له تېرو دریو ورځو راهیسې چې د لیکوال، ژورنالیست،ژباړن او د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د وروستي کال د خواریکښ محصل بشیراحمد ریان د شهادت خبره افشا شوې په ټولنیزو رسنیوکې یي د ظلم او اختناق پر ضد د اعتراض او احتجاج یو توپان راپاڅولی.
بشیر احمد ریان د کندهار پوهنتون محصل و، د کندهار پوهنتون ټول استادان او شاګردان پرې شاهدان دي چې له تحصیل پرته یي بله هیڅ بوختیا نه درلوده، پلار یي انجنیر عبدالله ګل ریان پخوا د کندهار د همدې پوهنتون رئیس پاته شوی و. استاد ریان صاحب د کندهار پوهنتون ته هغه خدمتونه کړي چې ښایي یوه رئیس هم نه وي کړي،نوموړي دغه پوهنتون د تنظیمي جګړه مارانو صالح، استاذ عبدالعلیم،سرکاتب ، منصور اونورو ټوپکیانو له دوران وروسته چې پوهنتون یي د چرسو په خمارخانه اړولی و، بیرته په یوه علمي او فرهنګي مرکز بدل کړ، د پوهنتون کتابونه یي له دوړو وڅنډل، له خاورو یي راپورته کړل او په دې ډول یي کندهار او کندهاریانو ته تاریخي خدمت وکړ.
د نوموړي کشر زوی بشیراحمد ریان د یوه عام افغان په حیث حق درلود چې په دې پوهنتون کې زده کړې وکړي. بشیراحمد په تیرو څلورو کلونو کې تر بل هر محصل په ښه توګه د پوهنتون اصول رعایت کول او په درسونو مشغول و.
خو یوه نیمه میاشت وړاندې کله چې د پوهنتون د ازموینو اخري ورځ وه، د کندهار د امنیه قومندان عبدالرازق ځانګړو کسانو چې د تورو ښيښو په موټرو کې سپاره او ماسکونه یي تړلي و نوموړی یي دپوهنتون له دروازې څخه پورته کړ، یوه نیمه میاشت یي بندي وساته او وروسته یي په ډیر ظلم تر برقي شارټونو لاندې شهید او مړی یي په بولدک کې وغورځاوو.
له کومې ورځې چې بشیراحمد ریان نادرکه شو، د پوهنتون استادانو او ځینو محصلینو یي پلټنه پیل کړه،د جنرال رازق لخوا دوی ته یوازې دومره ویل کیدل چې بشیراحمد له موږ سره دی، صحت یي ښه دی او خوشی به شي مګر له هغه سره د لیدلو اجازه هیچا ته نه ورکول کیدله.
بشیر احمد ریان ډیر وخت له خبریال ویب پاڼې سره کار کړی و، د خبریال ویب پاڼې مسؤل چلوونکي او ژورنالست میرویس افغان څو ځله د بشیر احمد د موضوع په اړه له جنرال رازق سره ټیلفونی خبرې وکړې، جنرال رزاق میرویس افغان ته هم ویلي و چې بشیراحمد ریان له موږ سره بندي دی مګر د هغه د سرنوشت په اړه یي معلومات نه ورکول، تر دې چې د بشیر احمد بې روحه جسد وموندل شو.
د بشیر احمد ریان په شهادت له ټول افغانستان څخه محصلینو،لیکوالانو، ژورنالیستانو او د هیواد درست منور او تحصیل یافته قشر د احتجاج غږ پورته کړ، د نوموړي بې محاکمې وژل یي نه بښونکی جنایت وباله او له آنلاین لارې یي د( مظلوم بشیر ته عدالت غواړو) تر عنوان لاندې د عدالت خواهۍ مبارزه پیل کړه.
څرنګه چې بشیراحمد ریان د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق د کسانو لخوا نیول شوی و، نو د محصلینو او لیکوالو د اعتراض ګوته هم رازق ته برابره وه چې نوموړی یي د ځوانیمرګ بشیر قاتل باله.
خو کله چې ددې پیښې دسپیناوي لپاره ځینو خبریالانو له جنرال رازق سره رابطه وکړه نوموړي په پوره منافقت د بشیر له ګرفتارۍ انکار وکړ او کوښښ یي وکړ چې پیښه سل فیصده بل وړ تعبیر او ځان ددې قتل له ملامتیا خلاص کړي.
د لیکوالانو قاتل جنرال رازق د ټاټوبي نیوز ویب پاڼې خبریال سره په مرکه کې داسې ویلي : بشیراحمد ریان چي د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او اوس يې کورنۍ په کچلاغ کي ژوند کوي، د ملا رسول او ملا منصور د اشخاصو د اختلافاتو په پايله کي وژل سوى دى. امنيه قواندان وويل، چي بشير احمد ريان مخکي د طالبانو د ويب پاڼي مشر او پلار يې د طالبانو د تبليغاتي اخبار (زر مومن) مسول چلونکى و او اوس هم د طالبانو د فرهنګي کمېسيون د مسول دى. امنيه قوماندان عبدالرازق خان اڅکزی وايي، چي بشير احمد ريان هم د خپل پلار سره د طالبانو په مطبوعاتي کمېټه کي کار کاوه او د طالبانو ترمنځ د وروستيو خپل منځي اختلافاتو له امله وژل سوى دى.
جنرال رازق زیاتوي: چي د هيواد او سولي دښمنان همېشه کوښښ کوي، چي عامه اذهان مغشوش کړي، خو وايي، چي زموږ خلکو اوس دښمن او دوست پېژندلى او د دوښمن په منفي تبلغاتو نور هيڅ وخت نه غولېږي. امنيه قوماندان، وويل چي طالبانو د تبلغاتي برخي دوه نور غړي محمد عالم اندړ او ساحل هم د طالبانو ترمنځ د شخصي اختلافاتو ښکار سول او ووژل سول.
تردې ځایه د جنرال رازق استدلال دی خو هوښیاران وایي د غله په ږیره خس وي راځئ دلته وګورو چې رازق خان څومره درواغ ویلي دي.
رازق ویلي چې د بشیراحمد کور په کچلاغ کې و په داسې حال کې چې کور یي په کچلاغ کې نه دی. دی وایي بشیراحمد د ملارسول او ملا اختر محمد منصور تر منځ د اختلافاتو ښکار شو. د رازق دا خبره به هغه وخت د چا زړه ته لویدلی که بشیر احمد بل ځای وژل شوی وای. اوس خو د رازق په شخصي زندان کې وژل شوی آیا خر به دا ومني چې د ملا رسول او ملا منصور تر منځ درازق په پټو زندانو کې هم مقابلې روانې دي. که رازق دا وایي چې بشیر احمد زما کسانو نه دی نیولی. نو دکندهار پوهنتون ټول استادان او میرویس افغان په دې شاهد دي چې رازق ورته د بشیراحمدنیول منلي وو.
رازق ویلي چې بشیر احمد پخوا د طالبانو د ویب پاڼي مشر و، په داسې حال کې بشیر احمد په ۱۸ کلنۍ له لیسې فارغ او کندهار پوهنتون داخل شوی تر دې چې د پوهنتون په لومړیو دریو کلونو کې یي شخصي کمپیوتر هم نه درلود. آیادا به عقل ومني چې د کندهار پوهنتون یو محصل چې کمپیوتر ته لاس رسی هم نلري د یو لوی پوځي خوځښت د ویب پاڼي مشري وکړي؟
تر ټولو عجبه خبره رازق خان دا کړې چې د بشیر احمد پلار دطالبانو د زرمومن اخبار مشر و. بي سواده رازق خو لومړی په دې نه دی خبر چې دا زر مومین دی که ضرب مؤمن ؟ او بله دا چې آیا دا د طالبانو اخبار دی که د پاکستان په کراچۍ کې په اردو ژبه چاپیدونکی یو شخصي اخبار چې له افغانانو سره هیڅ تړاو نلري او نه یي کوم افغان مشري کولای شي.
رازق ویلي چې د بشیراحمد پلار اوس دطالبانو د مطبوعاتي کمیسیون مشر دی . په دې خو ټوله دنیا شاهده ده چې د طالبانود مطبوعاتي کمیسیون مشر پخوا د استاذ یاسر په نوم کس و او اوس امیر خان متقي په نوم د طالبانو یو پخوانی چارواکی دی. د بشير احمدپلار په وروستیو پنځلسو کلونو کې هیڅ رسمي دنده نه درلوده، هغه اوس ډیر سپین ږیری او د سرطان په مرض مبتلا او په روغتون کې بستر دی چې حتی د خپل زوی په جنازه کې په ګډون هم نه دی توانیدلی.
له لوړ وضاحت څخه څرګنده شوه چې درازق د خبرو او استدلال ګډوډي د ده په مجرم والي دلالت کوي، څوک چې له جنایت څخه پاک وي له هغه داسې خبره نه ورکیږي لکه له قاتل رازق څخه چې ورکه شوې ده.
موږ د افغانستان د ازاد، تعلیم یافته او منور قشر په حیث د وحشت او استبداد استازي جنرال رازق ته وایو چې د بشیر احمد ریان غوندې د بې ګناه محصلینو او تعلیم یافته ځوانانو ویني چې ستا د وحشي او بوډري جلادانو په لاس بهول شوي هیڅکله به هیرې نه شي.
زموږ د عدالت خواهۍ مبارزه اوس تازه پیل شوې، بشیر احمد ریان که هرڅوک و خو یو افغان و، د کندهار پوهنتون محصل و، زموږ ملګری، هم صنفي او یو شریف انسان و چې پښتو ژبې او دې مظلوم اولس ته یي درانه خدمتونه کړي و.
د هغه د وینو پوښتنه به ضرور ستا په شان له وحشي او بې سواده چارواکو کیږي چې په کوم جرم یي وژلی دی؟
دا پوښتنه که نن ونه شي سبا به کیږي او یو وخت به د بي ګناه او منورو ځوانانو قاتلین د محاکمې میز ته راکش کیږي.
————————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
د بشیراحمد دې جنتونه او ده دپلار دې روغتیا نصیب شي؛ او الـــلـــه تعالی دې د افغان ولس( په تیره بیا دماشوم او ځوان نسل) دښمن هرڅوک چې وې، په خپل غضب آخته کړي۰
بشیراحمد ریان: یو افغان ځوان وأ، د پوهنتون یو محصل وأ، یو ځوان قوت (انرژي) وه، ده ته ژوند لوی خالق وکړئ وأ، نه جنرالانو او خائنو سیاستوالو، نه د کلأشنیکوف یارانو او نه دپوډر او چرسو ټیکه والانو۰هرانسان په دې نړئ کې دآزاد فکراو ژوندانه حق لري په هره کړۍ پورې چې تړلئ وي، څوک ئې دوژلو حق نه لري۰
هرولس وژونکي چې دا کار کړئ دئ، لکه سرکوزئ دې په دې دنیا دعدالت مخته ودریږي۰
که چېرې دا کار دې حاېن کړې وې خو نالت دې وې په داسې ماشېنې جنرلانو باندې
انسان خو اخېر انسان دې دې ژوند خق باېد ولرې بېا بالخصوص ژررنالست او لېکوال او بېا ځوانان هېڅوک دې چه دې ژوند دې اخستو خق نلرېاو بالخصوص روښانفکره انسان چه دې خپله دې ټولنې خدمتگاران دې دق انسان دې قدر پېږندونکې دې زه دې هر انسان خدمتګار ېم دې ټولو انسانانو دې ښه ژوند هېله انسان انسان دې