((اې مرګه! کله چې زما خواته راغلې، نو قسم درکوم،خاوروته ووایه چې ټول وجود مې خاورې کړه، خو سترګې مې مه خاورې کوه ، ځکه چې سترګې مې د یو بل چا(امید) د راتلو انتظار کوي))

های کاش چې دا جملې مې په یوه خیالي کیسې کې لوستی وای ،مګر له بده مرغه دا د هغې پیغلې نجلۍ(فاطمې) کیسه ده چې په ۱۳۹۲-۴- ۳۰ باندې یې ځان وژنه وکړه او دا میسج یې یې د هغه ګوزارش له مخې چې اوس مې مخې ته پروت و، تر ځان وژنې څو شیبې وړاندې خپل ورور ته لیږلی و

فاطمې له کلیوال امید سره مینه وه، کله چې امید د فاطمې پر کورنۍ د کوژدنې لپاره مرکه وکړه، د فاطمې کورنۍ ولور ۵ لکه افغانۍ کیښود، هلک غریب و، بل چیرته یې کوزده وکړه، بیا یې فاطمې ته حال ولیږه، چې نوره زما په انتظار مه پاتیږه.

کیدای شي لوستونکي د فاطمې میسج د یوې خیالې کیسې پاراګراف وګڼي، خو له بده مرغه تاسو د یوې خیالي نه بلکې په یوه ریښتني رپوټ کې د یوې واقعې کیسې په توګه ولوست او تر ټولو بده یې لا دا چې یو کال کیږي په محاکمو کې یې دوسیه روانه ده، مګر دوسیه او فیصله به څه وکړي؟؟؟ کاش هغه سترګې چې د امید په انتظار وې نه وای مړاوې شوې.
نو اې پر ارمان جنو سترګو ودان قبره م�� اوریدلي چې امانت ځمکه نه خاورې کوي، هیله ده د فاطمې سترګې به د امید د لیدو په تمه وساتې!!

3 thoughts on “د فاطمې سترګې امانت دي/ سعيد زابلى”
  1. کاشکی افغانان پوه شی چی ولور زیات اخستل دڅومره بدمرغیو لامل ګرځی چی یوشمیر یی ځان وژنی،غلا،دزړه په ناروغی اخته کیدل اوداسی نوری ناوړه پیښی دی لکه همداپورته چی تاسو ولوستلی .
    مننه!‏‎ ‎

ځواب ورکول abdullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *