تاند- د فرانسې پر سمندرغاړه سپنج (سفنج) ته ورته ژېړبخونه شی موندل شوی دی.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د فرانسې په یوه ساحل کې سپنج ته ورته ژېړبخونه شي سیمه ییز چارواکي حیران کړي دي.

دا شی، چې تراوسه څوک نه پوهېږي چې څه شی دی، د فرانسې د شمال په (Pas-de-Calais) سیمه کې په ۱۹ مایله پراخه ساحه کې خپور دی.

څېړونکي د دغه شي په اړه تحقیقات کوي او وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې خطرناک شی نه دی.

One thought on “د فرانسې په ساحل کې مرموز شی موندل شوی”

ځواب ورکول Asma ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *