احسان الله ارینزی
فضل حق عبادي چې په ټولنه او رسنیو کې د (ف. عبادي) په نوم پېژندل کېده، په کال 1944م کې په کابل کې زېږېدلی و.
ارواښاد ف. عبادي په خپل هنري ژوند کې په څلورو فلمونو، یو سریال، په لسګونو نندارو او په سلګونو راډیویي او ټلویزیوني خپرونو کې کار کړی او څو نندارلیکونه یې هم لیکلي.
کره کتونکي وایي چې چې ف. عبادي ان د کوچینوالی څخه له هنر سره مینه درلوده او لا د کابل د ابوریحان البیرونی د ښوونځي د څلورم کال زده کوونکی و چې په یوه ننداره کې یې برخه واخیسته او ښه وځلید.
ف. عبادي په اصل کې ښوونکی و. دی دېرش کاله د وطن د بچیانو په ښوونه او روزنه بوخت و؛ خو د دې تر څنګ، د خپل هنري ذوق د خړوب له پاره د راډیو افغانستان همکار و او هلته یې د راډیویي ډرامو او پرله پسې راډیویي داستانونو په خپرونه کې فعاله ونډه درلوده. د افغانستان د راډیو دوه تکړه ممثلین د ارواښاد استاد رفیق صادق او ارواښاد مشعل هنریار هغه وخت د ف. عبادي مشران ملګري او همکاران وو. کله چې په افغانستان کې لومړنی تلویزیون جوړ شو، ف. عبادي هلته هم کار پیل کړ او د هنري نندارو په جوړولو کې به یې برخه اخسته.
ف. عبادي له راډیو او تلویزیون وروسته تیاتر ته مخه کړې او د افغان نندارې په کې یې، په څو نندارو کې برخه اخستې وه چې دوه یې ډېرې نوموتې وې: هغه زما پلار نه دی او د البالو بڼ.
(شیرآغا او شیرین ګل) د ف. عبادي او یو شمېر نورو افغاني هنرمندانو د هغه خواږه او خوندور سریال نوم دی چې لومړی په کابل کې پیل شو؛ خو کله چې دا خلک په کابل کې د تنظیمي جګړو له امله مهاجرت ته اړ شول؛ نو خپل کار ته یې په ماسکو کې دوام ورکړ. دا سریال د محترم انجینر لطیف له کارونو څخه و چې په زرګونو زره افغانانو لیدلۍ او اوس هم ډېر لیدونکي لري.
په دې سریال کې ف. عبادي؛ لال آغا نومېده چې د شیرین ګل پلار و او هر وخت به یې له خپل زوم شیرآغا یا حاجي محمد کامران سره په زړه پورې دیالوګونه درلودل.
دې هنرمندانو غوښتل د شیرآغا او شیرین ګل د سریال له لارې د افغان مهاجرینو د ژوند د ستونزو او نورو اړخونو یو دردونکی انځور د طنز او خندا په ژبه لیدونکو ته وړاندې کړې!
کله چې ف. عبادي ماسکو ته مهاجر شو، یو لنډه موده د افغانستان په سفارت کې چې اوس نو د دیپلوماتانو په ځای د تنظیمیانو په ولکه کې و، د فرهنګي چارو د آتشې په توګه کار وکړ؛ خو وروسته یې ځان هنري فعالیتونو ته وزګاره کړ او د شیرآغا او شیرین ګل د سریال ډېرې خوندوې او په زړه پورې برخې یې هتله جوړې کړې.
د هېواد وتلی کمیدین حاجي محمد کامران او مېرمن حمیده عبدالله د دې سریال له اصلي څېرو څخه وو.
ف. عبادي شل کاله مخکې له ماسکو څخه ویانا ته کډه وکړه او هتله د یو افغان مهاجر په توګه ومنل شو.
په ویانا کې د ف. عبادي هنري فعالیتونه ځکه کم شول چې نور هنرمندان هلته نه وو او ده په یوازي ځان ډېر کار نه شو کولای.
له بده مرغه چې د افغانستان دا ښاغلی هنرمند له څو کلونو راپدیخوا په ویانا کې ناروغه و او په دې وروستیو میاشتو کې یې مغزي سکته هم کړې وه!
ف. عبادي د کال 2018 د مې په اتلسمه نیټه په وینا کې مړ او هملته په مسافری کې خاورو ته وسپارل شو.
د ف. عبادي مړینه د افغانستان تیاتر او سینما ته ډېره درنه ضایعه ده او ځای به یې تر کلونو پورې تش وی!
هغه څه چې دلته باید په ډېره خواشینی سره یاد شي، دا دی چې د افغانستان دولت او هنري کړیو، د ف. عبادي د ناروغی په کلونو کې له هغه سره هېڅ مرسته ونکړه او اوس چې وفات شوی هم دی، ویر یې پیکه دی او لکه څنګه د هغه نومیالی هنرمند له هنري شخصیت سره ښایي، په هسې شان یاد نه شو او حکومتي کړیو او په تېره بیا د اطلاعات او فرهنګ وزارت مشرانو د ده حق په سمه توګه ادا نه کړ!
ف عبادی دومرہ ھنر مند نہ وہ خکہ یو ھنرمند ھیخ وخت پہ سیاست کارنہ لری خو ف عبادی د خلقی پرچمی رڑیم یو ستر انکلابی نغارہ چی وہ دا ھغہ وخت وہ چی موز د صدارت پہ انگر کی تر نظارے لاندی وہ لعین امین د مردار خور ترکی روح او جسم وہ
ف عبادی د دولت تول مخالفین د اخوان الشیاطین پہ نوم یادول
یارہ!موز خو دھمدی جنجالی وطن پلرونکو لہ ناروغی نہ خلاصیزو دغہ کمونستان لا ھم دننہ او د امپریالیزم پہ دودی آختہ دی نہ روتی راورہ نہ کاسہ او نہ یی کپرہ شوہ نہ مکان