کلن نظام يوه ښه تجربه وه,په نوموړې تجربه کې مو وليدل چې د جهاد تر نامه لاندې ځينو اشخاصو په افغانستان باندې هغه ظلم وکړ چې تر اوسه پورې يې د نړۍ په هيڅ هيواد کې سارۍ نده ليدل شوۍ.
په افغانستان کې د تيرو 13 کلونو د مضر احتياط,بې ځايه مصلحتونو او بې شخصيته څيرو ته د لوړو موقفونو په واک کې ورکولو پايله د افغان ستر ملت په ارادو ملنډې وهل او په رواني ډول يې د عام قتل روانه لړۍ شوه.
د ولسواکۍ او مجاهد تر نامه لاندي يوي کوچنۍ ډلګۍ په تيرو (13)کلونو کې په خپل ولس تورتم را ټيټ کړی و, په خپله هره ناروا کړنه کې يې د همدي دواړو نومونو څخه ګټه پورته کوله,او دا يې هيره کړې وه چې يوازې په يو څو شعارونو  حکومتونه او د نورو سره سيالي نه کيږي,او بې سياله ژوند ستره سر ټيټي وي.
د حکومت واکمني بايد د خلکو د اساسي حقونو او رضايت په بنسټ وي,چې دا ډول حکومت يوازې د مشروع او قانوني لارې شونۍ دی او د خلکو ملاتړ يوازې د مشروع حکومت سره وي,هغه حکومت چې د زورواکۍ او جګړو له امله منځ ته راشي هغه د خلکو رښتينې رضايت نشي تر لاسه کولای او نه هم ورته مشروع حکومت ویل کیږي.                                                      هغه حکومت چي د خلکو د رضايت پر خلاف منځ ته راځي هغه په حقيقت کي د ټولني د وګړو د سياسي او مدني حقونو غصب کوونکۍ دي.
که څه هم په تيرو څو کلونو کې د قانون حاکميت نه تر سترګو کيده,ظلم,جبر او فساد هم خپل حد ته رسيدلۍ وو,خو افغان مظلوم ملت ورته زړه لوی کړی و,په زړونو ودريدل خو سترګې يې پرې پټې کړې لنډه دا چې تير په هير.
اوس که چيرته د دولت د واک واګې يو ځل بيا هغو څو د بشريت او افغان د خاورې ضد کسانو ته په نامشروع توګه په لاس ورشي هغوی به نه يوازې د فساد کچه لوړه کړي بلکې هغوی به په خاوره مين او وفادار ولسونه د منځه يوسي,عام قتل ته به لاس واچوي او ان دا چې د افغان ولس خاوره به په نورو پورې وتړی,چې د دې کار مخه به يې بيا هيڅوک ونشي نيولۍ.
(وخت سره زر ده)

 

0 thoughts on “د ولسواکۍ قاتلان/ یوسف منګل”
  1. منګل صاحب ستا ددی حقيقی او پر ځای ليکنی څخه
    ډيره مننه نو زما صلا او مشوره همداده چي وخت لکه سره زر دی ،بيا او بيا دسياسي ليدرانو او روشنفکرانو څخه هيله لرم چي که غواړی وطن ته نجات ورکړی نو دخپلو ليکل شويو برنامو پر اساس چي ضروريي دوطن دابادولووعدی په کشی ليکلی دي او خلکو ته يي ورکړی چي دوی به خپل وطن أبادوی څنګه؟ په يووازی صورت،په يوه کوچني ډلګي نخير هيڅکله نه. زه وايم چي ټول روشنفکره او سياسی خوزښتونه سره متحد شي ، دخدايي پاک ، دوطن دکونډو،يتيمانو،دشرف اونا موس په خاطر سره يو شی ،اي تاسو خو ځانونه روشنفکرا ن بولی ولی دامکاناتو څخه ګټه نه پورته کوی.ديو متحد او لوړ افغانستان په لور

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *