تر ايمان شېبه دمخه يې د خدای پيغمبر؛ موسی عليه السلام په ماتې ګواښه او د فرعون په عزت يې سوګند يادواوه:
“د فرعون په عزت سوګند، موږ بريالي يو.”
خو همدا، چې د موسی عليه السلام ريښتينولې يې وليده، په ايمان راوړلو کې ځنډ ونه کړ:
“موږ د موسی او هارون په رب ايمان راوړو.”
دا شېبې نو فرعون ته نه اټکلېدونکې وې، ګوډګرو يې د ايمان په راوړلو پر مخ کلکه څېړه ورکړه، فرعون، چې د خپل اجتماعي حيثيت د بېرته اعاده کولو لپاره بله لار ونه مونده، پر دوی يې ناشنا تور ولګاوه:
“خبره مو له پيله سره يوه وه، هسې موږ ته مو چل جوړ کړی و. زه پوهېږم، چې دا چلونه مو له خپل مشر (موسی) نه زده کړي.”
بيا يې خورا تاريخي ګواښ ورته وکړ:
“له هر يوه به مو رد او بدل لاس او پښه پرې او د خرما په ډډ پورې به مو وتړم.”
اوس نو ګوډګر هاغه پخواني بې ايمانه ګوډګر نه وو، په يوه شېبه کې يې ايمان په زړونو کې ريښې وځغلولې او ثبات يې ور په برخه کړ؛ نو خپل پخواني بادار ته يې په زغرده وويل:
“ستا لاس دې خلاص وي، هېڅ پروا مو نشته، موږ هسې هم د خپل رب لور ته ور روان يو.”
فرعون خپله هيله ترسره کړه، له هر يوه يې رد او بدل لاسونه او پښې غوڅ کړل؛ خو پوهېږې بريا د چا په برخه شوه؟
د فرعون د ګوډګرو! ولې نه ګورې، چې تر اوسه يې د ثبات کيسه په الهي کتاب کې لولو او زده کړه ترې کوو؟
رب دې پرې ورحمېږي!

One thought on “د فرعون له کوډګرو د ثبات درسونه زده کېدای شي! – ظاهر عمار”

ځواب ورکول h.zmary ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *