تاند- د فرانسې د نیس په ښار کې د پنجشنبې د شپې (د افغانستان په حساب د جمعې د شپې) په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ ته ورسېد او ښایي چې دغه شمېر نور هم لوړ شي.‌ ویل کیږی چې له سلو تنو څخه ډېر نور زخمیان شوي دي.‌ لږ ترلږه ۱۸ ټپیان مرګي حاله دي.

نړیوالو رسنیو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي چې د پېښې په ځای کې د قیامت ننداره جوړه وه او مړي او زخمیان هرې خوا ته پراته ول.

د نړۍ یو شمېر مشرانو د فرانسې د نیس د مېله ځای ترهګریزه پېښه غندلې او د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.‌ د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وویل، «زه د امریکا د خلکو په استازیتوب، د فرانسې د نیس ترهګریزه حمله چې په لسګونو خلک په کې وژل شوي دي په کلکو ټکو غندم. مونږ د هغو خلکو له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو چې په دغې پېښه کې وژل شوي دي.»

د نیس د سیمې یوه چارواکي کریسټیان ایسټروسي رسنیو ته وویل، «هغه لارۍ چې دغه حمله یې کړې په لاسي بمونو او نورو وسلو سنبال وه او چلوونکي یې چې د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی د خلکو په ګڼه ګوڼه بې درېغه ډزې کړې دي.»

په دې هکله د تاند مخکینی راپور

د پېښې یوه لبناني عیني شاهد ای بي سي نیوز تلوېزیون ته وویل، کله چې اورلوبه خلاصه شوه هغه واورېدل چې خلک چیغې وهي،‌ او د ټوپک ډزو ته ورته غږونه یې واورېدل. خلک په منډو ول اوسرپناه یې لټوله.

ویل کیږي چې، پخوا د اکثرو داسې ترهګریزو پېښو ریښې له پاکستان څخه ځغلېدلې ځکه چې د دغه هېواد د نظامي استخباراتو اداره د خپلو ګاونډي هېوادونو د ځپلو او په نړۍ کې د افراطي مذهبي فکر د خپرولو له پاره ځانګړي پروګرامونه لري،‌ خو داسې ښکاري چې اوس د ترهګرۍ یو شمېر پېښې د پاکستان تر څنګ له عراق او سوریې څخه سرچینه اخلي.

One thought on “د فرانسې په حمله کې د مړو شمېر ۸۴ تنو ته ورسېد”

ځواب ورکول Hazbullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *