لسګونه راډیوګانې، چاپي رسنۍ او تلویزیونه جوړ شول، خو اوس مهمه خبره پکې د خپرېدونکو پروګرامونو، لیکنو او خپرونو ده، چې څومره موږ ته ګټه او تاوان راکولی شي؟

د شعوري ګټې او تاوان موضوع نور د لاشعوري ګټې او تاوان پرضد ځکه قوي او په دلایلو پوره ښکاري، چې اوس هومره کمزوري نه یو، چې په رسنیو کې د ټولو خپرېدونکو توکو په اړه به له غور او فکره کار نشو اخستلی او یا به یې د ګټې او تاوان لوری نشو مشخص کولی.

په رسنیو کې د معیاري خپرونو جوړول او بیا په افغاني ټولنه کې له خوارۍ پرته اسانه کار ندی، خو له مسلکه چې تېښته نشته، نو مجبور یو دې مشکل ته غاړه کېږدو.

یوازې د مهالوېش ډکول مهم نه وي، د راډیو تر شا د ناستو اورېدونکو، د تلویزیون د لیدونکو او چاپي رسنیو د لوستونکو علاقه هم مهمه وي، چې دا وخت څه ته اړتیا لري او زموږ مسوولیت څه ایجابوي.

اوس بریالۍ رسنۍ هماغه دي، چې لکه د ټولنیزې میډیا په شان د دوه اړخیزو اړیکو په کټه ګورۍ ولاړې دي. دا دوه اړخیزه اړیکه د اورېدونکو او رسنیو په غوښتنو ولاړه ده، که رسنۍ د خپلو لوستونکو، اورېدونکو او لیدونکو غوښتنې مثبت ځواب نه کړای شي د یوې بټنې کېکاږل سړی د خپلې خوښۍ رسنۍ خواته په اسانه رسوي.

خو په یو شمېر افغاني رسنیو کې دغې تشې دې ته زمینه سازي کړې، چې د فرهنګي یرغل نوی ماډل په افغان ولس کې په اسانۍ رواج شي.

پدې یرغل کې د یرغل کوونکي نه پوزه وینې کېږي، نه یې زیات لګښت پرې کېږي او نه یې خوله پرې ماتېږي، ټوله زمینه سازي ورته زموږ نا مسلکي برخورد کوي.

د کابل په ګډون په ولایتونو کې یو شمېر ایف ایم راډیو ګانې او د فنډونو تصویري راپورونه (اخبارونه) ټول د کاپي او پېسټ په معادله چلېږي. مهمه خبره اوس د ضرر ده، چې له شعوري او قصدي پرته بل څه نشي بلل کېدای.

په یو شمېر غږیزو رسنیو کې د خپرېدو ټول معیار یوازې د موسیقي په مټ د یو څو کلماتو تړون وي، چې که له موسیقي سره یو ځای وي سندره یې بولي او که له موسیقي پرته وي مدحیه (ستایونکی) کلام یې بولي، چې څوک یې د هغې دنیا لپاره د ویلو ادعا لري او څوک یې ددې دنیا لپاره.

دغه مدحیه کلامونه نه یوازې چې بدرنګه دي، بلکې داسې زهري پېغامونه خپروي، چې په هېڅ دلیل زموږ لپاره منشور نشي کېدلای او د افراط او تفریط یوه جوړه معادله ده چې لکه د بل هر څه په شان په افغان رسنیو کې تجربه کېږي.

تېره ورځ مې د موبایل ایف ایم راډیو روښانه کړه او د کابل چېنلونه مې ښکته پورته کړل، په یوې ایف ایم راډیو کې مې د اخلاقي کلام په نوم په موزون انداز یوه سندره(؟) واورېده، چې د ټوپک له ډز سره یې هېڅ فرق نه وو.

په هلمند، کندهار او غزني کې یو مخ پټی د ماشومانو په مخ ښوونځی تړي او کورنۍ یې ګنهګارې ګڼي، خو د کابل په یو ایف ایم راډیو کې چې چلوونکي یې یوازې د اخلاقي موضوعاتو د خپرېدو ادعا کوي په موزون کلام کې سندربول قُلقُلې وهي او ادعا کوي، چې د قیامت علامې ټولې د افغان ځوانانو او پېغلو د هغو اعمالو نتیجه ده، چې ځوانان اوس نیکټایي اچوي، پتلونونه اغوندي، نجونې سکولونو(؟) ته ځي، د ځوان په جیب کې مسواک نشته، اوږده ویښتان پرېږدي او په عصري قاشق پنجو خوراک کوي.

د کلام د ارایې طرحه او د سندربول د الفاظو تلفظ او انتخاب ښیي، چې دغه موزون جنګي الفاظ له افغانستانه بیرون ترتیب شوي، ریکارډ شوي او سندربول یې هم بهرنیان دي، خو زموږ د ایف ایم راډیو په سټوډیو کې ناست تخنیکر خو هسې یې هم خپله نه اوري او په هغو یې چې اوري له زهرو پرته بل څه نه شیندي.

په یوه بله ایف ایم راډیو کې مې د ایمن اوداس سندره واورېده، چې د شهید (؟) فوجي لالي صفتونه پکې کوي او چارسده، خیبر بازار او وزیرستان کې یې کارنامې ستایي.

زما د بل چا د سرښندونکو سره کار نشته، خو زما د خپل سرښندونکي د کارنامو د ستاینو کموالي دا زمینه سازي کړې، چې د بل د کور غل هم زما اتل دی او تر ټولو نازکه مسله داچې ددې حالت دوام به زموږ ماشومانو ته څه ورکوي؟

په رسنیو د څار لپاره په دولتي چوکاټ کې یوه اداره شته. د اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې د رسنیو د سرغړونو کمېسیون مسوولیت همدا دی، ګڼ کارکوونکي لري، کارکوونکي یې له وزارته معاشونه اخلي او پوستونه یې ډک کړي دي. اوس پوښتنه داده چې دوی په څه مصروف دي او ددې چټیاتو د خپرېدو مخنیوی د چا دنده ده؟

د هنر او ساعت تېرۍ په نوم د منفي پېغامونو زهري زړي پداسې چټکۍ پدې ولس کې کرل کېږي، چې که یوه ورځ هم د سیوري دې ونې میوه ونیوه، نو د مخ پټي ټوپکوال او هغه اورېدونکي توپیر به درته سخت وي، چې یو یې د افغان ماشومې په مخ تېزاب شيندي او بل یې ورته سر له اوسه د توجیهاتو په لټه کې دی.

One thought on “د فرهنګي یرغل نوې بېلګه/ حزب الله اتل”
  1. خبره دی سمه ده خو د فرهنګی يرغل نوم مناسب نه دی .
    دا یوازی خپل ضعف توجيه ده او بس.

ځواب ورکول اسد سمندر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *