له انسانه پرته نور ټول ژوي له طبیعت سره وصل دي. لکه تیخوری ماشوم چې د ځان او مور د بیلتانه تصور نه شي کولای، ژوي هم ځان له طبیعته بیل نه ګڼي. دوی نه مرګ پیژني او نه د انسان غوندې له طبیعته د پردیتوب دردوونکی احساس لري. د بلخ مولانا خو خپله لویه مثنوي هسې بې دلیله د بیلتانه په ذکر نه ده پیل کړې چې فرمایي :
بشنو از نی چون حکایت می کند
از جدایی ها شکایت می کند
انسان د مرګ د ویرې د کمولو او د یوازیتوب د درد د ارامولو لپاره تخییل ته پناه وړې ده او هنر د ده د تخییل مبارک مولود دی.
کله چې په لنډیو کې اورو چې :
د مازدیګر زیړیه لمره
په روغو وایه د رنځورو سلامونه
ځکه ورسره کراري احساسوو چې د خیال په مرسته لمر ملګری کوو، قاصد او ریبار ورنه جوړوو، روغو ته سلامونه ورباندې لیږو او په دې ډول ځان له یوازیتوبه راباسو.
غږونه خواره واره او تیت و پرک وي، سازنده یې سره راغونډ کړي، د طبلې، هارمونیې او رباب اواز ته انسجام ورکاندي او په طبیعت کې له رامنځ ته شوي وحدته خوند واخلو. فرهاد چې د غره له تیږو شیرینه جوړوي، ګویا د ځیږه او پاسته د یوځای کیدا په برکت د بنیادم د روح یوه خلا ډکوي او د هغه د ژوند یوه نیمګړتیا پوره کوي. سروه په باغ کې ولاړه ده او دنګه نجلۍ ګودر ته روانه وي. شاعر دغه دواړه سره یو ځای کړي او ووایي چې سروه ګودر ته روانه ده. غم د زغملو شی نه دی خو بې غمه ژوند نشته. دغه تناقض به څنګه حل کیږي؟ رحمان بابا فرمايي:
ښادي هر چیرته د غم په اندازه وي
د هغو به څه ښادي وي چې بې غم وي
او په دې ډول غم راته څه نا څه د زغملو شي.
د ژان پل سارتر په یوه ډرامه کې لولو چې څو کسه دوزخ ته واستول شول. له دوی سره د سوځیدو د عذاب ویره وه، خو هورې اور نه و او چې څه وخت ورباندې تیر شو، پوه شول چې د انسان لپاره همدا اور دی چې د یو بل په څنګ کې اوسیدو ته مجبور شي. د سارتر دا مشهوره جمله چې( د انسان دوزخ انسان دی.) په همدې ډرامه کې راغلې ده.
د انسان عقل او احساس انسان له طبیعته او نورو انسانانو بیل ساتلی، د ژوند په هر ډګر کې یې تناقضونو ته درولی او په دوه کې یې حیران کړی دی. موږ په اوړي کې ژمی غواړو او په غره کې د سمې په ارمان یو. موږ د خپلو تمایلاتو د پوره کېدو په ارمان یو خو زموږ غوښتنې یا په خپل منځ کې په ټکر کې وي یا د نورو انسانانو له غوښتنو سره. که په سپینو کوټو کې اوسو نو تورې کیږدۍ رایادیږي او وایو:
سپینې کوټې یې کنډوالې کړې
زما یادیږي د کیږدیو شمالونه
او چې د ابدي سولې او کرارۍ جنتی ځای رایاد کړو ،بیا هم پکې د غني خان غوندې ناکراره یو، په لوړ اواز وایو:
لویه خدایه له جنته به شم ستون
که کنځل پکې وانه ورم د پښتون
د څو سوه کاله پخوا زمانې یو ترک ژبی سمرقندی تصور کړئ چې ملتان ته تللی، په ژبه نه پوهیږي او ترجمان هم نشته. خوشحال خټک د نورو خلکو په منځ کې ځان همدغه سمرقندی بولي:
چا وته ویل کړم ترجمان په منځ کې نشته
زه سمرقندی یم ، یاران واړه ملتاني دي
هنر د انسان او طبیعت، د انسان او انسان او د هر انسان د عقل ،زړه او وجدان د غوښتنو تر منځ د دردوونکو توپیرونو د کمولو یا د دغه درد د کرارولو کارپه غاړه لري.
واقعي هنر د ځان د زغملو، د نورو د زغملو او له ژوند او طبیعت سره د ګوزارې کولو چل راښیي. کله چې په سپینو کوټو کې د تورو کیږدیو ارمان وکړو او بیا واورو چې یو بل چا هم دغه ارمان کړی و، نو ځان یوازې نه احساسوو او یو څه سکون ومومو. واقعي هنر غمشریک راپیدا کوي او د خوشحال خټک غوندې ډاډ رابخښي چې فرمایي :
خوشحال یوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان شته.
د شلمې پیړۍ انګریز کره کتونکی او ادبپوه اې، آر، ریچرډز وایي چې انسانان د ضرورت په اساس ارزښتونه او اخلاقي اصول جوړوي. اخلاقي اصول او ارزښتونه اوږد عمر کوي مګر د ژوند حالات په بیړه بدلېږ ي او همدا اصول چې وخت ورباندې واوړي، خنډونه زېږوي او ټولنیز ټکرونه ورنه پیدا کیږي.
په کابل کې مې له ګڼو دوستانو اوریدلي دي چې د کلي اختر ډېر ښه و. په کلي کې چې کارونه او خبرونه کم د ي، چې تلویزیونونه او موبایلونه کم دي، چې د بې کارۍ وختونه زیات دي او د ژوند تنوع کمه ده؛ د یو بل کورته ورتلل، له یو بل سره خبرې کول، د کلي په حجره کې د یو بل په څنګ کې د خان او غریب کښیناستل، له ښاره نوي وسایل راوړل او هغه خواړه خوړل چې یوازې د ښار په دوکانونو کې لیدل کیږي، اختر خوندور کوي خو ښاریان چې هره ورځ یې له سهاره تر ماښامه کار کړی وي او تر هر څه زیات په ګوښه کې استراحت ته ضرورت لري، چې هره ورځ ګڼ کسان ویني، چې محله یې د اختر د لمانځلو لپاره عمومي ځای نه لري، چې غریب مامور یې هم مجبور دی پیسې پور کړي او کور ته کلچې یوسي، چې د قبیلوي وحدت د احساس ځای یې انفرادي ارزښتونو او تمایلاتو نیولی دی، چې د یو بل له حاله په موبایل هم خبریدای شي او چې له اجتماعي ژونده د خبریدو لپاره له تلویزیونه رانیولې تراخباره پورې ګڼ وسایل لري، طبعا له اختره د کلیوالو په اندازه خوند نه اخلي. نوی ښاري ژوند د اختر نوي دودونه غواړي، مګر دودونه د حالاتو غوندې ژر نه بدلیږي. د اختر د دود او د نوي ژوند د غوښتنو د پخلا کولو لپاره ټولنه د هنر او نظر او قلم خاوند ته محتاجه ده.
د خپلې ټولنې یو بل مثال به راوړو. په کابل کې یو شمیر کورنۍ په کاچوغه او پنجه ډوډۍ خوري، دوی ګومان کوي چې که په لاس ډوډۍ وخوري، په کلتوري لحاظ به د ټیټې سویې ښکاره شي. ځينې یې بیا دلیل راوړي چې لاس له مختلفو شیانو سره په تماس کې وي او څرنګه چې ژوندی شی دی او جراثیم پکې په اسانه ځاله کوي نو که د لاس په ځای، په خوندي چاپیریال کې ایښې فلزي وسیلې استعمال شي، چې په وچه، پاکه یا په اسانه پاکیدونکې سطحه باندې یې د جراثیمو د اوسیدو او تغذیې ډیر امکان نشته، دا به مو د صحت په ګټه وي. خو کابو ټول کلیوال او اکثره ښاریان کاچوغې او پنجې ته مایل شوٍي نه دي او د څلور، پنځه پیړۍ دمخه وخت اروپایانو غوندې په لاس باندې ډوډۍ خوړل ورته له خپل کلتور او باورونو سره سم ښکاري. دوی چې کله استدلال کوي، وایي په لاس باندې د ډوډۍ خوړل خوندور وي. یو نیم یې نور هم وړاندې ځي، وایي انساج د لاس او ډوډۍ د تماس په وخت ځینې ترشحات کوي چې ډوډۍ ورسره خوندوره کیږي او په هاضمه کې مرسته کوي. دلته موږ په خپله ټولنه کې له یوه فکري، ارزښتي او کلتوري ټکر سره مخ یو. همدا په ظاهره کوچیني ټکرونه چې سره یو ځای شي، په ټولنه کې اور بل کړي. البته، ټکرونه د یوه کس د خپلو غوښتنو ترمنځ هم وي. موږ د میاشتې پای ته خوشحالیږو چې تنخواه واخلو، خو ورسره د عمر د تیریدو ځوروونکی احساس هم کوو. لوی لیکوال، لوی شاعر، لوی داستان لیکونکی او لوی هنرمن د مختلفو تمایلاتو د کشمکش په نتیجه کې د وګړي یا ټولنې څیرې شوی ګریوان ، د سمبول، د آیروني، د ساړه سبک، د ژور لید یا بل امکان په مرسته سره وګنډي او ژوند راته یو څه اسانه کړي.
زر، دولس سوه کاله پخوا چې د مسلمانانو د تمدن په زرینه زمانه کې لویو فقهاوو ظهور وکړ، د خپل وخت له شرایطو سره سم یې فقهي اصول بیان کړل. وروسته چې د مسلمانانو د تمدن زوال راغی، ابتکار او اجتهاد محدود شول او بلکې په بده سترګه ورته وکتل شول. حالاتو نوي ارزښتونه او نورمونه غوښتل خو په زوال کې ایسارې ټولنې د نوښت سېکه نه لرله. دلته دردوونکې خلا رامنځ ته شوه . که ووایو چې په اسلامي ټولنه کې د دې خلا د ډکولو، د دې خلا د درد د کمولو او په ټولنه کې د زغم د پیدا کولو لپاره د هنر او ادب په ساحه کې تر بل هر چا ډیر، لویو شاعرانو لویه برخه واخیسته، ممکن سهوه مو نه وي کړې. موږ په اسلامي ادب کې د عرفاني شعر ارزښتناکه پانګه لرو. په دغو ادبیاتو کې د عارف و زاهد، شیخ و ساقي او مست او محتسب ترمنځ کشمکش روان دی. دغه کشمکش عموما د مست او عارف او ساقي په ګټه وي چې شیخ او زاهد او محتسب او یا په بله ژبه د ټولنې د نظرونو د رسمي او قشري تعبیر پلویان نرمښت ته وروبولي او له نویو غوښتنو سره سم یې د نویو تعبیرونو کولو ته وهڅوي. عرفاني ادب په تیره زمانه کې د زغم او تنوع د زیاتولو په کار کې ښه برخه واخیسته.
نن سبا ځينې کسان په دې نظر دي چې سپین ږيري ملایان تر ځوانو ملایانو نرم کسان وو. زما په ګومان د دې شي یو علت دا دی چې د پخوانو ملایانو په مدرسو کې کلاسیکو ادبیاتو مهم ځای درلود خو د مدرسو په اوسني نصاب کې ادبیاتو ته توجه کمه شوې ده.
د ریچرډز په نظر، شاعران، لیکوالان او هنرمندان د انسان د اړتیاوو او منل شویو اصولو ترمنځ د روغې جوړې د راوستلو کوښښ کوي او د ټکر د کمولو لپاره نوی انتظام پکې راولي.
زما په ګومان واقعي شاعران او لیکوال د خپلو دوو کمالونو په مرسته، یو د رسا او بلیغ قلم په مرسته او بل د رانغاړونکي لید په مټ، په ټولنه کې زغم او نرمي زیاتوي. لوی اثار تر وسه وسه پورې مختلف تمایلات په خپله لمن کې رانغاړي او انسجام پکې راولي.
زموږ چې زغم کم دی، چې د ګوزارې په چل دومره نه پوهیږو او د تنوع د منلو قابلیت راکې لږ دی، شاید دا وجه یې هم وي چې شاعرانو، لیکوالو، ژباړونکو او د هنر خاوندانو مو په پښتو ژبه د کار اثار په کافي اندازه نه دي پنځولي او نه دي ترجمه کړي.
دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 12 . متوسط: 4.5/5) تبصرې (1) ملګري ته ووایاست چاپ
نورمطالب:
ماشوم او شعر/ اناهیتا روهي (07.26.2012)
د مدیر فرطرفیار نوښتونه / بختیال (07.24.2012)
د بختیار ساحل شوګیرې : بختیار تلاش (07.22.2012)
د ځلاند په لپه کې رڼا / عزت الله شمسزی (07.18.2012)
شعر او نوښت / ليکوال: نورالباري افغانمل (07.15.2012)
د اجرالدین اقبال (ادبي کره کتنه ): بختیار تلاش (07.14.2012)
نصرالله حافظ – د مينې، ښكلا او عاطفې شاعر (07.13.2012)
هنر د تعصب په وړاندې/ ډاکتر محب زغم (07.12.2012)
د استاد زيور د مړينې يو كال پوره شو /نورولي سعيد شينوارى (07.11.2012)
دا وطن یو څو د کار سړي غواړي/ ډاکترځلاند (07.11.2012)
د ولسمشر فرمان(۹ برخه) لیکوال: ډاکتر محب زغم (07.10.2012)
زما د ښكلې پښتونخوا د غرو سرونه / سعید زابلی (07.09.2012)
خـــــــــــپله لار / اسدالله غضنفر (07.08.2012)
ګوهر د میني انځور ګر شاعر / ډاکټر ځلاند (07.08.2012)
کاکړۍ غاړې / د ومان نیـــــــــــازي لیکنه (07.08.2012)
د ښاغلي سوله مل د لنډو کیسو ټولګه«باران» – سید رضا محمدی (07.08.2012)
تاریخ د ټولو لپاره / اسدالله غضنفر (07.07.2012)
له ښاغلې زیب منتظر مسید سره د انجنیرعبدالقادرمسعود مرکه (07.04.2012)
ستورو ته ناست يم له سيتاره سره / نور ولي سعید (07.03.2012)
د خوشخال خټک پېښګويي / اسدالله غضنفر (07.02.2012)
دعبدالرحیم هوتک ژونداوشعرته نوې کتنه (07.01.2012)
د هېلو رشه / محمد نعمان دوست (07.01.2012)
ترجمان شاعر/ لیکوال : عصمت بهیر (07.01.2012)
د عبدالرحیم هوتک ژونداوشعرته نوې کتنه (06.30.2012)
دا غریب سړی ګوره له غرونو پرون راغی نن… (06.25.2012)
ا ستاد غضنفر سلام
ډير عالي ټکو ته دې اشاره کړي ١٤٠٠ کاله پخوا همدې انسانانو ته پروردګار عالم فرمايلي چې : الذي علم با لقلم، علم الانسن مايعلم. خو ته وينې چې په دې نوم او هغه نوم، نن اوسبا، چلا وفريب، بده هيله او بخيلي، دلنډ اواوږد فکر په ټالو د خپلو ګټو، خود خواهيو او حتې هغه څه چې په انسا ني قاموس کې برابر نه راځي څه، څه، او څه کوي.که نه ستا خبره د قلم،هنر، علم او عرفان د يوې ټولنې لپاره بشپړ مشعل ګڼل کيږي.
په درناوي