د ارګ ماڼۍ،‌ کابل

تاند – لر او بر افغان ځوانان اندېښنه ښیي چې د ډیورنډ پر پوله د پرتو قبایلي سیمو په هکله د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ دریځ ګونګ دی.

قبایلي سیمې، چې استوګن یې پښتانه دي او د سیمې په چارو کې یې تل نېغ په نېغه رول لوبولی، ۷ ایجنسۍ (باجوړ ایجنسي،‌ مومند ایجنسي، خیبر ایجنسي، اورکزی ایجنسي،‌ کرم ایجنسي،‌ شمالي وزیرستان ایجنسي،‌ او جنوبي وزیرستان ایجنسي) لري چې هره یوه یې په سیمه کې د انګرېز له واکمنۍ راهیسې د سیاسي استازي یا پولیټیکل ایجنټ له خوا اداره کیږي.‌

ویل کیږي چې د قبایلي ایجنسیو استازو د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر وروستیو پورې د افغانستان د قبایلو وزارت کې خپل خرڅونه او سهمیې ترلاسه کولې او عملا یې د افغانستان د حکومت ملاتړ کاوه، خو په کابل کې د پاکستان پلوه تنظیمونو او وروسته د طالبانو په واک ته رسېدلو سره دغه اړیکې خورا کمزورې شوې، او اوس پاکستان غواړي چې یاده سیمه چې څه کم دېرش زره مربع کیلومتره پراخوالی او خواوشا ۶ میلیونه وګړي لري د خیبرپښتونخوا ایالت سره یوځای کړي.‌

کارپوهان وایي چې د پاکستان پوځ او استخباراتو په همدې پلمه لومړی دې سیمې ته بهرني جنګیالي ورشېوه کړل او بیا یې پرې عملیات وکړل او په بېلابېلو ځایونو کې یې پوځي چاوڼۍ جوړې کړې.‌

د پښتنو وتلي ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان د حکومت د دې ارادې مخالفت کړی دی.

اخوا بیا ځوان فعالان د قبایلي سیمو په هکله د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ یا ارګ دریځ ګونګ ګڼي او وایي چې ولې هېڅ غبرګون نه ښیي په داسې حال کې چې د بېلابېلو تاریخي تړونونو په اساس افغانستان د پاکستان په نسبت په یاده سیمه د ادارې ډېر واک او صلاحیت لري.

قبایلي ایجنسۍ

ډاکټر نجیب ننګیال لیکي،‌ «هلته لویه خبره روانه ده. په کرښه د پرتو قبایلو برخلیک ټاکل کېږي. اسلام اباد په دې منډو بوخت دی چې څنګه کولی شي خپلې نظامي اډې، خپلې اټومي وسلې، خپلې ملټرې اکاډمۍ، کېډټ کالجونه او پاکستان پلوه ذهنیت په قبایلي سیمو کې پياده کړي. مونږ د قبایلو او سرحداتو په نوم پوره وزارت لرو. د قبایلو وزارت د کرښې اخوا قبايلو د سرنوشت او اوسني پاکستانۍ طرحې په وړاندې څه کړي؟ په تېلو، ګازو، ماربلو او نورو هغو وسایلو چې د افغانستان پولې ته نژدې دي څوک حاکمېږي؟»

ښاغلی ننګیال لیکي،‌ «محمود خان اچکزی، اسفنديار ولي خان، شېرپاو او نور پښتانه قامپرست سياستوال چې په هره لويه وړه غونډه کې به کابل ته راغوښتل کېدل، نن سبا ولې نه راغوښتل کېږي؟ يا ولې نه راځي؟ د دغې موضوع په اړه د افغانستان د حکومت رسمي دريځ څه شی؟ کرزی صیب ولې غلی دی چې تل یې د ډیورنډ کرښه شاربلې؟»

د پښتونخوا یو ځوان سیاسي فعال امیر یوسفزی یو څه په قهرجنه لهجه لیکي،‌ «جناح ته لار‌‌‌‌‌‌ډ ماونټ بیټن لیکلې ورکړی په ۱۵ اګست ۱۹۴۷ چې په فاټا به ستاسو نه زیات حق د افغانستان وي.‌ دا لاس لیک نن هم برټش کونسل کراچۍ کې پروت دې .نن د دې لاس لیک ۷۰ کاله وشول، اویا کاله افغانانو تش مړزان او سپي وجنګول د خپل وطن د خپلې خاورې د خپلو وروڼو په حال خبر هم نه شول.»

کارپوهان وایي،‌ د پاکستان استخباراتي ادارې د ډیورنډ د کرښې مسئله نژدې څلور لسیزې وړاندې په افغانستان کې د جهادي تنظیمونو په راټوکولو او د افغان دولت په ننګولو سره خپکۍ کړه او ویل کیږي چې لا هم له افغان دولت سره د طالبانو د پخلا کولو لپاره د ډیورنډ د کرښې رسمي کېدا د یوه مخکې تر مخکې شرط په توګه وړاندې کوي.‌

3 thoughts on “د قبایلي سیمو د برخلیک په هکله د افغان ولسمشرۍ د ماڼۍ دریځ ګونګ دی”
  1. هغه قبایل او زموږ هغه خاوره چې د تیرو څلويښتو کلونو راهیسې د هغوی له کبله وژل کېږو، ټوټه کېږو او له خاورو سره خاورې کېږو نن د هغو د سرنوشت په اړه چوپه خوله یو

    د شرم خبره ده
    دا چې افغانستان مو ورباندې ړنګ ړنګ کړ اوس نو په کار ده چې نر غوندې په میدان ودرېږو
    او دا خاوره را خپله کړو.

  2. ياره دا هغه خلك دي چه پنجاب ته وايي ستا سره يم او افغانستان ته وايي چه ستا سره يم
    دو زمونژ په معاملاتو كي نه كوم كردار ادا كري او نه هم بايد تري تمه وشئ
    كه واقعت ته و گوري طالب عرب چچن او هر هغه قوت چه د افغانستان په ورانولو كي لأس لري د همدوي په كلي كي اوسي دوي كله هم ورته ونه وَيْل چه ياره د افغانان زموژ ورونه دي او مسلمانان دي بلكه د هغوي سره يي اوژه وركره او په دي تمه ناست دي چه كله به بيا افغانستان وران شي او دوي به بيا د افغانستان تانكونه د پنجاب په كاخانو كي ويلي كري دا هغه بي غيرته تپوسان دي چه مرداري ته لري په دبره ناست دي
    كه دوي غيرت لري خو سلاح د واخلي او پنجاب ته دي جواب وركري
    خو نه دوي اوس هم په تمه دي چه هر ملك ته دي د افغانستان حكومت معاش وركري

  3. Don’t worry it is in the interest of all pashtuns if FATA is merged into KPK it will be the first step twords unification of all lar au bar pashtuns.

ځواب ورکول Satar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *