تاند- د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کوچ یا سرروزونکي وویل، د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن په اتلولیو کې د افغانستان د لوبډلې له ۲۰ لوبغاړو څخه ۱۵ له بهرنیو هیوادونو راوستل شوي دي.

پیټر سیګر نن /جمعه/ وویل، سره له دې چې په افغانستان کې حالات ښه شوي، د فوټبال د ټیم اکثره لوبغاړي له بهرنیو هیوادونو څخه راوستل کېږي.

د ده په وینا د افغان ملي ټیم اکثره لوبغاړي له جرمني، ډنمارک، امریکا، بحرین او مالیزیا څخه راوستل شوي او همدا علت دی چې د افغان لوبغاړو د لوبې سویه یې اوچته کړې ده.

ده، چې له هند سره تر پایلوبې مخکې خبرې کولې، همداراز وویل چې د ملي ټیم اکثره لوبغاړي دوه تابعیته دي.

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان اوهندوستان د فوټبال ملي ټیمونه د جنوبي اسیا د فوټبال د فدراېشن په پایلوبه کې مخامخ شي.

د افغانستان د ملي ټیم روزونکي وویل:«د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن په روانو اتلولیو کې د افغانستان له ۲۰ لوبغاړو څخه یوازې ۵ تنه د افغانستان له داخله راوستل شوي، نور نه په افغانستان کې اوسي او نه هم په افغانستان کې لوبه کوي.»

6 thoughts on “د فوټبال د ملي ټیم له ۲۰ لوبغاړوو ۱۵ له بهره راوستل شوي”
  1. دیو ملت چی تر نیمای زیات مشران دوه تابعیته وی نو ټیم خو یی باید څوتابعیته وی

  2. فوتبال چی د لوبو شاه یا ‍پاچا هم ده د نړی د ټولو خلکو په زړونو کی اوسیږی او اروپا یی مرکز ګڼل کیږی نو ځکه د نړی ټول ‍پیاوړی لوبغاړی هلته لوبی کوی له دی جملی څخه ‍پیاوړی افغان فوتبالران هم شته دوی مونږ د نړی د لوبو د پاچاهی افتخار را په برخه کوی افغانان په خپلو داسی ورونو فخر کوی افغان چی هر چیرته وی افغان وی

  3. الحمد لله چه زموږمؤمن اتل ملت په جهادی ، سپورتی او ددی ضعیفو قیادتونو سره په علمی او ټولو انسانی عالیه ډګرونو کی د خپلی کورنی سالمی مؤمنانه تربیت په برکت او د لوی خدای رب العزت په مدد سره لوړ مقامونه ګټلی سره لدی چه مصارف د پالنی او روزنی به یی د نړیوالو یو پر لس۱/۱۰ هم نه وی خو د لوی خدای جل جلاله احسان شامل دحال ددوی دی ،همدارنګه که خدای مو سالمه اداره او صالح قیادت په نصیب کړی ان شاءالله دا غیور مؤمن ملت به له هیچا هم وروسته نه وی. دا اتلولی خپل مؤمن ملت ته مبارکباد وایم او خدای رب العزت دی د دنیا او آخرت ټول عزتونه زموږ مظلوم ملت ته په نصیب کړی او دهر ظالم او شراچوونکی ملا ماته او نابود دی کړی.

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *