تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل چې د ولسي جرګې د هغې غړې ورور یې نیولی چې تېره میاشت په غزني ولایت کې تښتول شوې وه.

فریبا احمدي چې د اګست په میاشت کې په غزني ولایت کې له زوی او یوې لور سره د وسله والو له لوري تښتول شوې وه، درې اوونۍ وروسته له یو شپږو بندي طالبانو سره تبادله شوه.

ملي امنیت وايي، د فریبا احمدي ورور د خپلې خور په برمته کېدو کې له مجرمانو سره لاس درلود. او ده په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

د ملي امنیت د چارواکو په وینا د فریبا احمدي ورور د طالبانو قومندان ته مخکې تر مخکې خبر ورکړی و او له هغه سره یې په ګډه د خپلې خور پرضد دسیسه جوړه کړې وه.

د ملي امنیت د رسنیو دفتر وایي چې فریبا کاکړ د خپل ورور نور احمد او یوه بل کس له خوا، چې روح الله نومیږي، تښتول شوې وه.

د ملي امنیت ریاست وایي، دواړو نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې دا کار یې د غزني په قره باغ ولسوالی کې د طالبانو د یو قوماندان په امر کړی و.

7 thoughts on “د فریبا احمدي ورور د خپلې خور په تښتولو کې د لاس لرلو په تور ونیول شو”
  1. ما ددی وکیلی هغه وینا واوریده چی نوموړی د خلاصیدو نه روسته د طالبانو په منځ کی کړی وه. زه لا په هغه وخت کی شکی شوم چی را برمته کیدل ډرامه شوی او پلان شوی کار وه. او زما په نظر چی په دی دسیسه کی فریبا احمدی هم شریکه ده. ملی امنیت باید په دی اکتفاء ونګړی چی بس ورور یی په جرم اعتراف وکړ نو دوسیه بنده. موضوع باید مخکی وڅیړل شی او ډیر ځواکمن احتمال لیدل کیږی چی فریبا دی هم په دی قضیی کی فریب نه کار اخستی وی.

  2. طالبان نه یوازې ترهګر دی بلکې، له بې ناموسه کارونو هم ډډه نه کوي! لعنت دې وي پر داسې بې ناموسو

  3. فریبا نه یوازی په دی زوسیه کی فریب کړی دی بلکلی هغه په اصل کی یو فارسیوانه ده او په پښتنه نه ده صریف یی د کاګړ د نوم څخه استفاده کړی او ځان یی په پښتنو پسی تړلی نودا د اوله خطا ښځه ده د قیقه څیړنه باید وشی او سم جزا ورکول شی چی په اینده کی داسی یو بی ناموسی بل څوک ونکړی لکه دی چی وکړل

  4. زه یوه شي ته حیران شوم، نه پوهېږم چې په فیس بک کې که په کومه راډیو کې مې د دې خبرې واورېدې چې هغه وینا د طالبانو او خلکو په وړاندې اوروي، دا ناپاکه هلته هم په پاړسي خبرې کوي. سړی ریښتیا هم حیران شي چې دا څه حال دی، مونږ یې پښتو ژړله چې چڼو راخرابه کړه اوس دا داسې ډرامه جوړه شوه چې دا هم د هغې بلې پروسږنې سناتورې سادات وه که څه شیشکه وه چې په تښتونو کې یې لاس درلود په څېر ناپاکه ده. تر ټولو لویه حیراني دا وه چې دې هلته پاړسي وینا اوروله. خدای مو دې ایمان ته خیر کړي.

  5. ګرانو فریبا او کورنۍ یی پښتانه ندې ، په دې اړه تاسو باید ځان خبر کړۍ. نوموړې له یوه پښتانه سره واده کړۍ ترځو تر پارلمانه ځان راورسوې
    ویس

  6. خیټوره توبی باسه وخت ډیر خراب راغلی، څوک دی برمته نه کړی چی په تا به هم پاړسو ووایی

ځواب ورکول اکبر شهیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *