شفیق امیرزی

له هغه ځانګړتیاوو څخه چې الله تعالی(ج) انسان ته ورکړي یوهم د فکرکولو وړتیا ده چی نور ژوندي مخلوقات بیا دا وړتیانه لري او که چیرې انسان خپله داځانګړتیاپه کار واچوي نوله شکه پرته به د بریالیتوب په ګدی ګام کیږدي او که نه نو په خپل لاس به یی ځان ته د یوې داسې مرحلې بنسټ ایښی وي چې پایله یې خوښوونکې نه ده .

هغه ژوند چې هلته فکر نه وي هومره به خوندور نه وي او نه به د بریالیتوب په هسکو څوکو ځای پیدا کړي.

انسان تل د ژوند په اوږدو کې له بیلو مسألو سره مخ کیږي نو همدا تفکر دی چې ده ته سمه لاره ښیي او له بې لارۍ او ورکیدو یې ساتي. فکر د یوې سترې مرستندویې قوې په څیرتل له انسان سره مل دی او تل انسان ته د هغو د عقایدو او دین په چوکاټ کې غوره او پرځای فیصلې وړاندې کوي. د فکر د قوې په ملتیا انسان تل د یوې موضوع په اړه سمه او پرځای پریکړه کوي هغه څیړي، د بیلګي په توګه ولې دا پیښه وشوه؟ چاوکړه؟ چیرې وشوه؟ او باید څه وشي؟ د دې ټولو پایله څه ده؟ د راتلونکې لپاره باید څه وکړي؟ او دې ته ورته پوښتنې ځواب کوي.

بریالي انسانان تل له خپلې دې وړتیانه سمه اوپرځای ګټه پورته کوي عاجلانه پریکړه نه کوي عاقلان تل دیوې خبرې دکولو نه مخکې څوځله دهغې په اړه فکر کوي نوبیاخبره کوي داچې دهغه پرکړه به څومره پرځای وي دادهغه په فکري وړتیاپورې تړاو لري چې وروسته به بیا دفکر په ډولونو کې پرې بحث وکړو.

انسان باید له دې سره جوخت یوه بله وړتیاهم په ځان کې رامینځ ته کړي چې هغې ته فکر نه کول وایی دفکر نه کولو وړتیابایددهغه فکرونو په وړاندې وکارول شي چې هغه تر ډیره مخرب (خرابونکې ) دي یعنې ستاسې ذهني آرامتیاته ګواښ پیښوي اوستاسې ذهن مخشوشوي دبیلګې په توګه که یو موضوع تاسې ډیر متأثره کړي او ستاسې ذهن ګډوډکړي نوهغه ژرله یاده وباسی چې دې ته دفکر نه کولو وړتیاوایی که چیرې تاسې محصل یاست یا په یوه دفتر کې کار کوی او له خپل یوه ټولګیوال یا همکارسره موپه څه موضوع اختلاف راغی او عصباني شوی هغه موضوع ژرهیره کړی که نه ټوله ورځ به مودچا خبره دخولې خوند بد وي اوخپل فکري تمرکز به په خپلو کارونو او درسونو کې ونشی ساتلی او که چیرې داوړتیارامینځ ته نکړی نو تل به موفکر ناآرامه وي اوپه ځوانی کې به زاړه شی

نوددې لپاره چې فکر نورهم ښه وپیژنو راځی وګوروچې فکر په څوډوله دی او کوم یی غوره دی

تولیدي فکر

دافکر تل په نوښت او اختراع کې دی په ژوندکې نوښت پیداکوي تل بریالی پروژې طرحه کوي او په مناسب وخت کې مناسبې پریکړې کوي دخاروڅخه دزرو او دبحر څخه دمرغلرودراایستلووړتیالري تل نوې پوښتنې کوي دچاپه خبرو او باورنوپسې نه ګرځي

انتقادي فکر

داهغه فکر دی چې تل دنورو په کارونو نیوکې کوي په داسې حال کې چه هیڅ هم نه وي کړې او نه ورسره دنیوکودله مینځه وړلولپاره حل لارې شته دي

راټولونکی فکر

دنورو په نوښتونو پوهیدای شي ګټه ترې اخلي خوخپله دڅه اختراع وړتیانه لري

 نامعلوم فکر

هغه دی چې دچاروادراک سم نشي کولی حل لارې نشي ټاکلای هر څه ورته ناشوني ښکاري دخپل چاپيریال او دخپلوملګروپه اړه دفکر وړتیاهم نه لري کمزوری دی کومه موخه نه لري او په نامعلوم لوري روان دی لکه بادوړې پاڼه چې هر لورې ته حالاتو یوړدی هم ورسره روان دی

شکي فکر

هغه فکر دی چې هر کار ورته بلا او دسیسه ښکاري پرهر شخص نیوکې کوي له هیچاسره مینه نه لري او هر کار ورته بې ګټې ښکاري

د مبالېغې فکر

هغه دی چې هر څه ورته له خپل عادي حالت نه غټ ښکاري او په ښواو بدوکې یی مبالغه او زیاتونه عادت وي دډبرې نه غر او له میږي نه فیل جوړوي

سرسري فکر

هغه دی چې یوازې ظاهر شیان ګوري دحقایقودلټولو کوښښ نه کوي هرڅه ورته عادي ښکاري دهر چاپه ظاهر پریکړه کوي دبیلګې په توګه چې کله دچاپه کالیو موټر او خبرو باندې باور وکړي پرته له هغی چې دهغه ددیانت اخلاقواو لیاقت په اړه فکر وکړي هغه یی بس خوښ وي

ځان پالونکی فکر

هغه دی چې هر څه ځان ته منسوبوي دامې وکړه دلته کار کوم داسې مقاله مې ولیکله داسې خپرونه لرم داسې موټر لرم داسې پوښتنه مې وکړه او دې ته ورته نورې له ریا ډکې او غیر عاقلانه خبرې چې متأسفانه نن سبا زمونږ په ټولنه کې دافکر تر ډیره له بعضو کسانو سره شته او په دې هم پوه شی چې ددې فکر خاو ند ځان تر ټول هوښیار او لایق هم بولي په داسې حال کې چې عمل یی کمزوری وي یوازې دخبر پادشاه دی او بس

تحلیلي فکر

داهغه فکر دی چې هر څه تر غور او څیړنې لاندې نیسي له لاملونه مقدماتو،پایلو او موخو څخه یی ځان خبروي او په مناسب وخت کې دمناسبې پریکړې کوښښ کوي او دخپل ځان دنقش په هکله هم فکر کوي

تقدیري فکر

هغه دی چې ځان ته تکلیف نه ورکوي او هر څه تقدیرته پرېږدي له مسولیت څخه ځان ژغوري

جزوي فکر

داتل دواقعتونو یوه اړخ ته ګوري په تفصیل او هر اړخیزه توګه یی نه څیړي له همدې کبله تل حقیقت ترینه پټ وي پریکړه یی تل نیمګړې اود حقیقت خلاف وي

هر اړخیز فکر

هغه ته ویل کیږي چې چارې په بشپړه توګه نظرته راولي هر اړخیز فکر کوي په ډیرو جزیاتوپسې نه ګرزي

دا خود فکر ډولونه وو راځی اوس ځان په دې پو ی کړو چې تر ټولو غوره فکر کوم دی

سره له دې چې زه د ارواه پوهنې په برخه کې ډیرمطالعه نه لرم خودارواپوهنی کومې لږې مطالعې چې ماکړې دي او دپیاوړوارواپوهانو له ګډونظرونونه چې ماڅه لاس ته راوړي دي ښه او غوره فکر زما په خیال هغه دی چې دڅوفکرونو ټولګه وي او دانتقادي تحلیلي او هر اړخیز صفات پکښی راټول وي خوپه دې هم باید پوره او دزړه له کومې ایمان ولروچې هر څه دالله تعالی (ج)له لوري دي خو دانسان هڅه هم بې ځایه نه ده او په تواضح دعااو لمانځه کولی شوچې خپله بیړی وژغورو او الله تعالی (ج)ټول وسایل دبریالیتوب لپاره پیداکړي دي

خوهغه کسان چې غوره او بریالی فکر لري له نورو کسانو څخه په لاندې ځانګړتیاووکې بیل وي

۱:د چارو په حقایقو ژور فکر کول یوازې په سرسري نظراو یادکوم چاپه لمسون او خبروباوراو بسنه نه کوي

۲:په بشپړه توګه صداقت، زیار او په ژوره توګه فکر کول تاسې دفکر کولو غوره حالت ته رسوي

۳: فکری ناپیلتوب

خپلواکي او دنوروپیښو څخه ډډه کول لکه ځینې کسان چې خپله پریکړه دآخرنی اوریدلې او آخرني لوستلي کتاب پر بنسټ کوي له نورو پایلو او پیښو نه نوي خبر داخلک تل دخپل نظر دبدلون په حال کې دي لکه سپنج چې دهر ډول او بو دجذبولو وړتیالري او پرځای پریکړه نشي کولی

۴: دفکر په ذریعه کولی شو دباندني علم چې دفکر موضوع ده او دننیو(داخلي) انګیزودنفسیاتودتجربو او معلوماتوتر مینځ یو ځای والی او برابرتیاوساتو

۵: په څرګندو او ښوالفاظودخپل فکر بیانول ځکه دغوره فکر ښکارندوی ښه ژبه او الفاظ نه وي داسې وي لکه په خاوروکې پټ لعلونه چې هیڅ ګټه نه ترې اخیستل کیږي (ښه الفاظ دغوره فکر نښه ده )

۶:دفکر په مرسته کولی شی چې خپل احساسات انګیزې کنټرول کړی ځکه کله کیدای شي چې ستاسې دااحساسات په ځای نه وي دبیلګې په توګه کوم کس یو موټرولیدچې په سړک ودرید او په وینوسورماشوم یی له څنګه ولاړدی موټروان غواړي چې هغه موټر ته پورته کړي او روغتون ته یی ورسوي خوهغه کس چې ورته ځیرشي ګوري چې خپل زوی یی دی نوسم دواره دډریور په وهلو باندې پیل وکړي خوکله چې له موضوع خبر شي چې دده زوی کوم بل موټروهلی خو هغه تښدیدلی دی نو دهمغږی په وجه هغه ته موټر درولی دی که چیرې دې سړي فکر ښه فعال وی نو دده دااحساسات به کنټرول شوي وی

فکر له پورته ارزښتونوسره سره ډیرټولنیز ارزښتونه لري ښه فکر کول زماپه نظر ښه ژوند کول دي هر څوک که چیرې دخپل ژوند په هر اړخ کې لکه له ملګروسره چارچلند سیاست اقتصاد او نوروټولنیزوچاروکې له پریکړې مخکې ښه او ژور فکر کوي هغه تل بریالی دی

خوهغه کسان چې داوړتیانه لري نودخپلې کورنی اوملګروسترګوته خاورې شیندې تل دروغ وایی عجولانه پریکړه کوي پریکړې یی تر ډیره دحقیقت سره په ټکر کې وي ځان ورته تر ټولو بریالی ښکاري خوداخیال لومړی خوداچې رښتونی نه وي بیاکه وي هم دلنډوخت لپاره به وي

د فکر په اړه د لویانو خبرې

فکر وکړی فکر وکړی بیاهم فکر وکړی حیرانونکې پیښه هغه وخت مینځ ته راتلای شي چې ودانونکی فکر وکړی

د ځمکې دتل په پرتله دانسان په مغزوکې ډیرسره زرپراته دي هغه سالم فکر دی

د هر چافکر دهغه د خوښی او خوشحالی پیداکونکی دی

بیوزلي په ناوړه فکر کولو دعادت نتیجه ده

یوازې هیله مه لری بلکې دهغې دپوره کولو لپاره یو څه وکړی

خپل فکر دآسمان له ستورو څخه هم ډیرلوړ ساتی

One thought on “د فکر ډولونه/ شفیق امیرزی”
  1. ډیره په زړه پورې لیکنه او شننه ده
    په دې هیله چې لا په نثري برخه کې فعالیت وکړې څو د پښتو نثر قوي او پیاوړی شي
    د لا بریالیتوب په هیله دې

ځواب ورکول ahmad mudaser ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *