موږ مهاجرو ماشومانو د لوبو لپاره ځای نه درلود. موږ به یوه نیمه داسې لوبه کوله چې په کم ځای کې به کیده او د لوبو د وسیلو لپاره به کمې پیسې په کاریدې. مثلا: توشلې به مو کولې، د کور مخ ته، د دیواله سیوري ته، لارو کوڅو کې. ځینو به بادوۍ (کاغذ پران) الوځاوه.

د بادوۍ د اخیستلو وس مو نه و. خپله به مو له پلاستیکه جوړ کړ.چې څنګه به هوا ته پورته شو نو له خوشحالۍ به مو ټوپونه وهل. هلته پارکونه نه وو. نږدې پټیو کې به فصلونه وو او چې کله به وریبل شول، نو ایله به موقع په لاس راغله. له پټیو به مو د لوبو د میدانونو په توګه کار اخیسته. کله به مو ډۍ( کلک ډنډه) کوله. دا نو خطرناکه لوبه وه. یو نفر به په اوږده لرګي یو لنډ لرګی وه واهه او مقابل لوري به کوښښ کاوه چې هغه په هوا کې کیچ (ونیسي) کړي.

 کله به لرګی د نیولو په مهال پر مخ ولګیده. یوه ورځ خو یې نږدې زموږ د ملګري سترګه بوټه ویستلې وه. زموږ کورونو ته نږدې غنم تازه ریبل شوي وو. پټي خالي شوي وو. ملګرو ویل چې فوټبال کوو، خو فوټبال ته توپ ضرور و او موږ نه درلوده. ښه شوه، همدې ورځو کې مې ورور چرمي توپ را وړ. په هغه ورځ مو ان تر ماښامه منډې وهلې. د فوټبال لپاره مو وخت وټاکه. مازیګر چې به له جوماته راغلو؛ نو تر ماښامه به مو توپ دمې ته نه پریښوده. لږ لږ یې په چل پوه شوي وو. خو یوه ورځ همداسې په لوبه لګیا وو، چې ملاصاحب راغی. ټولو منډې کړې. ملا صاحب، په غوسه وویل: د کاپر بچیانو! دا څه د کفارو کانې مو شروع کړي؟

هغه خبره پسې وغځوله: کفارو چې میر حاطم صاحب ونیوه. سر یې ترې پرې کړ او بیا دې خدای نا ترسه ظالمانو، د هغه مبارک سر په لغتو واهه. کافرو دا لوبه له همغه وخته شروع کړې او څوک چې له کفارو سره مشابهت کوي، نو په کفارو کې شمیرل کیږي. ما، هسې جرئت وکړ او ورته وه مې ویل: ملاصاحب! د میرحاطم صاحب،سر چرمي و؟ موږ خو په چرمي توپ لوبه کوو. دا خبره نه وه، سم د توپ ګوزار و. را منډه یې کړه، خو د هغه پښو کې دومره زور نه و چې ګیر مې کړي او چې ګیر یې نکړم نو په قهر یې ویل: جومات ته خو به راځې، کنه؟ زه به دې خوښ شم.

دې اخطار څو ورځې له جوماته هم پرهیز کړم. خو د ملا صاحب خبرو ډیر پریشانه کړم. تل به مې په دې فکر کاوه چې دا کفار څومره سخت زړي دي؟ د دوی څنګه زړه کیده چې له انسانه سر پرې کړي؟ او بیا څنګه یې په سر فوټبال کاوه؟ که څه هم په دې اړه سوچونه کول مې عادت شوی و،خو زړه مې نه منل. کله به مې ځان سره ویل: کیدای شي ملا صاحب نه وي پوه شوی. کیدای شي هسې زموږ د وهلو لپاره یې پلمه جوړوله. کیدای شي هسې له ځانه یې جوړه کړې وي. او… ځکه تر دې وخته ما د قتل داسې صحنه نه لیدلې وه اونه مې اوریدلې وه. ما صرف دومره لیدلي وو چې یو نفر خپل دښمن په تومانچه وویشته او نور ترې لاړ.

د هغه دلیل دا و چې ډیر پخوا یې ورته ورور زیندۍ کړی و. کله چې مې د ژورنالیست په توګه خپل وطن کې دنده پیل کړه، ځینې داسې خبرونه به هم اژانس ته راتلل چې د ملاصاحب نکل به یې را یادوه. خو بیا مې هم زړه ته نه لویدل. مثلاً: خبر به داسې و چې د دولت وسلوالو مخالفانو له پولیسو او یا د ملي اردو له سرتیرو سرونه پرې کړل. ځان سره به مې ویل: دا هسې تبلیغ دی. سر پریکولو ته څه اړتیا ده؟ خو کله چې مې د اجمل نقشبندي خبر واوریده نو غوني مې زیږه شول.

 نقشبندي له یو افغان موټر چلوونکي او یو خارجي کافر سره یو ځای نیول شوی و. کافر روغ رمټ خپل وطن ته په خوشحالۍ ورسیده، خو له ځوان نقشبندي او موټر چلوونکي سرونه پرې شول. تیره ورځ مې یو ملګری په کمپیوټر را چوک و. دواړه سترګې یې پرې کلکې نښتې وې او د سترګې له کونجه یې پر مخ کږه وږه اوښکه روانه وه. غږ مې پرې وکړ، خو ځواب یې را نه کړ. خواته یې ورغلم: های! د مهاجرت د ملاصاحب کیسه رښتیا وه. خو په دومره توپیر چې خلک بدل وو او سر بدل و.

دلته ډله څڼور کسان وو، منځ کې یې د خپلو هیوادوالو درې پرې شوي سرونه وو، یو بل ته یې لکه د فوټبال توپونه اچول.لوبغاړو خندلې. له خپل کاره یې خوند اخیست. نور مې نشو کتلی. ژر راغلم پر څوکۍ کښیناستم او په غیبو کې مې د مهاجرت ملاصاحب ځانته مخاطب کړ: ملاصاحب! دا وګوره. تا خو موږ ته ویل فوټبال له کفارو سره مشابهت دی، ګناه ده. کفر دی. راشه دوی ته څه وايې؟ دوی خو په سرونو فوټبال کوي. د خپلو هیوادوالو په سرونو. دوی ته شاید په دې کار د چا لخوا د دنیوي او اخروي اجرونو وعدې شوي وي. د فوټبال مخالف ملا صاحب! اوس چیرته یې؟ راشه، خپل همفکري را ټول کړه، په چرمي توپونو فوټبال کول معاف کړه. اوس خلک له دې منع کړه چې د خپلو خلکو په سرونو دې فوټبال نه کوي.

محمد نعمان دوست، جلال اباد د مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۲ ګرداب ورځپاڼه

2 thoughts on “د فوټبال مخالف ملا/ محمد نعمان دوست”
  1. سلام، دوست صيب،
    ښکلې لیکنه وه، خدای پاک د نور د افغانانو په حالت رحم وکړي. آمین

ځواب ورکول Jalal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *