ځیني کسان زموږ دوست هیواد ترکیې ته د اسلامي توب له پلوه د تقدس درجه ورکوي خو په لاندې لیست کې د فحشا له لارې د عایدو د زیاتوالي له کبله دا هیواد لسم مقام لري.

دا هغه عاید دي چې د دغو هیوادونو حکومتونو یې پر فحشا د ټکس یا مالیې له درکه ترلاسه کوي.

په دې لیست کې چین لومړی مقام لري.

3

One thought on “د فحاشۍ له درکه د زیات عاید لرونکو هیوادونو لیست”
  1. جالب رپورټ دی
    زړه می نه غواړی چی د پورته رپورټ (چی حتماً به مؤثق هم وی) سره د غیږی روغبړ و نه کړم
    د ټول غربی فرهنګ په لمنه کی د پرتو هیوادونو له ډلی څخه یوازی د سویډن هیواد دی چی د فحشاء د تجارت یا صنعت په باب ئی ځانته بیل او جلا سیاست غوره کړی دی
    په سویډن هیواد کی د فحشاء خرید یو اجتماعی جرم ګڼل کیږی او ددی جرم د ارتکاب د ثبوت په صورت کی مجرم ته لږ تر لږه دوه کاله زندان ټاکل کیدای سی او جالبه داده چی دا سزا یوازی د سِکس رانیوونکی( نر )ته متوجه ده نه د سِکس خرڅوونکی ته نو ځکه پدی هیواد کی فاحشه خانه شتون نه لری او حتی د سِکسی خدماتو ( د سِکس اړین اجناس) مغازی هم ډیری معدودی او زیادی علنی او ښکاره نه دی
    همدارنګه د شرابو خرڅلاؤ هم په یوه دولتی – سیسټماتیکه پروسه کی تر سره کیږی یعنی هر نازک ماما دوکاندار او مغازه دار د شرابو د خرڅولو حق او صلاحیت نه لری
    امّا
    د سپین سرانو او بوډاګانو خبره شکر دی چی مسلمانان یو او شکر دی چی په اسلامی وطنونو کی رسمی او علنی فحشاء شتون نه لری
    د فحشاء ترویج او نه کنټرول د ټولنی ټولو افرادو ته د زیاتو ډول ډول مصیبتونو او ستونزو د زیږیدلو لامل ګرځی
    د پورته رپورټ په هکله بله یادونه
    مثلاً ۲۴میلیارډه ډالره هسپانیا مثلاً
    دا ډالری چی په تومن یا په کلداره واړول سی نو په جیب کی څه چی په جیپ به ځای نه سی!!! ا
    پورته مبلغ یوازی د حکومت د سهم مالیه ده دا چی ددی معاملی اصلی مبلغ به څومره وی دقیقاً سم نه ښکاری چی البته د عاید د مالئی په فیصدی پوری اړه لری خو ډیری روپی دی لږ تر لږه سل میلیارډه ډالره پدی معامله کی پورته کښته کیږی
    البته زه د کوم ډیوالی مِرزا زوی نه یم چی سترګی می د بل د معاملی په مبلغ کی بندی وی بلکه خبره می داده چی دومره ډیری روپی د فحشاء په بازار کی لګیدل به ددی مانا ولری چی د هغی ټولنی اخلاقی ارزښتونه به له سقوط سره مخ وی یا مخ نه وی بلکه دا ددی ښکارندوی ده چی د یو ډول ټولنیز – کورنی – روحی – روانی ستونزو سره لاس او ګریوان دی
    ددومره روپو په لګولو ( البته د سرانه سهم په احتساب) یوه سالمه کورنی یا لږ تر لږه یوه سالمه میرمن لاسته راوړل کیدای سی
    بله دا چی
    د ښځو د هر اړخیزه طبیعی او فطری حقوقو د رسمیت پیژندلو په هکله د ملاحظاتو ځای نسته خو د لیبرال دموکراسی په اتڼ کی د ښکیلو ښځو په وړاندی دا یوه جدّی پوښتنه مطرح ده
    پوښتنه داده
    که خبره د ښځو د هر اړخیز مساوات د فورمول د رسمیت پیژندنی په باب وی( البته بشپړ مساوات او طبیعی حقوق مطلقاً دوی بیلی او جلا مقولی دی) نو
    دا ټولی روپی ولی یوازی د فحشاء خرڅوونکو جیبونو ته لویږی؟
    او ولی ځینی وخت خپله ښځی دا درانه خریدونه نه تر سره کوی؟
    لکه چی نه سوه پوه؟

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *