تاند- دغه ماشوم، چې یوازې دیارلس کلن دی، دوه ځله قرآنکریم لوستی او ټول یې حفظ کړی دی.

د فراه ولایت دا بااستعداده ماشوم په دې عمر د سویې دومره ازموینې ورکړي چې اوس په همدې عمر په دوولسم ټولګي کې دی. که د ځانمرګو بریدونو له شره خدای وساته، لوی انسان به ترې جوړ شي.

د فوق العاده استعداد دا خاوند احمد نومېږي او د فراه د یوې وروسته پاتې ولسوالۍ شېب کوه اوسېدونکی دی.

احمدجان انګلیسي هم زده کړې ده. راتلونکې ته لا زیاته هیله شته ځکه چې انګلیسي د علم او تخنیک ژبه ده.

احمد د فراه له والي سره
احمد د فراه له والي سره

دی دومره ذهین دی چې که څوک د قرآنکریم هر آیت ورڅخه وپوښتي نو سمدستي ټول ایت ورته تلاوت کوي.

احمد له دومره لوړ او ښه استعداد سره سره، چې خدای پاک پرې لورولی دی، ډېر بېوزله دی. دومره بېوزله دی چې حتی د قلم او کتابچې د رانیولو وس نه لري.

د فراه والي محمد عمر شېرزار احمد خپل دفتر ته وروغوښت او هغه ته یې د مرستې ژمنه ورکړه.

که خدای کول احمد به نه یوازې د فراه بلکې د ټول افغانستان ویاړ وي.

7 thoughts on “د فراه بې ساری زده کوونکی”
  1. دا څووم کس دی چې په افغانستان کې پیدا کیږي، دی او له ذهني پلوه ده ته ورته یا ده ته نژدې ماشومان باید په منظم ډول ټول کړای شي او په یوه مجهز ښوونځي کې په کابل کې ورته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شي. دوی کولی شي چې ګڼ ډولونه تخنیکونه او نور سهولتونه د افغانانو له پاره جوړ کړي.

  2. که داتور مخی بدرنگه اوبد ذاته پنجابیان او دیوشتمی پیری جاهلان ( طالبان )په خبر شی نو سمدستی به .بیا یو مصیبت ورباندی راولی

  3. زه حاضر یم دی ماشوم ته ۱۰۰۰ ډالره ورکړم چی دی ورباندی خپل پروګرام مخکی بوزی دا د اوس لپاره دی مګر که می نور وس وشو هم ورسره کوم یی مګر شرط می دادی چی د سیاست او چلوټو نه باید یا لری شی یا هغوی ورسره لازم کمک وکړی . ځکه زما ویره داده چی خدای نا خواسته ضایع نه شی.

  4. دا دټول افغان ولس لپاره افتخاردی نه یواځي دفراه دخلګو لپاره خو پام چی پنجاب تری خبر نشي اوزه هم پنځه زره افغانی کومک یامرسته ورسره کوم

    دراتلونکی په هیله یی

  5. دښاغلی صابرشا احساس او د ښاغلی ګنډیری وړاندیز دستایلو وړ دۍ او خدای ج یی د په قلم او دماغ برکت کښیږد ی د

  6. دې ته لوی ماغزه وايي. کیدلی شي چې احمد نابغه وي. دولت ته پکار ده چې بې له ځنډه د ده او د ده په شان د نورو استعدادونو او معزونو غم وخوري. امنیت یې وساتي او د خپلې کورنۍ سره یو ځای ورته په کابل کې د هستوګنې، تحصیل او څیړنو شرایط برابر کړي. همدا اوس د احمد ژوند ته خطر دی. د دوستانو مرستې د قدر وړ دي. خو دولت باید بې تفاوته پاته نشي او زر تر زره د احمد د امنیت او روزنې ټول مسولیت په غاړه واخلي

  7. Salamonah;
    Afghanistan herwakht d nawabegho ttattoby paty shwy dey kho ka khalk aw devlet yi pa qadir poh shy., D` Farah valisahib bayed la Ustad Ghazenfer sara che newy d jamhuurReis cultury selakaar shwy dey mashwarah wakrry aw d portnyo dostano pa mrasta d`dey faqir mashum la khareq-ul `aadeh isti`daad sakha gattah wakhestl shy aw rushd waki. ”Hel yestevellazina ya`lamoona vellazine la-ya`lamoon”. vesselaam.

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *