د سميع الله صميم ويډيو مې کتله، چې  وحشي ساتونکي يې  پولیس ته لاس اچوي او بېچاره پوليس چې د هيواد ساتنې لپاره يې ټوپک غاړې ته کړی دی، په ډېرې لږې تنخوا باندې شپه او ورځ د تیارسۍ په حالت کې ولاړ وي.

پولیس د هيواد ساتنې په روحيه  سمبال روزل شوي دي، تر څو په هيواد کې د قانون د حاکميت  لپاره هڅې وکړي، خو ښکرور چارواکي چې په هيواد کې د ټولو بدبختيو زمه واري لري، همدغه ساتونکي وهي.

 ولسي جرګه د قانون جوړونې مرجع ده، ولسي جرګې غړو  د خلکو او ولس د خدمت لپاره له  خلکو رايې اخيستې دي، ددې لپاره چې دوی خپلو موکلينو  ستونزې تر دولت پورې ورسوي.

د ولسي جرګې شپږم کال په پيل کې وکيل صاحبانو د سرتېرو لباسونه په تن کړل او ظاهرا يې داسې وښودله، چې موږ د هيواد د ساتونکو د خدمت قدرداني کوو، پوليس زموږ  هويت دی، کومه ټولنه کې چې پولیس شتون ونه لري، داسې مثال لري، چې خونه تياره وي او څراغ ونه لري.

  دولسي جرګې دغه کار  نمايشي و، ځکه همدغه د ولسي جرګې ډېری وکيلان په ډېرو داسې معاملو کې ښکېل دي، چې  دولت يې هم په کابو کولو کې پاته راغلی دی.

پولیسو ته ټول ولس احترام لري، ځکه چې دوی د هيواد د هويت ساتونکي دي،  دغلو او قاچاقبرانو په وړاندې مبارزه کوي.

ولسي جرګه او مشرانو جرګه چې د هيواد مقننه قوې دي، دوی  د قانون  جوړوونکي دي، دوی خپله د قانون طرحه جوړوي او د  اجرايه قوې مشر يې توشيح کوي، پولیس يې د پلي کولو واک لري.

البته دا په نورو هيوادونو کې دي، چې  مقننه قوه قانون جوړوي او پرځان يې تطبیقوي، خو په افغانستان کې چې هروخت د زورواکواوبه په بره ختلې دي، هر وخت د قانون څخه سرغړونه کوي، هر هغه څوک چې د هيواد دنافذه قوانينو څخه سرغړونه کوي، د هغوی پر وړاندې باید په کلکه مبارزه وشي، تر څو  نور خلک د قانون  څخه سرغړونه ونه کړي، خو  په دغه ډګر کې دولت هم  مجبوريت لري، چې پټه خوله پاتې شي او  د قانون سرغړوونکو ته  تر ګل ترخه هم ونه وايي، ځکه بیا ملي يووالي ته صدمه رسېږي او خلک په دولت بې باوره کېږي.

سمیع الله صميم چې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازيتوب کوي،  ساتوونکو يې پوليس سرتېری له دې امله ډبولی دی، چې ولې د ولسي جرګې د وکيل موټر تلاشي کوي، کله چې ددعه پېښې په اړه د کورنيو چارو وزارت سره خبرې کېږي، نو هغوی له خبرو ډډه کوي، خو سور سترګی وکيل پولیس ملامت بولي، چې   ماته يې په سپکه وکتل او زموږ موټر د تلاشي جرات يې وکړ.

 د ملت په کور کې چې تر کومه دغه   ډول داړه ماران اود  قانون نقض کوونکي وکيلان موجود وي، تر هغو  به دقانون زنه تړلې په تابوت کې پروت وي، ځکه  ولسي جرګې  دهغو وکيلانو نوملړ کم نه دی، چې له مافيايي کړيو سره راشه درشه کوي، وسلوالو غلاوو او قاچاق کې لاس لري، دوی تل  پدې هڅه کې وي، چې د ملت مور وژړوي، د قانون سرې کرښې ماتې او ځان ورته د قانون جوړوونکی؛  خو مخالفين د قانون نا قضين بولي.

د ملي يووالي دولت باید د پولیس او د سميع الله صميم د ساتونکو تر منځ د فزیکي شخړې په اړه پلټنه وکړي او سميع الله صميم له ټولو پوليسو څخه بښنه وغواړي،  ترڅو په راتلونکي  د ملي پوليسو روحيه لوړه او چارواکي  به هم د قانون درناوی کوي.

6 thoughts on “ د قانون تابوت/ زلفانه”
  1. تر کومه چې د پوليسو د قربانيو قدر او ستاينه ونه شي، تر څو چې د قانون سر غړوونکي د قانون په جال کې راګير نه شي، تر څو چې د ولت دغه قضيه په سم ډول ونه څېړي، تر هغو به پولیس له داسې بدبختيو سره مخامخ وي، تر هغو به پولیس ددې جرات ونه کړي، چې چاته د قانون په اډانه کې سزا ورکړي.
    دولت باید دغه پېښه جدي تعقيب کړي، همدغه وکيل سميع الله صميم بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
    وکيل باید د قانون او د نافذه مقرراتو پابند وي، وکيل بايد داسې فعاليت وکړي چې خلک ترې خوشاله شي.
    دغه وکيلان زموږ د قان ناقضين دي، باید سزا وويني، کاشکې دا وروستۍ پېښه شي، خو زلفانې خورې فکر کوم چې له همدغه وکيلانو له لاسه به هيواد نور هم د بدمرغۍ کندې ته لوېږي.
    په قلم مو برکت شه! چې منفور خلک موږ او ټولنې ته راپېژنئ.

  2. د قانون تابوت
    خوندوره ليکنه ده، الله دی نور هم توفيق درکړی
    خو کله به له دغه زورواکانو او حيوان صفته انسانانو نه خلاصېږو
    کاشکې موږ پارلمان نه درلودلی دغه مشکلاتو سره به نن مخ نه و.

  3. أغلې زلفانې! په نا پیژندګلوۍ کې زما درنښت اوسلامونه ومنۍ، رب دې په ګوتو برکت کړه۰
    له بده مرغه ووایم چې زمونږ په هيواد کې دیوشمیرخلکومسلماني ،یوه داسې مجهوله معادله ګرځیدلې ده، چې که ( انـشـتـئـن) هم را ژوندئ شي نشي مالومولئ چې دا څنګه مسلماني، انسانیت او تواضع ده۰
    زمونږ په هیواد کې داسې پــــــــــآچــــــا بدلونک راغلئ چې دې هر مشکي ــ مشک ئې په دیپلومات او دهرډم دغاړې زنځیر ئې په تسبحو بدل کړئ ۰خان مرئی اومرئی خان جوړ شوئ۰اصلاً وکیل څه مانا، دڅه لپاره دومره وکیلان، نه لیدلتوب که دئ همدغه دئ ۰پوستکئ ئې پیړدئ په خبرنه پوهیږي ۰دا وکیل، دا کلانتر ـــ دئ مامور دی کوم دفتر؟؟؟ نه بابا دمافیاوودئ نوکرــ وه د پلاره قاچاقبرــ کړ ولس ئې در په در۰

  4. اغلی زلقانی ستا د کور ودان یی او همیشه کامیاب او سرفراز اوسي .
    باید ووایو چی په افغانستان کی د یو حیوان اهمیت شته او د یو پولیس اهمیت نشته او پولیس خبرو ته هیڅ څوک غوږ نه نیسي کوم مشکلات او ستونزه چه پولیس تیروي په ډیره ناچیزه معاش باندی شپه او ورځ د هیواد په داغو سنګرونو کی جنګیږي خو څوک نشته چه د بیچاره پولیس څخه دفاع وکړی او هغوی د وطن د احساس پخاطر او د خپل هیواد د آرامش د پاره شپه او ورځ د کور څخه لیری تیروي خو یو زورواک بغیر له کوم قانون نه ورباندي تحمیلي کارونه او وهل او ټکول کوي ، تر څو چی داعمل په کلکه ونه غندل شي دا وطن به په صحیح توګه جوړیږي نه خو د کورنیو چارو محترم وزیر صاحب څخه دا غوښتنه کوو چه د پولیس مسئولیت او صلاحیت باندي ټول ارګانونه ته یو جدي مکتوب ور واستوي چه د پولیس حق باطل نشي او پولیس وشٍی کولای چه خپل وظیفه ته په سمه توګه جریان ورکړی او د قاچاق او اداري فسادمخه هم ونیول شي . تاسوتولو ورونو او خویندو څخه یو جهان مننه چه دپولیس او نورو هیوادوالو ستونزو لوړ پورو چارواکو ته رسوی.

  5. الله مو دې له دغه چورواکو او قانون ماتوونکو وساتي دوی د خپلی بقا لپاره داسې کارونه پر مخ وړي.
    دولت باید هر چاته د قانون له عينکو څخه وګوري تر څو په راتلونکي کی په پولیسو څوک لاس پورته نه کړي
    پولیس ماته تر دغه وکيل زر ځله بهتره او مهم دی ځکه په سختو حالاتو کی يی د نظام ننګه کړی ده جنګیدلی دی
    دولت باید قانون پلی کړی او ددی موکه چاته ورنه کړي چی د قانون له بړستنی نه پښی وباسی

  6. د محترمی خور له قلمی جهاد نه ډیره مننه او الحمد لله چه د مظلوم او حق پلوی یی کړیده
    دی مجاهد پولیس ددین په بنا افضل جهاد ترسره کړی اصلا جهاد همدا دی خدای رب العزت دی دا ډول خلک زیات کړی چه د سلاطین جابر ،ظالم او مفسد مخه ونیسی دا پولیس پدی جرأت او وظیفوی شجاعت د تقدیر او جایزی وړ دی ،که رئیس جمهور،رئیس اجرائیه او وزیر داخله د قانون حامیان او د ظلم مقابله کوی باید ددی پولیس حمایت خپله اهمه دنده وبولی مګر دا کار قوی ایمان او شجاعت غواړی
    د وکیل لپاره پکار وو چه د پولیس ددی عمل شکر ګذاری یی کړی وای دداسی پولیس په موجودیت چه خپله وظیفه په شجاعت او امانتداری ترسره کوی ځکه دا ډول مفسدین (وکیل) دحاکمیت هغه معامله ګری ډلی سره تړاو لری چه خپل هر ناروا عمل ته جهاد وایی او تیرو ۱۴ کالو کی ددوی فساد او جنایت افغانستان دی حالت ته رسولی او په حاکمیت کی د ام الفساد د پوزیشن افتخار لری او د افغانستان د نورو بیرونی دښمنانو په وړاندی ددوی فساد او ضربه حکومت ته ډیره ورانوونکی او دکورنی غلو حیثیت لری او د جهاد د امتیازاتو د غصب تر څنګ د امنیتی قواوو د روغنیاتو ۲۲۵ میلیون ډالرو او د هغوی د البسی ،اعاشی اونورو غللاوو شل کلن افتخار هم ورسره دی او ظلم ، جنایت او فساد خپل حق بولی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *